د آنند رام مخلص تاریخ

په ۱۹ پېړۍ کې انګریزانو د هند نه لوی شمیر کتابونه برطانیې ته یوړل. په تیرو ۲۰۰ کالو کې دغه په لاس لیکل شوي اسناد، انځورونه او لیکونه د ګوتو په شمېرڅو څېړونکو لیدلي او ګټه يې ترې اخستې وه. اوس په برټش لایبرېري کې پروت “ډېلي پرشین کلکشن” د ډیجیټل کیدو نه وروسته د […]

د سلیمان غرونه

د هندوکش غرونو جنوبي لړۍ زابل، کندهار، پکتيا، وزيرستان، ډيره اسمعيل خان، شمالي بلوچستان او د پنجاب جنوب لويديځ پورې غځيدلې دي. دا جنوبي غرونه د پکتيا شمال نه د ګرديز شمال ختيځ کې د سپين غر سره يو ځاې شي. د غرونو دغه لړۍ “کوه سلیمان” نومېږي چې هره څوکه يې خپل نوم لري. […]

د کیرالې قتل

په ۲۰ اپریل ۱۹۷۹ م د کونړ ولایت د کیرالې کلي ۱۲۶۰ بې وسلې کسان د ملي پوځ له خوا ووژل شول. کیراله (کي+راله) چې ځینې خلک يې اوس “کرهاله” او “کیرهاله” لیکي، د هندوکش په لمنه کې د کونړ سیند د یوې څانګې په اوبو خړوبېږي. دغه کلي نه یوه پخوانۍ لاره د “رغنۍ” […]

رام تخت

په هند کې د امرنات غار نه وروسته د سوات د ایلم غر تر ټولو لوړه څوکه رام تخت د برهمني دین یو سپېڅلې ځای ګڼلې شي. د زمکې نه ۹۲۰۰ فټ لوړ دغه غر د “جوګیانو سر” په نوم هم مشهور دی. هندوان باور لري چې د دوی سپیڅلې مشر رام چندر جي ۳ […]

د هرات شیشه

له ۲۰۰۴ م راهیسې زه د هرات د نیلا شیشې ګیلاسونه، لوی کاسې، ګلدان، فیروزي چیني دان او شیردان، وړې پیالې او دغسې نور توکي اخلم او ملګرو ته يې ډالۍ کووم. دغه لوښی چې پکې بوړبوړکۍ ښکاري، ځانګړې وي. شیشه د تیږې د زمانې انسان هم پیژندله ځکه دا د اورشیندي غرونو په لمنو […]

چیلم

د پښتنو حجرې د چیلم نه بغیر نیمګړې وي. د چیلم توری د هندي نه نورو ژبو ته کډه وکړه. په اصل کې خو چیلم د چرسو لپاره کارول کېدو. سادهوانو او لغړو به د نیچې (نچې) په یوه ټوټه په سکاره ایښي د بنګو دانې یا د چرس لوګی به خلې ته (کش) راښکلو. […]

د نارنجي جنګ

په مې ۱۸۵۷ م کې د هند د میرټ په چاوڼۍ کې د هندي عسکرو بغاوت انګریزانو له خوا د “غدر”(میوټني) په نوم یادېږي. هغه محال برطانیې په نوښار او مردان کې خپلې چاوڼۍ جوړې کړې وې خو د پښتنو سیمې لا هم د دوی په کنټرول کې نه وې. که افغانستان غوښتلې نو په […]

چیني خانه

پخوانیو کورونو د کوټې په یو دېوال کې طاقچه ارو مرو جوړېده. هغه وخت د میز، کرسۍ یا د الماریو رواج هم نه و. د کور څو لوښی او د شپې رڼا لپاره ډیوه به په دغه طاقچه کې ایښودل کیده. د چین د خاورې لوښي ” چیني” او په انګریزي کې “چاینا” نومیدل. هلته […]

نیمګری انځور

د لنډو کیسو دغه لومری غونډ مې په ۱۹۹۹ م کې دانش کتاب خپرنځي له خوا چاپ شو. د پښتۍ انځو ورته ښاغلي ویس الدین غیاثي جوړ کړی و. د دې کتاب ځینې کیسې د ۱۹۸۴ م په وروستیو کې مې په یوې کاپۍ کې لیکلې چې وروسته رانه په کتابونو کې ورک شو. یو […]

کوورې یا کوورے

پنځوس کاله پخوا د پیښور د میوې په دکانونو کې به کله نا کله د شنو په شان یوه میوه ښکاره شوه چې کابل نه به يې راوړې وه. د چڼو په شان دغه ترخه او بې خونده میوه “کوورې” نومیده. کوورې د یورپ په بازار کې په مالګینو اوبو کې په بوتلو کې د […]