شهزاده بهرام او ګل اندام په روم کې د یو باچا له واده ۴۰ کاله وروسته زوی وشو چې نوم يې بهرام و. شهزاده د سبق نه علاوه تکړه پوځیانو نه جنګي فنون ورزده کړل. د ۱۵ کالو په عمر کې باچا یو دربار کې ورته خلعت په غاړه او د ۶۰ زره پوځ مشر يې وټاکلو. پلار ورته نصیحت […]
طوطی د کړکۍ شیشې سره له ډېره وخته کړپ کړوپ روان وو. پرده مې راښکله نو یو شین طوطي یو خوا او بل خوا تلو راتلو. ما ښه شیبه ورته کتل او د ماشومتوب پیښه مې په زړه شوه. یو ځل ترور کره پنجره کې بند شین طوطي ته مې ډوډۍ ورکوله نو د ګوتې غوښه […]
د سوات اوپاله ډېر پخوا زمانه کې د سوات یو راجا “اوپالا” نومیدو. د ده نیکه جادوګر او طلسم ورته په میراث کې پاتې و. دی ډېر زوره ور و چې د خپل جادو په زور به د سوات په دوره د لرګي په “پالکۍ” کې هوا کې الوتلو. داسې روایت و چې د هغه نیکه یوه اسطوره […]
کوشیر سوچا (چیني) لوښی به مات شو نو ښځو به سمبال ساتلی و. په کوڅه کې به یو سړي کله نا کله “کوشیر” ناره کړه نو ښځو به کار پریښود او د کور له یو ګوټ نه به يې مات چینک- پیاله –کاسه یا غورۍ را وویستل. په ماشومانو کې به نر هغه و، چې دغه […]
امیر او پیر امیرعبدالرحمان ته چا خبرو یوړو چې د بتخاک حضرت صیب خلکو ته لنګر ورکوي. امیرسره پوښتنه پيدا شوه چې د دې لګښت د کوم ځای نه پورا کوي؟ په هغو ورځو کې خلکو به په پټه کیمیاګري د لارې سره زر جوړول او امیر شکمن شو چې یا خو ملا کیمیا ګر دی او یا […]
د هنډ بودا په یو باراني ورځ “هنډ” ته ورغلم چې د لوی لارې (موټروی) نه اباسین په لور ۶ کلومیټر سړک ورته جوړ شوی دی. په هنډ کلي کې شا وخوا ۶۰ کورنو کې اوس هم خلک میشت دي. د دوی پر زمکو تماکو او شړشم کرلي وو. د غټو تیږو دېوالونه ۲ زره کاله پخواني دي […]
ګل او صنوبر د ختیځ د یو ملک باچا ۷ زامن لرل. تر ټولو مشر شهزاده الماس ځنګل کې ښکار په وخت یوه ښکلې هوسۍ ولیده. هغه غوښتل چې هوسۍ ژوندۍ ونیسي نو خپل اس يې ورپسې خوشې کړو. دی د خپلو ملګرو نه بېل شو او یو ځای يې د اوبو چینه ولیده نو هلته ایسار شو. […]
تاواني پلاو هغه وخت زمونږ تر ټولو لوی ارمان سینما ته تلل وو. د کلی محلت ښځې به یوځای شوی، ټانګه کوڅې ته راغله او ټولې به له کورونو په تورو بورقو کې پټې، په هیړه را ووتلې. ټانګه به ډکه شوه او دوی به لاړې. کله کله به مور مې د خپلو خویندو سره سینما ته […]
ملا محمد جان او عایشه د افغانستان شمال ته د مزار شریف د زیارت لپاره تلونکي یوه سندره زمزمه کوي. بیا که بریم به مزار ملا مامد جان سیر ګل لاله زار وا وا دلبر جان د لوی خراسان تمدن په ۱۵ او ۱۶ میلادي پېړیو کې تیموري ټبر له خوا پیاوړې شو. د سلطان حسین مرزا بایقرا،(۱۴۳۸- ۱۵۰۶م) د […]
فتح خان رابعه وایی چې پخوا زمانه کې د قندهار یو حاکم اسلم خان نومیدو. دی ډېر شته من او سخي مشهور و. خو اولاد يې نه پایدو نو ځکه هر وخت به غمژن و. د خدای کارونه چې یوه ورځ د کلا په دروازه يې یو پقیر خیرات وغوښتو نو د حاکم په غم خبر شو. هغه […]