Category: کیسې

بې کچه مينه

هر څوک چې له حج يا عمرې راگرځي نو خرما او تسپې ارو مرو سوغات راوړي. څو کلونه وشول، چې زه دا تسپې راټولووم او دانو ته يې گورم. لکه د رنگا رنگ گلونو امېل ښکاري. د شيشې، لرگي اود پلاسټيک جوړ دا شنې، فېروزي، گلابي، ژيړې، سپينې، تورې، نسواري، نقرۍ او د بادامي رنگونو […]

د نړۍ بڼ

د زمکې په جنوبي کره کې په اوړي کې يخ او په ژمي کې گرمي وي. زه د اگست په مياشت کې جنوبي افريقه ته ولاړم نو ژمې هغسې سوړ نه و لکه چې مونږ يې لرو. د دې څلويښت ميلينه خلک په نهو صوبو کې ژوند کوي، يوولس رسمي سرکاري ژبې لري خو د […]

د لرگي کشتۍ

زمونږ کور يو وخت د سيند پر غاړه و او په تېرو څو کالو کې رانه ليرې شوې دې. زمونږ مشرانو به کشتۍ چلولې او د سوونو کا راهيسی ماڼگو له دی سينده خلک پوری راپوری وړي. ما سبق وېلې دې او د تېر يو کال نه کله يو او کله بل اېن – جې […]

په کتاب څه کوې؟

” دومره کتابونه؟” دا پوښتنه هم ده، ملنډې هم او زما په اړه يو ناڅرگنده شک هم. زه هيڅ نه وايم، بس يوه جبري موسکا زما ځواب او دفاع دواړه وي. خو د بل کس دا پوښتنه زما د زغم امتحان وي، ” تاسو په دومره کتابونو څه کوئ؟” زړه مې وي چې وې ترټم. […]

زال او رودابه

يو وخت د کابل باچا مهراب نومېدو چې د ضحاک نمسې و. ده د سيستان والي ” سام ” ته باج ورکوو چې د منوچهر باچا له خوا هلته حاکم و. د څه مودې راهيسې ” منوچهر” ورته امر کړې و چې د کابل صوبه دې هم د ده په سلطنت کې شامل کړې شي. […]

يونان

هغه کوم ملک دې چې د مېلمستيا نه وروستو خلک قابونه زمکې ته راخلاصوي او د ماتولو نه يې خوند اخلي؟ او هغه کوم ملک دې چې په لومړي ځل يې د اولمپک لوبې وکړې؟ بې شکه يونان دې چې د فلسفې، طب، پارليمان او د هنر اصل ټاټوبې گڼل کيږي. پخپلې ژبې کې دا […]

انځورگره

فوزيه ډېره ناهيلې وه…د خپل کور نه…ماشومانو نه او د مشين غوندې خپل ژوند نه چې نه يې څرخوونکې او نه چلوونکې يې ليدلې شو. د ځان په شان نورو ښځو نه يې پوښتنې کولې او ټولو ورته ويل چې د کور د ښځو ژوند هم داسې وي. د هغې لپاره دا د منلو نه […]

خوشاله شهزاده

دښارپه منځ کې په لوړې مينارې د يو شهزاده مجسمه ولاړه وه. خلکود مينې نه ورته خوشاله شهزاده وېل. مجسمه په طلاي پترو پوښلې، سترگوکې يې نيلم اود تورې په لاستي يوغټ او تک سور ياقوت خښ و. هرڅوک چې د مينارې څنگ نه تېريدل نو يوه شېبه مجسمې ته به يې وکتل، ددې ښايست […]

کيسه څنگه جوړيږي؟

يو وخت الوتکه د دوبۍ نه پيښورهواي دگر کې ښکته شوه اوپخپل ځاې ودريده. پښتانه دومره بې صبره وي چې هغه شيبه هيڅ خبره نه اوري. ما په خپل غوږوزي کې د پايلټ اعلان واوريدو چې د الوتکې يوه پايه تخنيکي ستونزه لرې ده نودا به په کومک وړاندې وړل کيږي. ما د کړکۍ نه […]

کتاب

“شاه صيب دا کتاب هم دا نن رارسيدلې دې” د سليم غږ د هغه پښې ونيولې او دې د کتابونو رېړې (کراچي) ته ودريدو. د ښار په دې لوۍ بازار کی ملک زرغون شاه به هره ورځ څه نا څه کار پسې راتلو. يو څو ځلې د کتابونو ډکې دې رېړې ته يې هم پام […]