ډیلی


د نړۍ “پرانستی میوزیم” د دوو ښارونو روم او دیلی لقب دی. په هندي کې دلي یا دهلي چې پښتانه ورته ډیلی وایی، پکې د ۸ ښارونو نښې پاتې دي.
ډیلی او اګره د جمنا پر غاړه اباد دي او دلته د ۶ ق م پېړۍ راهیسې خلک اوسیدل. د ځینو لرغون پوهانو په اند، د مهابهارت په داستان کې “اندر پرستها” ذکر شوی ښار هم دلته په یوې غونډۍ و. خو د ۲۱ پېړۍ په سر پلټنو کې يې څه و نه موندل. تر ۱۰ پېړۍ دا یو نامعلومه ښاریه وه. له دې ۱۶۶ کلومیټر جنوب ختیځ کې “متهرا” د هندوانو سپیڅلی ښار او زیاته مشهوره وه. په ۱۱ پېړۍ کې غزنوي پوځ په څو حملو کې د متهرا مندرونه چور کړل او په ډېلي يې پام ونکړو.
د ۱۳ پېړۍ په سر کې د غوریانو یو جنرل، ” قطب الدین ایبک” د خپل حکومت تخت په ډېلي کې کیښود. یو روایت دی چې هغه په ۴ پېړۍ کې د اشوکا د اوسپنې یو ۷ میټر لوړه ستنه يې ډېلي ته یوړه. د دې قطر ۱۶ انچه او وزن يې د ټنه و او په ” اودایاګیري” کې پر زمکه خښه وه. قطب الدین ایبک په ۱۲۰۶م کې د جام مینار په شان یو مینار جوړ کړو چې بهر خوا په هر پوړ يې قراني آیتونه کنده دي.. د هغه په امر د هندوانو ۶۷ مندرونو خښتې په یو جومات ” قوت الاسلام” او ورسره نورو ودانیو کې يې وکارولې. د اشوکا ستنه يې هم د خپل فتح په ویاړ زمکه کې خښه کړه چې اوسپنه يې ذنګ نه وهي.
د ډېلي دغه اسلامي ښار پخوا قطب اباد او اوس “مهرولي” نومېږي. په لږه موده کې دلته د چار واکو کورونه، جوماتونه او د درویشانو حجرې ابادې شوې. یو پکې قطب الدین بختیار کاکی هم و او اوس يې زیارت ته هره ورځ خلک خپل عقیدت څرګندولو ته روان وي.
د ایبک باچاهانو دوره تر ۱۲۹۰م وه خو د مغلو تر وخت هم قطب اباد د دلي یو مهمه برخه وه. موتي مسجد، جهاز محل، ظفر محل، لال محل، حوض شمسي، د سلطان التمش مقبره، جمالي کمالي مسجد، د باغچې مسجد، د ادهم خان مقبره، د قلي خان مقبره او لالکوټ هم دلته دي. د غلامانو د ټبر نه واک ترک “خلجيانو لاس ته شو. سلطان علاوالدین خلجي یو بل ښار د لوی کلا منځ کې اباد کړو. په ۱۳۰۳م کې د دې کلا، حوض خاص، علای دروازه او علای مینار، د خلجیانو د برم نښې وې. د علاوالدین خلجي مقبره او د هغه په نوم مدرسه هم پکې جوړ شول. دا ښار اوس “سري” نومېږي او روایت دی چې د تیمور لنګ د زرګونو مغلو سرونه په دغه کلا پریکړې شوي وو. خو سري د لوی خدای مانا هم ورکوي.
په ۱۳۲۰م کې ډېلی د ترکانو یو بل کورنۍ “تغلق” لاس کې شو. د دې ټبرغیاث الدین تغلق هم یو لوی کلا د جوړولو امر وکړو چې ” تغلق آباد” نومېږي. ورسره د “غیاث پوره” ښاریه وه.
د کلا دېوالونو ته لوی تیږې به هاتي ( فیل) وړل او یو ځل د قوازې تخته د ټول وزن سره په باچا راپریوته چې هغه وخت د دې معاینې له ورغلی و. د تغلق اباد لویه کلا اوس هم د یو ویجاړ ښار نښې په ګوته کوي. نوي باچا فیروز شاه تغلق په ډېلي کې د څلورم کلا بنسټ کیښودو چې ” فیروز شاه کوټله” نومیده. ورسره ۱۸ کلي د اوبو لپاره د جمنا سیند نه ۵ ویالې، کوهیان، حمامونه او د سردارانو لپاره ۳۰ لوی کورونه وو. په ۱۳۹۸م کې د ګوډ تیمور په حمله دا ښار هم ویجاړ شو. د سکندر لودي په وخت د کوټله فیروز شاه سره نزدې نوره ابادي وشوه ځکه هلته د اوبو انتظام ښه و. د لودیانو مقبرې او باغونه اوس د سیل ځایونه دي. په ۱۶ پېړۍ کې بابرخپل زوی همایون د ډېلي حاکم وټاکلو. هغه په ۱۵۳۰م کې هلته د پینځم ښار بنسټ کیښودو چې “جهان پناه” نومیدو. دی په ۱۵۳۹م کې د شیر شاه سوري له خوا مات او ایران ته وتښتیدو. شیر شاه د ۵ کالو په موده کې په یوې غونډې شپږم ښار “شیرګړهه” جوړ کړو چې یو جومات او کتابتون يې هم لرل. د شیر شاه زامنو په کورني جنګونو کې سلطنت وبایللو نو همایون بیرته راغلو اوخپل پخوانی ښار بیرته په نوي نوم “دین پناه” اباد کړو. د همایون زوی اکبر د ډېلي په ځای آګره کې خوشاله و او هلته يې یوه لویه کلا جوړه کړه. د اکبر زوی جهانګیر د لاهور څخه حکومت کاو او په اوړي کې کشمیر ته تلو. د جهانګیر زوی شاهجهان واکمن شو نو د جمنا پرغاړه ۱۶۳۸م کې د اووم ښار ” شاهجهان اباد ” بنسټ کیښودو. لال کلا د جمنا سیند پر غاړه د څو ماڼیو جوپه وه او د یو تالاب چاپېره بازار “چاندني چوک” نومیدو. د ډېلي جامع جومات هغه وخت په نړۍ کې تر ټولو لوی او ښایسته جومات ګڼلې شو.
د ۱۸۵۷م د خپلواکۍ د لوی بغاوت نه وروسته، انګریزانو د ښار د بیرته جوړولو فیصله وکړه. هغوی شاهجهان اباد په خپل ځای پریښودو او په لویدیځ کې د یو نوي ښار نقشه يې راوپنځوله. ځینې پخواني ودانۍ يې ړنګې او په ځای يې اروپای طرز بنګلې او حکومتي دفترونه جوړ شول. صدارتي ماڼۍ (راشټرپتی بھون) پارلیمان، د هند دروازه (انډیا گیټ) او یو مارکیټ کناټ پلیس د ۲۰ پېړۍ د پېل اعلان و. د هند تر وېش ( ۱۹۴۷) د پوسټ ایډریس لپاره به پراني دهلي ( زړه دلي) او نیو دلي (نۍ دهلي) نومونه کاریدل. په ۱۹۶۰م کې د هند حکومت دا نومونه متروک او اوس د دې سرکاري نوم ” دلي” ورته بس دی.

1 Comment

Add a Comment
  1. دخلجیانوپه اړه زیاتوپوهانو دا ویلي چې دوی ترکان وو،خواوس دانظردهندي پوهانوله خوا دتامل وړشوې ،له نامتوتاریخ پوه استاد عرفان حبیب سره مې په دغه برخه اوږد بحث کړي، هغه داخبره کوله چې خلجیان یا غلجیان په هیڅ دول ترکان نه دي، هغه زموږ دانظرچې کیدای شي تاریخ پوهانوپه غلطۍ سره (تره ک) ترک لیکلي وي، په عربي
    (تررسم الحظ کې (ه) نه لیکله کیږي له همدې امله (تره ک) څخه دغلجیانولویه قبیله ده (ترک ) جوړشوي وي، هغه هم داتاریخی املایی تیروتنه راسره ومنله اوویی ویل چې ښه شوچې زما حدس په حقیقت بدل شو. لنډه داچې خلجیان (تره کي پښتانه) دي.
    درناوی
    رشید

Leave a Reply to A.Rashid Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *