Category: زمکه او اوبه

د کابل سيند

د اريايانو د رگ ويدا سندرو کې د “کوبها” سيند هم ستايل شوې دې. د سانسکرت “کامبوج” نه علاوه د يونان ” کابوره” د چينايانو ” کاوفو” . “کوفن او کوفيس ټول د کابل سيند لپاره کارول شوي توري دي. نور نومونه يې ” کارورا او کابورا” دي. يوناني ليکوال هيروډوټس دا سيند د کسپاتايروس […]

د کاپيسا روانې شگې

د کابل نه اويا کلوميټرشمال کی د کاپيسا ولايت يو کلې د “ريگ روان” په نوم شهرت لري. په دې کلې کی يوه کيسه مشهوره ده چې امام حنفيه غازي ( د حضرت علي زوې) د اسلام په دښمنانو کې راگير شو خو د تېښتې لاره يې نه موندله نو خداې ته يې دعا وکړه. […]

بند امير

د افغانستان په مرکز کې د هندوکش د غرونو واورې چې ويلي کېږي نو د کلکو تيږو په توږلو اوبو ته لاره وباسي. د ميلينونو کالو په اوږدو کې د اوبو مالگې چې کېلشيم کاربونېټ نومېږي د اوبو چاپېره دېوالونه جوړ کړي دي. اوس د هغو دېوالونو په منځ کې اوبه په پينځو لويو کاسو […]

کړه مار

د ايسپزو په خاوره سوابۍ کې کړه مار هغه نامتو غونډۍ ده چې د تاريخي اثارو سره سره د يوسف خان شېر بانو د مينې په کيسه کې هم ياد شوې دې. واې چې دلته يو سپين وړوکې مار موندل کېږي چې ځاي خلک ورته “کړه مار” واي او له دې کبله غر هم په […]

گندمک

په ۱۸۴۲ م کې د بريطانيې حکومت د خپلې خاورې نه په زرگونو ميله ليرې د يوې سيمې نوم واورېدو چې د دوي د تاريخ يوه نه هېرېدونکې کړۍ شوه. گندمک د انگرېز پوځ د مېړانې يو سنگر گڼل کېږي. د جلال اباد نه ۵۶ کلوميټر د کابل په زړې لارې يو وړوکې کلې گندمک […]

د نای کلا

د غزني ښار په سویل ختیځ کې ۳۰ میله په فاصله د کندهار په شمال او د ارزګان په ولایت کې شامله سيمه يو وخت ” وجيرستان نومېده او په لرغوني پېر کې د زابلستان برخه وه. دلته د لوړو غرونو څمڅې يا غارونه د لومړيو انسانانو د استوگڼې ځايونه و او شاو خوا دوه […]

سرزورې اوبه

دا اوبه د هندو کش له غرونو نه راووځي او شا و خوا ۴۸۰ کلوميټر مزل وهي. د افغانستان په ختيځ کې دا د کونړ له غرونو تېرېږي او خلک يې په هم دې نوم يادوي. خو دا واورينې اوبه شمال کې مخ په بره هم خېژي او نه سياسي پلې پېژني او نه ددې […]

د باړې سيند

په رگ ويد کی ددې اوبو نوم ” پرايي يو” و. دا نامتو اوبه د تيراه د غرونو نه راووځي او د اپريديانو د خاورې نه په تېرېدو د مومندو زمکې ته راځي. دلته دا سيند په ځينو ځايونو کې تر شپږو مټرو ژور وي. ددې په څنډو د خښتو د ودانيو نښې يې راته […]

آمو

دا سيند په اريايي ژبه کې ” وکشو” نومېدو چې خپله سرچينه نه لري بلکې د دوو نوروسيندونو” وخش” او “پنج” د اوبو په يوځاې کېدو جوړېږي. هغه دواړه سيندونه د پاميرترټولو لوړې څوکې نه راوځي. د اباسين په شان آموسيند هم څو نومونه لري. يو وخت به ورته ” گوزان ” وېل کېده. ساسانيانو […]