شیندلی روپۍ


د واده په بلن لیک ۶ بجې وخت لیکلی و او زه لا هم په لاره وم. د شپږو نه نیمه ګېنټه تیره وه او ځان سره مې کرل ریبل چې کوربانه ته به څه وایم؟ د کور نه وتل هم پوره غم وي…ماشومانو ته ډوډۍ تیاره کړه،… المارۍ قلف کړه… د ناوې تحفه په رنګین کاغذ کې نه وه پټه شوې. خیر په منډه منډه هال ته ورسیدم نو هلته هیڅوک نه وو. زما په ګړۍ ۷ بجې وې خو د کوربه او د میلمنو درک نه و. اوس ځان ته په قهر وم چې ولې دومره وار خطا وم… خلکو به راته ویل چې ” که په کارډ ۶ بجې وخت لیکلي وي نو ته به ۸ بجې ورځې. هیڅوک په وخت نه راځي” خو زه ټول عمر، په هم هغه وخت ځم چې په کارډ راته لیکلي وي. د ځان د مشغولا لپاره مې د سټیج عکسونه واخیستل چې یوې خوا ته يې د موسیقۍ الیکټرانیک آلات پراته وو. ورسره د ویډیو کیمرې، مایکروفون او د سیلابي رڼا ګانو تور ډبلي قطار وو. یو ځوان په کرسۍ داسې ناست و، ته به وای د یو فلم ډایریکټر و او غوږوځی يې لګولی، د “کي بورډ” تڼۍ يې ښکته پورته کولې. لږ وراخوا یو وړوکي جنریټر پروت او په تور پتلون او سپین کمیس کې تنکي ځوانانو، کله مایکروفون او کله د تارونو په سمولو اخته وو.
ورو ورو میلمانه راتلل او په خپلو ځایونو کیناستل. ما ځینې خلک ډېره موده وروسته ولیدل او هغوی سره په خبرو کې اندازه راته و نه شوه چې هال څه وخت ډک شو. اخر د موسیقۍ په لوړ غږ کې ما د چا خبره نشوه اوریدای نو په یوې کرسۍ کیناستم. ځوانو جینکو اتڼ کاو او د دوی رنګینو جامو، رڼاګانو او مستې موسیقۍ، په خفه زړونو ملهم کیښودو. ماشومانو پکې ځان له منډې ترړې وهلې او کله نا کله به یو ماشوم پسې مور وځغستل. بیا د “ورا” ښځې د ډول او صرنا په غږ او د پټاخو په ډزو کې هال ته رادننه شوې. په نڅا کې لا زور او زړونو کې ولوله پیدا کیده. ناببره یوې ښځې د ګډیدونکو جینکو په سر روپۍ وشیندلې. بیا خو لکه چې سیالي شروع شوه او هر چا د خپل جیب او د بټوې خله پرانسته. دا تماشه لا روانه وه چې شاه ځلمی د خپلو ملګرو سره رادننه شو. د سر د پاسه يې ورته د بنارسۍ څپر نیولی و او یو کس د ۵۰ او ۱۰۰ روپو نوټونه هوا کې بادول. د ډول او صرنا د ډلې دوو ماشومانو دا نوټونه له زمکې راټولول. هم هغه وخت میوزیک ډایریکټر خپل غوږوځی لیرې کړو او ډېر په غرور، ډولکي مار ته يې وویل چې ماشومان به نوټونه نه اخلي. سازونه بند شول او نزدې وه چې په شیندلو پېسو جنګ نښتې وای خو د کوربه زوی، ډول او صرنا ډلې ته اجازه ورکړه چې تر څو دوی موسیقي غږوي نو د میدان پېسې به هم راټولوي. لږ وخت پس ډول صرنا بند شول او د شیندل شویو پېسو بیګ سره له هال ووتل. ډایریکټر بیا د “یو ټیوب” سندرو په غږولو لاس پورې کړ او د شاه ځلمي سره بدرګه سړي هم لاړل نو ښځو بیا نڅا پېل کړه. د پېسو په باران کې لږ کمی راغلی و خو بیا هم د چا نازولی جینۍ د سر نه به مور یا ترور پېسې تاو کړې. یو د ۱۲ یا ۱۳ کالو عمر ماشوم ته مې پام شو چې یوې خوا ته ولاړ و. هغه به د نڅیدونکو جینکو شا و خوا له زمکې به په مهارت نوټونه راټول کړل. بیا دا به يې د ډایریکټر لوري ته یوړل چې هلته یو ځوان په لوی بیګ کې وغورځول. د ۲۰ روپو یو نوټ زما پښو ته ولویدو نو ما له زمکې واخیستو او د هغه ماشوم په لاس مې کیښودو. دده په مخ خولی راماتې وې او په تورو غټو سترګو کې یواځې مایوسي او غم ښکاریدل.
د پېسو د شیندلو دا رواج زما له شروع بدي شي خو اوس مې لا ترې کرکه کېږي. ولې دا ټولې پېسې خلک هغه بیګ ته نه اچوي چې ډایریکټر سره پروت و؟ ولې په دومره زلالت د خلکو په سرونو شیندي؟ دا ځان ښودنه به کله ختمېږي؟ پښتنو تعلیمونه وکړل، ډګریانې يې واخیستې خو د سړیتوب لاره يې خپله نه کړه.
د ډوډۍ اعلان سره نڅا ختمه شوه او ډایریکټر خپلې ډلې سره بهر لاړو. ما د میلمنو او پخوانو ملګرو سره ستړي مه شي او حال احوال کې د قاب ډوډۍ هم سمه نشوه خوړی. بیا د لیرې میلمانه کورونو ته روانیدل او د ناوې او شاه ځلمي خپلوان، د سټیج نزدې راټول شول. په لویو کیمرو د دوی عکسونه جوړیدل، ډایریکټر اوس د مینې سندرې غږولې او یو ځوان نه علاوه نور کارکوونکي يې ورک وو. ما هغه ماشوم بیا ولیدو چې تور پریړ کیبل (تارونه) يې په لویو څرخونو تاوول. هغه ځوان ورته په لوړ غږ وېناوې کولې ځکه د هغه خیال و چې څوک ورته متوجه نه وو. ” د ۱۰۰ نوټونه خو درنه “ډمانو” یوړل…تا هغه وخت ک… ورکوله؟ حرامي… درته مې څو ځل ویلي دي چې روپۍ په هوا کې نیسه…خو ته د ښځو سیل کوې.” ماشوم ورته څه وویل خو غږ يې ټیټ و او زه پرې پوهه نشوم. ځوان په قهر وویل. ” ستا کومه مور پکې ګډیده چې وړاندې نشوې تلی؟” زه دوی ته نوره نزدې شوم او ځوان مخ تاو کړو نو زه يې ولیدلم. سر يې وګراو او په هسې کار بوخت شو. ماشوم د خپلو سترګو اوښکی په لستوڼي پاکول او د تارونو څرخ ته متوجه شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.