تورمان او مهرګله

د دریمې پېړۍ کشان سلطنت نه وروسته مرکزی اېشیا د هن – یفتلي قبایلو حملو په مخه واخیستو. د دوی په اړه تاریخ پوهان په دوو ډلو وېشلي دي. اروپایان وایی چې سپین پوست لرونکي دا جنګیالي د منګولیا (مغلستان) له دشتو، هند ښیرازو سیمو ته لاړل او هلته ۲۰۰ کاله يې حکومت وکړو. هندي […]

کتیره

یو بې خونده- بې رنګه، اوبړین سلیخ چې په اوبو کې حل شي، کتیره یا ګوند کتیره نومېږي. کتیره د ځنګلي ازغن بوټی ” ایستراګالوس” نه اخیستل کېږي. د سلیخ ساینسي نوم “ټرېګاکانت ګم” دی. د بوټي جرړه کې راتولې اوبه په رڼا کې کلک او د “چیړ” په شان ښکاري. خو چیړ زیړ بخن […]

جاله

زه په جاله د پیر بابا سلام له ځمه یاره جالوانه، جاله د باندې راوړه جاله د کشتۍ مور ګڼلې شو. انسان د سیندونو سره ژوند پېل کړو نو دا ورته جوته شوه چې لرګی په اوبو کې نه ډوبېږي. پخوانیو ټولنو کې د یو کس اوبو سفر په لرګين تخته کیدی شوه او ځینو […]

د پاني پت لومړی جنګ

دا جنګ په ۲۱ اپریل ۱۵۲۶م کې د مغل باچا بابر او د هند سلطان ابراهیم لودي ترمنځ وشو. د هندوستان نیول د بابر لوی ارمان او د دې لپاره هغه له ۱۵۰۵ راهیسی پلانونه جوړول. هلته د پښتنو لومړی حکومت د ابراهیم لودي نیکه بهلول خپلو تکړه سردارانو په مټ جوړ کړو. په دوی […]

کلیشه

“ژرنده که د پلار ده خو په وار ده…” دا هغه محاوره ده چې پښتانه يې هره ورځ په یو نا یو ځای اوري او یا يې پخپله کاروي. هغه جمله، محاوره یا ټکی چې په ویلو او لیکولو کې زیات تکرار له کبله بې خونده شي، “کلیشه” یا ” کلیشا” نومېږي. دا د فرانسوي […]

طوطی

د کړکۍ شیشې سره له ډېره وخته کړپ کړوپ روان وو. پرده مې راښکله نو یو شین طوطي یو خوا او بل خوا تلو راتلو. ما ښه شیبه ورته کتل او د ماشومتوب پیښه مې په زړه شوه. یو ځل ترور کره پنجره کې بند شین طوطي ته مې ډوډۍ ورکوله نو د ګوتې غوښه […]

بابر

د بونیر “توتالۍ” کلي په شمال لویدیځ کې “بابر ډنډ” او “مغل ګټ” ځایونه په ۱۶ پېړۍ کې د بابرباچا د حملو داستان وایی. ظهیرالدین محمد بابر په ۱۴۸۳م کې د فرغانې تیموري حاکم عمرشیخ مرزا کره وزیږېدو. مور به ورته بابر(زمری) ویل. دی د ۱۱ کالو و چې پلاريې مړ شو. ترونو او ماماګانو […]

چارباغ

د چارباغ په نوم د ګندهارا دوه ځایونه اوس هم شته. یوچارباغ په سوات او بل په ننګرهار ولايت کې دی. د ننګرهار چارباغ له ښاره یو میل جنوب کی د ټیټو غونډیو یوه جوپه د ګندهارا بودایی تمدن نښې لرلې. بودایی دین دوه نیم زره کاله پخوا له نېپال بهار ته خپور شو. په […]

د سلطان روزنامچه

د برطانوي میوزیم د خطي مسودو په ګیلري کې د انډونیزیا د یو جزیرې ” بون” سلطان احمد الصالح شمس الدین د لاس لیکل شوی روزنامچی ( ډایري) هم پرتې دي. دی د ۱۷۷۵ م نه تر ۱۸۱۲ ژوندی او تر ۱۷۹۵م يې حکومت کوو. د بون او د دې شا و خوا جزیرو ژبه […]

مرغ زرین

په ۲۰۱۸م کې د پاکستان نوی وزیراعظم عمران خان پکول (چترالي ټوپۍ) په سرد چاپیریال په غم، د بیلیاردو ونو کرلو اعلان وکړو. دی خبر نه و چې په ټوپۍ کې يې د مرغ زرین وزر ټومبلې و چې نړۍ کې د ورکیدو په حال دی. د دښتې چرګ- سونا مرغ- سونال- نیل- او “مونال” […]