شا و خوا ۵۰ کاله کېږي چې زمونږ کور ته به سهار وختي یو مشکي (ماشکي) د خاورو په یو لوی چاټۍ کې خپل د اوبو مشک تش کړو. هغه وخت په پیښور کې دغسې مشکیان ډېر وو چې د ښار له نلونو به يې مشک ډک کړو او د خلکو کورونو ته به يې اوبه ورلې. سره له دې چې په هر کور کې د اوبو پمپ موجود و خو هغه اوبه به مو د لامبلو او ځان وینځلو لپاره کارولې. زما مور به ویل چې مشکي د باړې اوبه راوړي او په هغه به يې پخلي هم کوو او څښلو لپاره به يې اېښي وو. په ښار کې هر چا د باړې اوبه غوښتلې او د دې لپاره به يې خاص منګی ساتلې و. د پیښور شا و خوا ټوله کرونده د باړې په اوبو کېږي. د دې نه خلکو ویالې پریکړي او زمکې خړوبوي.
د باړې سیند سرچینه د خیبر درې او خانکي ترمنځ د سپین غر سره جوخت په راجګل دره کې ده. هلته څلور نورې درې میدان- ورن- باړه او مستوره نومېږي. د “راجګل” سرچینه وروسته په دریو برخو وویشل شي چې یوه يې په ننګرهار کې سرخرود یا “رود سرخ” شي. دویمه څانګه يې کوهاټ کې د بنګښو سیمې ته ورځي. دریمه پیښور ته را ښکته شي چې “باړه” نومېږي. ددې درې واړو اوبه سور(ګلابي) رنګ لري. دا اوبه لږ وخت په منګي کې ساتي او کله چې د دې سره شګه په تل کې کېني نو بیا اوبه رڼې شي.
په اریایی “ویدونو” کې د باړې نوم “پرایو” راغلی دی. باړ یا “بهاړ” په هندي کې سیلاب ته وایی. ” دریا مین بهاړ آګیا” اوس هم ویل کېږي. د اپریدو له سیمې تیرېدو وروسته باړه مومندو ته راتوېږی. دلته په ځینو ځایونو کې ۵ او ۶ میټر ژور دی او په ژمي کې چې د دې اوبه ښکته شي نو پرغاړه يې د خښتو لرغونې ودانۍ ښکاري. یو ځای د دې پر غاړه د “شیخان” زیارت او ورسره جوخت غارونو کې به بودای جوګیان (راهبان) مراقبې ته ناست وو. د بېساکهي په موقع د هندوانو یوه میله هم کیده.
د مومندو په سیمه کې د دې په اوبو وریژې کرل کیدی چې نري او ډېرخونده ور او په “باړه” مشهور وو. رنجیت سنګ چې کله پیښور ته راغلو نو سردار بارکزی يې د باج په بدل کې حاکم وټاکلو. په دغه باج کې د ۱۰۰۰ هندي من “باړه” وریژو غوښتنه هم وه. په وچوبه کې به د باړې اوبه کمې شوې نو لالهاند خلک به پیښور نه ۲۰ کلومیټرجنوب کې د “شیخانو زیارت” ته لاړل. په وچ خوړکې به يې څو غوایان حلال کړل. د دوی عقیده وه چې د دې قربانۍ سره سمدلاسه باران پېل شي. بیا به دومره باران وشو چې باړه به تر مورګو ډکه او ان چې سیلاب به پکې راغلو. په اوړی کې باړه دومره راختلی وي چې پکې ونې او لرګي را بهېږي. د دې د نیولو لپاره ځوانان په اوبو کې ورښکته شی او کله کله لاهو شي. د باړې سیلابي اوبه کله چې ناڅاپه د پیښورمنځ نه تیرېدی نو کچه کورونه به يې له ځانه سره یوړل. ځینې مورخین په دې نظر دي چې هغه وخت باړې ته به يې “کڅې خوني” یا خوني ویاله ویل چې وروسته په “کیسه خانۍ” بدله شوه.
د باړې اوبه څمکنو نه ۱۵ کلومیټر ښکته په زاخیلو کې کابل سیند سره یو شي. په “چوا ګوجر” کې په دغه سیند ۳۰۰ کاله پخوا مغلو یو پل جوړ کړې و چې اوس هم پاتې دی. د اټک کلا نه ۴۰ کلومیټر ښکته باړه د اباسین سره یو ځای شي. د باړې د خوږو اوبو سره هم د دې په ډنډونو کې د ملیریا(ملاریا) میاشو وده کوله. اپریدو به د وبا د لاسه بره غرونو ته کډه وکړه. په پیښور کې د اوړي په میاشتو کې ملیریا به عامه وه. د ۱۹ میلادي پېړۍ په نیمایی کې انګریزانو د باړې مخه واړوله او ښار يې له دغې وبا وژغورلو. د ښار خلکو لپاره به د باړې اوبه په لویو ټانکیو کې راټولې شوی او بیا ځای ځای د اوسپنې نلونه يې ولګول چې خلکو به ترې د څښلو او پخلي لپاره اوبه وړل.
صفیه حلیم
سرچینې
۱.د پیښور تاریخ- منشي ګوپال داس.
۲. سیکهان او افغانان- شهامت علی-۱۸۳۷ م – ۱۰۸ مخ
۳. انسایکلوپیډیا بریټانیکا.
د خپریدو نېټه- ۲ اپریل ۲۰۱۹ م