ملتان

Attack on Multan
د ملتان په خاوره د پښتنو دوه نامتو باچاهان بهلول لودي او احمد شاه ابدالي زېږېدلي و.
د دې ښار لومړې نوم چې د تاريخ په پاڼو کې ليکل شوې دې ” کاسياپا پوره ” و. د اريايانو په کيسو کې کاسياپا د لمر د دولسو اسطورو پلار و چې د دې ښار بنسټ يې کيښودو. د دې ښار اوسيدونکو لمر يا “ميترا” خداې عبادت کوو.
يوناني تاريخ ليکونکې هيروډوټس ملتان د کاسپا پوروس په نوم يادوي.
په ۳۳۵ ق-م کې د اسکندر مقدوني تاريخ ليکونکې “اريان” په ملتان کې د اوسيدونکو خلکو “ملوي يا ملي” د ميړانې ستاينه کوي چې د وخت په تېرېدو هغه ځاې د مالستان او بيا ملتان شو.
په برهمنانو کې داسې کيسه ده چې د کرشنا زوې ” سمبا” د جذام نه د ښه کېدو لپاره منښته (نذر) منلې و او چې ښه شو نو د کاسيا پوره د غونډۍ د پاسه په مندر کې د ميترا د سرو زرو يوه مجسمه يې کيښوده. هر کال به د دې د نمانځنو لپاره يوه لويه ميله جوړېده او د هند له گوټ گوټ به خلک دې ښار ته ورتلل.
هغه وخت د چناب او د راوي سيندونه ښار ته نږدې بهېدل او د دې زمکې به يې خړوبولې. وروسته دې سيندونو لارې بدلې کړې او د ښار نه ديرش ميله لويديځ ته يې اوبه لاړې.
د ملتان د لرغونې ښارغونډۍ د شاو خوا له زمکو ۱۵۰ فټه لوړ وه. اوس هم چې څوک ملتان ته ورشي نو د دې کلا او زړې برخې ته د تلو لپاره په غونډۍ خيژي خو اوس ورته سړکونه جوړ شوي دي.
د عرب مسلمانانو نامتو پوځي جنرال محمد بن قاسم د اتمې ميلادي پېړۍ په سر کې د سمندر د لارې په اوسني سندهه حمله وکړه نو ورپسې يې ملتان هم ونيولو. ده په غونډۍ جوړ مندر يې وران نکړو او د سرو زرو هغه پخوانۍ مجسمه هم هغسې يې پرېښوده. خو په بدل کې يې د هندوانو نه باج اخيستو او کله چې دوي به ناغه وکړه نو د مجسمې د ماتولو گواښ به يې ورته کوو.
په ملتان کې د لوديانو نه وړاندې د پښتنو واکمنو چې “لوېکان ” نومېدل د خپلې ژبې ځينې ليکنې پريښي دي. داسې ښکاري چې د هغوي په دور کې د ملتان د دربار ژبه پښتو وه. د دوي دوره د اوومې نه تر نهمې ميلادي پيړۍ پورې غځيدلې وه. دوي په غزني کې واکمن و او بادغيس يې هم په لاس کې و.
تر نهمې او لسمې ميلادي پېړيو د اسلام د تبليغ د لارې دلته زيات خلک مسلمانان شول او څو جوماتونه يې جوړ کړل. د لسمې پيړۍ په وروستيو څلويښتو کالو کې د لوديانو شيخ حميد د افغانانو د مشر په توگه يوه پراخه سيمه اداره کوله او ملتان د ده مرکز و.
د غزني واکمن سبکتگين په ۹۸۰ م کې د پيښور د لارې تر اباسين ورسېدو او شيخ حميد لودي ورته د کال باج ورکوو. ده نه وروستو يې زوې سلطان نصر لودي هغه وخت د الحاد په تور تورن شو ځکه ده په ملتان کې د ملحدينو قرامتيانو سره ناسته ولاړه لرله.
قرامته د شيعه مسلمانانو يوه څانگه وه چې د نهمې نه تر يولسمي پيړۍ پورې عراق، يمن او په بحرين کې وغوړيده. د دوي مشر همدان قرامت نوميدو او د حج مخالفان و. دې ډلې د کعبې نه حجر اسود وړې و او بيا شل کاله يې د ځان سره ساتلې و. داسې ښکاري چې سلطان نصرد دې ډلې سره تر اغېز لاندې و ځکه د بغداد ابن حوقل چې په ۳۶۷ ه کې ملتان ته ورغلې و، پخپله سفر نامه کې ليکي.
” د ملتان خلک شيعه دي ، په ازان کې حي علی الخيرالعمل او په اقامت کې دوه ځلې تکبير واي. په ملتان کې خطبه د مصر د فاطمي حکومت پر نامه ويل کيږي او د هغه په امر د دې ځاې انتظام کيږي. له ملتانه سوغاتونه او ډالۍ ورته ووړل کيږي.”
د سلطان نصر تربور شيخ رضي ورته د غور نه د ترټنې لپاره يو ليک ورواستوو چې هغه يې منظوم ځواب ولېږلو.

له اسلامه تر پله يم
تورانو څخه په ترپله يم
گروهه مې هغه لرغونې دې
اوس هم کروړ په لرغونه يم
د حميد زوې سنتي يم
د لودي له کور کاله يم

په ۱۰۰۵ م کې د شيخ حميد نمسي سلطان داود لودي (ابوالفتح) د فاطمي او د عباسي حريفانو د سياست جغ له خپلې غاړې ليرې کړو، غزنويانو ته يې شا کړه او د اننگ پال سره يې لاسونه يو کړل.
د هغه کال په سپرلي کې سلطان محمود د دريم ځل لپاره هند ته مخه کړه. په پيښور کې د اننگ پال د ځواکونو سره مخ شو خو دوي يې تيښتې ته اړکړل. محمود غزنوي لومړې ختيځ پنجاب کې تر”بټنډه” ولاړو او د بلې غاړې نه په ملتان راتاو شو.
ملتان اوو ورځې کلابند و خو په پاې کې غزنوي لښکر لوديان مات کړل او د لوې وژنې نه وروستو سلطان داود لودي يې ژوندې ونيولو، غزني ته يې راوستو او د کندهار د ۵۵ ميله شمال لوېديځ کې د “غورک ” په کلا کې يې تر مرگه بند کړو.
د ملتان هندوانو محمود ته د کال ۲۰ زره طلاي سيکې (درهم) باج ورکولو ته غاړه کېښوده او هغه دا صوبه يو شهزاده سيوک پال ته وسپارله. خو د کال تر پاې سيوک پال د سلطان محمود له خوا ټاکل شوي ټول افسران وشړل نو هغه د څلورم ځل لپاره په هند د حملې بانه پېدا کړه.
محمود په دې حمله کې د ملتان د لمر معبد ويجاړ کړو، د سرو زرو مجسمه يې يوړه خو پخپله يې دا ښار خپلواکه پريښودو. وروستو د غوري شاهانو ډېلي خپل مرکز کړو نو ملتان به له هغه ځايه اداره کېدو.
په ديارلسمې او څوارلسمې ميلادي پېړيو کې لوديانو بيا په ملتان کې ځان راټول کړو او د دې ټبر ځينې سردارانو په تاريخ کې نوم پېدا کړو.
په دوي کې ملک کالا شاهو خېل پښتنو نه و چې په ۸۱۴ ه کې يې يو زوې وزېږېدو. هغه يې بهلول لودي ونومولو چې د هند راتلونکې باچا شو.
مغل بابر چې ملتان ته ولاړو نو د دې ښار په اړه يې دا شعر ووېلو.

گرد، گرما، گدا و گورستان
چهار چيز است تحفه اې ملتان

د شېرشاه والي هيبت خان نيازي د نورو ښارونو سره ملتان هم اداره کوو. ورپسې د ده بل والي فتح جنگ خان و. د مغلو پر وخت هم د ملتان زيات تره د پښتنو له خوا او د کابل نه اداره کيدو. د ملتان لويه کلا په اوولسمې پېړۍ کې د شاهجهان زوې مراد بخش جوړ کړې و چې يو پياوړې سنگر و.
د کندهار تجاران د لرغونو وختونو نه د تجارت لپاره د بولان د درې نه ملتان او د هند نورو ځايونو ته ورتلل. دوي په ملتان کې زمکې لرلې او خپلې کلاگانې يې پرې جوړې کړې وې. هند ته د کندهارميوې او د پارس توکې په هم دې لارې تلل.
سدوزي د اوولسمې ميلادي پيړۍ راهيسې په ملتان کې اوسيدل او کله چې مغل شاه جهان په ۱۶۳۸ م کې کندهار د صفويانو نه د نيولوهوډ وکړو نو يوشمير کندهاريانو ملتان ته خپلې کډې ورواستولې.
په کندهارکې د سدوزومشر اميرسدو پينځه زامن لرل چې مشر يې خواجه خضرخان و. د خضر خان دوه زامن و چې مشرسلطان خداداد خان د ابداليانو سردارشو. دويم زوې يې سرمست خان و چې ددولت خان پلاراو د زمان خان (د احمد شاه د پلار) نيکه و.
په ۱۷۲۱ م کې د زمان خان مور د خپل ورور جلال خان سره په ملتان کې اوسيده. هغه وخت زمان خان په هرات کې پاڅون کړې و اوسدوزي پخپلو کې په جنگ و. ده خپل ټبرچې پکې د ده د مشرې ميرمنې زامن علي مردان او زوالفقارخان او دويمه ميرمنه زرغونه چې حامله وه، ملتان ته ورواستول. احمد خان په ۱۶۲۲ م کې په ملتان کې وزېږيدو او پلاريې په هرات کې ووژل شو. د زمان خان ټبر ترشپږو يا اوو کالو په ملتان کې پاتې شو.
خداداد خان د سلطان خدکه خان په نوم شهرت لرلو او درې زامن يې لرل چې کشر حيات خان په ملتان کې ” کړي حيات خان” نومې کلا او استوگنځايونه جوړکړي و. دشلمې پيړۍ تر نيماي دا خاې هم په دې نوم شهرت لرلو او سدوزي پکې ميشت و.
د ۱۷۶۳ م تر ۱۷۶۴ م پورې سيکانو په ملتان حملې کولې. د دوي په پرله پسې حملو کې د دې ښايسته جوماتونه او کورونه ړنگ شول. د سيکانو له خوا د دې ښار د نيولو هڅې څو وارې وشوې او اخر د ملتان حاکم مظفر خان سدوزي ورته څو ميلينه روپۍ ورکړې او ښار يې وژغورلو.
په ۱۸۱۸ م کې د سيکانو بيا ورباندې بريد وکړو او مظفر خان په جنگ کې ووژل شو. ښار او د دې کلا سيکانو چور کړل او په کلا کې دننه د څلورو سوو نه زيات کورونه دوي ړنگ کړل. د سردار مظفر خان ټوله شته مني رنجيت سنگهه واخسته. ملتان څه موده د سيکانو په لاس کې و چې انگرېزان راغلل او د کلا د نيولو لپاره يې ورباندې د توپونو گولې ورولې، ان تر دې چې پخوانۍ کلا ړنگه شوه. د دې دېرش د څار برجونه و او اوس هم يو ځاې پکې د ” خان ماڼۍ” نومېږي.
د کلا ځاې اوس د ښار يوه برخه ښکاري او زيات خلک په دې کې دننه جوړ د دوو صوفيانو زيارتونو له ورځي چې يو يې بهاو الدين زکريا او بل يې شاه رکن عالم نومېږي. دلته د کرکټ لوبغالې او د هندوانو پخوانې مندر هم شته او د انگرېزانو د دوو پوځيانو يادگاري څلې هم پکې جوړ دې.

د دې ښار سدوزي پښتانه اوس د پاکستان د ملکي او پوځي ډگر کې خدمتونه تر سره کوي. ځينې يې په پارسي خبرې کولې شي خو پښتو ترې هېره ده. په ښار کې خال خال دکانونو کې الکوزي او خوگياڼي پښتانه موندل کېږي چې سرايکي ژبه واي.

Ruknuddin s tomb
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۱۵ جولاي – ۲۰۱۳

Leave a Reply

Your email address will not be published.