د کاپيسا روانې شگې

reg
د کابل نه اويا کلوميټرشمال کی د کاپيسا ولايت يو کلې د “ريگ روان” په نوم شهرت لري. په دې کلې کی يوه کيسه مشهوره ده چې امام حنفيه غازي ( د حضرت علي زوې) د اسلام په دښمنانو کې راگير شو خو د تېښتې لاره يې نه موندله نو خداې ته يې دعا وکړه.
هم هغه وه چې غر دوه برخې شو او امام پکې د خپل لښکر سره ورک شو. هغه ځاې چې غر چودلې و پکې شگې دي او څوک چې په دې شگو گرځي نو د نغارې غږ اوري. ځاي خلک واي چې دوي اوس هم کله کله د شپې د نغارې غږ اوريدې شي.
په کلي کې يو زيارت په زمکې کی دننه جوړ دې خو څوک پکې خښ نه دي. دننه دريو ټونلونو ته لاره وتلي ده او کلي وال باور لري چې يو ټونل د ريگ روان غر خوا ته وتلې دې. بل په غزني ( د هغه ځاې نه سل ميله لرې ) کی راووځي او د دريم په اړه خلک خبر نه دي چې هغه کوم لوري ته وتلې دې.
دلته پخوانۍ کيسه هم مشهوره ده چې يوه پيشو چې په غوږ کې يې والۍ وه په دې ټونل کې خوشې کړې شوه نوهغه په غزني کې راووتله. کلي وال ډير په باور وايي چې امام حنفيه غازي اوس هم خپل دربار لگوي، پر يو ښکلې تخت ناست دې چاپېره ترې خپل درباريان دي.
د ريگ روان د غونډۍ نه راوتلې شگه دومره مهينه او مېده ده چې بره ختل پري گران ښکاري. خلک واي چې دا شگې څوک له ځانه سره نشي وړې. په پينځلسمې ميلادي پيړۍ کی بابر باچا هم دا ځاې ليدلې و او په بابر نامه کی يې د “خواجه ريگ روان” په نوم زکر کړې دې چې د رواياتو له مخې په اوړي کې دلته د ډول او د نغارې غږ اورېدل کېږي.
په ۱۸۳۷ م کې نامتو انگريز جاسوس اليگزانډر برنز هم دې سيمې ته ولاړو او وروسته يې د ايشياي ټولنې په مجلې کې د ريگ روان په اړه يو مضمون کې وليکل،
” دا غونډۍ څه نا څه څلور سوه فټه لوړه ده. د غر دوه څوکې دي او په منځ کې يې شگې لکه د څادر غوړيدلي دي. دا شگې د ساحل د شگو په شان پاکې دي او د څلوېښت درجې زاويې کې د غره د سر نه ښکته راغلي دي”.
وړاندې واي، ” په عمومي توگه دلته غرونه د گرينايټ او يا د مايکه تيږو نه جوړ دي خو په ريگ روان کی د شگې او د چونې تيږه موندل کيږي. د دې شگې حالت عجيبه دې او د ډير لرې نه په سترگو کېږي. د دې شا و خوا نورې شگې نشته نو ځکه تصور وکړئ چې دا شگه د پريکړي غر نه هم هغسې راوتلې ده، لکه چې څوک د يوې بوجۍ سر پريکړي او شگې ترې بهر را وغورځېږي”.
وړاندې واي، ” کله چې څوک په دې شگه ووخېژي او بره نه راخوېږي. نو يو غږ راووځي. په لومړي ځل چې مونږ دا کار وکړو نو دوه غږونه مو واورېدل. هم هغسې لکه چې څوک يو غټ ډول وغږوي.” ځاي خلکو اليگزانډر برنز ته د امام په اړه دا معلومات ورکړي و چې د شگو نه غږ يواځې د جمعې په ورځ راووځي چې حنفيه غازي خپل دربار کی ناست وي او نغارې ورته ډنگېږي.
د زمکې لاندې د نغارې غږ هغه معمه وه چې ځينو نورو خلکو هم تجربه کړه خو په دې پوهه نشول چې دا غږ څنگه پېدا کېدو؟ دا شان يوه معمه د مصر د ” جبل ناقوس” په اړه هم وه چې د دې په شگوکی د نغارې غږ اورېدل کيږي.
ناقوس په عربي کی زنگ يا ټلۍ ته واي اود لرغونو وختونو نه له دې دشتې تېرېدونکو کاروانونو ته دا غږ عجوبه و. يو اروپاي ډاکټر والين کله چې د سينا د دشتې نه تېرېدو نو د جبل ناقوس نه يې عجيبه غږونه اورېدل. دا داسې غږ و لکه چې څوک لوې ډول يا نغاره غږوي. غږ د زمکې نه راوتلو او هيڅ سبب يې نه و څرگند.
جبل ناقوس د سويز د خليج نه درې ميله وراخوا دې. دا هغه لاره وه چې بني اسرايل د موسا پيغمبر په بدرگه دلته نه تېر شوي و. د صحرا نه تېرېدونکو قافلو هغه وخت هم د دې غر په اړه رنگا رنگ کيسې لري. واي چې سهار محال دا غږ لکه د بربط ساز د تارونو په شان وي. کله چې غرمه تودېږي، غږ هم لوړ شي. په زمکه کې ارتعاش پيدا شي او که په داسې وخت کې يوه قافله له دې ځايه تېريږي نو ټول څاروې په وېره منډې وهي.
د دې غږ په اړه ځينو نورو وويل چې په دې دشته کې يوه لرغونې کليسا هم شته او هلته يو ناقوس ځوړند دې. د دې ځاې د پادريانو د راټولولواو د گډې دعا لپاره دا ناقوس غږول کېږي او ښاي د هغې غږ په فضا کې گرځي راگرځي او دا ارتعاش پيدا کوي.
پخپله مسيحيانو هم يوه کيسه جوړه کړې وه چې د يونان يو وگړې له دې دشتې تېرېدو چې په غر کې يې يو درز(چود) وموندلو او کله چې دې پکی وردننه شو نو هلته يې يوه ښکلې خانقاه او باغونه وليدل چې خوږې اوبه پکې بهېدې. دې چې بهر راوتلو نو دا خوږې اوبه او د خانقاه نه د وچې ډوډۍ څو ټوټې يې له ځانه سره راوويستل.
د جرمني يو سېلاني ايم سيټزن په نولسمې پېړۍ کې جبل ناقوس ته ولاړو. دې غرمه محال دغر بيخ ته ورسيدو اوپه سپينو شگو يې ختل پيل کړل نو د پښو د لاندې يې يو ورو غږ واورېدو. دا غږ د هغه د پښو د غږ سره ښکته پورته کېدو. کله کله به غږ لوړ شو او نور کله به ودرېدو. د غر څوکې ته په رسېدو ده خپل ځان د شگې سره راوخويولو. او واي چې ارتعاش دومره لوړ شو چې زمکه پرې خوځېده. که دې د شگې د غږ په سبب نه وې خبر نو ممکن سخت وېرېدلې وې. د هغه پلټنو دا څرگنده کړه چې غورځېدونکې شگه پخپله غږ پيدا کوي.
په ۱۸۳۲ م کې يو بل انگريز ښاغلې گرې د اکسفورډ د پوهنتون نه جبل ناقوس د مطالعې لپاره ولاړو. هغه د غږ په اړه پلټنې وکړې خو د شگو او د غږ تړون ورته ثابت نشو.
د ناقوس غر د يوې داسې تيږې نه جوړ دې چې ” اولايټ ” نومېږي . د غر د لاندې دا تيږه ماته شوې او په مهينې سپينې شگې اوختې ده. ځينې جيالوجسټان د افغانستان د ” ريگ روان” غر د ” جبل ناقوس ” سره پرتله کوي. يو بل ساينس پوهه، سي آر مارخيم واي هم دغه شان غږ ده پيرو (لاطيني امريکه) کې د لويديځ ساحل په شگلنه زمکه واوريدو.
دا چې شگه په کوم حالت کې د غږ د جوړېدو سبب کېږي، تر اوسه څرگنده نه ده. خومونږ دا تصور کولې شوچې د ريگ روان په غرونو کی دننه داسې تش ځايونه شته چې کله د يو سوري نه ورباندې شگه غورځي نو د غږ پيدا کولو سبب کيدېشي.
آيا د افغانستان د زمکې پوهان به ددې جوگه شي چې دلته سمې ساينسي څېړنې وکړي اود زمکې لاندې د هغو دريو ټونلونو راز هم څرگند شي؟
صفيه حليم

5 Comments

Add a Comment
  1. Mañana der po Zara pore malomat di

  2. Saeed haleemkhail

    Very Interesting.thanx

  3. دا ليكنه ډيره په زړه پورې او جالبه وه
    خو د زابل ولايت د كلات ښار جنوب ته د سره غره په لمنه كې د بولان غار هم يو داسې غار دى چې تر اوسه يې چا پته ونه لګوله چي تروكومه حده رسيدلي دي،

    1. په دې اړه ستاسو نور معلومات به د مضمون په توگه خپور شي . ډېره مننه

  4. mong ba da nawrooz pa wraz rigrawan tha thlo dagha rig shootoree rang lari aw dasi paka da Laka minzal shawway che we. Baran aw wawra pre kigi no zaka pak we aw khawra na lari bara pa rig ghra tha khthal pa 43 daqoo ki za pa dagha rig da rig akhir had tha wakhathlam aw zma malgari sok la ma makhki sok wrostha swal. Gharoona ma pa khpla yaw ghaar koshish wakrr che danna laar sham the yaw had alarm nor no oxgn band sho saa akhisthal band swal birtha ra reverse swam tawidai na say pa riverse ba birtha rawooze.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *