ایزنیک خښته


د ترکي” ایزنیک” کاشي خښتې (سیرامیک ټایلز) تاریخ ډېر پخوانی دی.
په ۵۰۰۰ق م کې د اناطولیا لویدیځ ښار ایزنیک ” نایسیا” نومیدو. هلته د برونزو په دوره کې کلال به په خټینو لوښو ګلونه او پاڼې جوړولې او بیا به يې په اور کې پخول. د دې هنر د پرمختګ سره کلال لوښې وچولو نه وروسته، د اوبو او خټو په نرۍ محلول کې ډوب کړو. کله چې دغه لوښی به له “بټۍ” یا تنور راویستلو نو یوه ځلا به يې کوله. اوس هم په کلیو کې د تناره ډوډۍ پورې کولو نه وروسته، ورباندې اوبه شیندي . په دې ډوډۍ مخ یو ځلا کوي. دغه محلول کې يې رنګ ورګډ کړو نو کنده شوی ګل یا پاڼه به پکې سپیه راوښکاره شوه.
په پېل کې د ایزنیک په لوښو نیلا رنګ وهل کیدو او له پخیدو وروسته به هنرمندانو ورباندې په لاس نقاشي کوله. دا لوښي د خپل ښایست لپاره مشهور وو او په نهمې پېړۍ کې د سلجوق ترک باچاهانو په سرپرستۍ د جوماتونو او ماڼیو لپاره په ایزنیک کې خښتې هم جوړیدې.
په ۱۵ پېړۍ کې د عثماني ترکانو په ودانیو کې هم دغه خښتې کاریدې. د ایزنیک کاریګرو یوه نوی تجربه وکړه او د عام خټې په ځای يې د کوارټز میده خټه يې وکاروله. په دې کې د رنګ لپاره څلور میده شوي تیږې، فېروزي، نیلا، الملکیت (زرغون) او مرجان (نارنجي) ورګډ کړل. په خښتو به يې ګلونه، ونې، ستوري، سپوږمۍ او لمر جوړول.
د عثماني ترکانو خزانې په فتوحاتو ډکې شوې او د قسطنطنیه (استنبول) د نیولو څخه وروسته، دوی د جوماتونو او حمامونو لپاره ایزنیک خښتې غوښتې. د دې لپاره په نورو ځایونو کې يې کارخانې پرانستې خو د خښتې نوم ” ایزنیک” و. د عرب اغیز لاندې کاریګرو به په خښتو د جیومیټري ( دایرې- مثلث-مربع- مستطیل- مسدس او مخنس) نقش جوړاو. د اسلامي خطاطۍ هنر هم هغه وخت وده وکړه او په خښتو به قراني آیات او د عربي شعر لیکل کیده.
تر ۱۸ پېړۍ ترکانو ایزنیک خښتې، د ماڼیو په چتونو ( بامونو) هم کارول. د دې هنر شاهکار د ترکي او د یورپ په جوماتونو کې اوس هم لیدل کېږي. د ترکي نه علاوه د ایزنیک تخنیک مسلمانانو له خوا نورو ملکونو ته هم یوړل شو. د شمالي افریقه او اسپانیې نه علاوه مرکزي ایشیا او هندوستان کې هم دا هنر ورسیدو. اوس د ټولې نړۍ خلک د ایزنیک کاریګرۍ لوښي او خښتې د ترکي سیل په وخت له ځانه سره وړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.