آريایي نقشونه د افغانستان د لارې هند ته د اريایي خلکو د کډ والۍ خبره ځينو ته د منلو وړ نه ده ځکه د دوی له خوا څه نښې نه دي پاتې شوي. خو په ۱۹۷۸ م کې د چين او د پاکستان تر منځ د قراقرم د لویې لارې د جوړېدو پر مهال په تېږو عجيبه […]
دويمه کليزه د دې پاڼې يو لوستونکي راته خبر راکړو چې په وړوکوالي کې کله چې ښوونځي ته تلو نو په لارې یې د یوې غونډۍ په ډډې کې يې پخوانۍ سکې موندلې. د يوې سکې عکس يې په ايميل کې راواستوو. بيا يې د بودایي دورې د يوې مجسمې عکس راته راولېږلو. مشوره مې ورکړه چې […]
هجري شمسي او قمري اسلامي مياشتې د سپوږمۍ ( قمر) د نوي کېدو سره سمون خوري چې يوه مياشت يې د ۲۹ يا د ۳۰ ورځو وي. د کاليزې يا د کلينډر پېل يې د اسلام د پېغمبر حضرت محمد (ص) د مکې څخه مدينې ته د هجرت سره سمون خوري. ځکه د هجري کال په نوم يادېږي. حضرت […]
مهابت خان په مغل هند کې د مهابت خان په لقب دوه شخصيتونه دي چې يوه يې پلار او بل يې زوې و. د لومړي مهابت خان اصل نوم زمانه بيګ و او پلار يې غيور بيګ کابلي نوميدوچې د اکبر باچا د ورور ميرزا حکيم سره په پوځ کې ملازم و. په ۱۵۸۵ م کې غيور […]
ګاڼۍ او ګوړه ګوړه په سانسکرت کې خواږه غونډاري ته وایي. همدغه توري د هند په لويه وچه کې نورو ژبو ته کډه وکړه چې ګړ، ګوړ،جګري او ګجک شو. تر اوسه معلومه نه ده چې انسان کله د ګنو نه اوبه وزبېښلې او ګوړه يې جوړه کړه. خو دا کار د افريقا او د اسيا په لویوچو […]
د زبيده نهر اوس مکې ته تلونکي حاجيان په دې دښته کې د اوبو د کمښت احساس نه کوي، خو يو وخت دلته د زمزمو د چينې نه علاوه بل ځای اوبه نه پېدا کېدې. په منا، عرفات او مزدلفه کې د اوبو هيڅ بندوبست نه و او خلکو به کله کله د سرو زرو په بيه اوبه […]
د ډيورنډ کرښه د نولسمې ميلادي پېړۍ تر پایه انګريزان د افغانستان سره په دوو جنګونو دې نتيجې ته ورسېدل چې هغوی دا سيمې نورې نشوې کنټرولولې. دوی د امير دوست محمد خان (بارکزي) نمسي او د افضل خان ۵۰ کلن زوی عبد الرحمن حکومت په رسمي توګه ومنلو چې په ۱۸۸۱ م کې د افغانستان واکمن شو. […]
جوجي او حبیب ” حبیب د سودا خلتې، پخلنځي ته یوړې او هلته د شنو مرمرو په لویه تخته يې کیښودې. هلته بي بي صاحبه انغري ته ولاړه، ایشیدلي پالک يې له اوبو ویستل او یوه سندره يې زمزمه کوله. ” بي بي ما ته ټاچ والا موبايل واخله.” هغه حیرانه شوه، ” ټاچ څه وي؟” حبیب لږ […]
خدایه ، چنګيز وبښې په دغه لوی کلي کې ، په دغه لوی کوګل کې ، زړه دریدلی دی خوځون نشته .. دلته باران وریږي ، دلته شبنم ګوره دګل پربستر ، دشوګیرونو دتورتم دتروږمۍ له لاسه ، په رڼايی رڼايی ، چا ته زخمي زخمي دردونه کله ، لکه دحق دکتاب غوندي غوړولی نه شي ، پردغه لوی […]
د ګندهارا مجسمې هېڅوک په باور دا نه شي ويلې چې په درېيم ق م پېړۍ کې د افغانستان شمالي سيمو ته د تبت د لارې بودایي راهبان ورسېدل نو هلته د يوناني اسطورو “زيوس” او د “اتينا” مجسمې نمانځل کېدې که نه؟ د بودا منونکو لپاره دا يو لوی چيلنج و چې خپل خدای خلکو ته وروپېژني، […]