رجړومه

رجړومه جوړه د یارۍ کړه پکې رانجه د مینې واچوه مئینه رجړومه څو نور نومونه هم لري چې رنجومه، رنجونۍ یا لجرومه پکې عام دي. دا په لاس جوړه هغه وړه کسوړه ده چې رانجه به يې پکې ایښودل او د لرګي سلای ورسره په یو تار ګنډل شوې وي. ځینې خلک رجړومه په سرمه […]

د شهباز ګړې ډبرليک

د دريم ق.م پېړۍ د هند نامتو باچا اشوکا په امر د بودا تعليمات په لويو ستنو او تيږو کنده او د لويو ښارونو د کاروانونو په لارو لګېدلي وو. د هند د لوې وچې په نهو دېرشو ځايونو کی چې د افغانستان ځينې برخې هم ورسره وې، دا ليکنې رابرسېره شوې. د شهباز گړې […]

مصنوعي خبرونه

یوې ملګرې راته په فون کې ټیکسټ را ولېږلو، ” څو ورځې د مخه په عراق کې د کنستون په وخت د نمرود او د ده د میرمنې مړی رابرسېره شول. په مړو ۳۵ میلینو ډالرو ګاڼې پرتې وې. د عبرت نښه.” د خبر سره عکس هم و. ما ورته ولیکل چې دا مصنوعي خبر […]

میږتون

د خټو خانک چې پکې یوه بله ګول کاسه جوړه وي، میږتون نومېږي. پخوا چې فرج (یخچال) نه و، د شپې پاتې لاوڼ، غوښه او نور خواړه د بلې ورځې لپاره ساتل ګران کار و، ځکه مېږي به ورته وختل. نو په میږتون کې به يې اوبه واچولې او په منځ کاسه به يې د […]

پښین

له کوټې ۵۰ کلومیټر شمال کې د کوږک غره په لمنه کې پښین (پشین) د قافلو د دمې ځای و. په ۱۸۷۲ م کې هنری بېلو د یوې ډلې سره مله و او د پښین په اړه وايی چې، “د دې څلورمه برخه زمکه د سیدانو په لاس کې ده. دوی ډېر پخوا دلته میشت […]

الیګذانډرکننګهم

وایکریتا(وردګ) اراکوزیا، هوسینا (غزنی) فولوشا (پیښور) او داسې نور نومونه د ۱۸۷۱ م “د هند لرغونې جغرافیه” کتاب کې په لومړي ځل خپاره شول. د دې لیکوال الیګزانډرکننګم د شلمې پېړۍ تاریخ لیکونکو ته یوه مهمه سرچینه پریښوده چې تراوسه يې څارې نه لیدل کېږي. الیګزانډر په ۳ جنوري ۱۸۱۴ م کې سکاټ لينډ کې […]

د پیښور دارالعلوم

خلک يې د اسلامیه کالج په نوم پېژني چې بنیاد يې په ۲۱ مارچ ۱۹۱۲ م د ترنګزو حاجي صیب کیښودو. پښتونخوا په ۱۹۰۱ م د پنجاب نه بېل یوه صوبه (سرحد) شوه. هغه وخت د دې په پیښور کې یو “ایډورډز” کالج و او د لوړو زدکړو لپاره به ځوانان د هند نورو سیمو […]

امیر او فری مېسن

د لندن په مرکز کې د “فریمېسن ګرینډ لاج” د میوزیم په یوه المارۍ کې د قران پاک یوه کاپي پرته ده. د دې په دوېمه پاڼه د افغانستان امیر حبیب الله پخپل لاس لیکلي دي چې د قران په زیارت مشرف شوم. ورسره د فروري ۱۹۰۷ م نیټه ثبت ده. په دغه(دوېمه) نېټه په […]

شهید ګنج جومات

د لاهورختیځ کې یومیدان پخوا راهیسې د اسونو منډۍ او څنګ کې يې بازار و. په ۱۷۲۲ م کې دلته د لاهورکوتوال عبد الله خان د سو جومات جوړولو تابیا وکړه. یو مهندس فلک بیګ خان د دریو ګومبدو او ۵ محرابونو جومات سره یوه مدرسه، د میوې باغ او کوهی هم جوړ کړل چې […]

سمنک يا سمنو

د لمريزكال په وروستى شپه (۲۰ مارچ) د افغانستان په ډېروسيمو کې ښځې د سمنو ميله کوي. په يو کور کې ډېرې ښځې راټولې شي، غټ ديګ يې په اورايښي وي چې سمنو پکې پخېږي او هر څوک پخپل وار يې په څمڅۍ لړي. د مارچ د مياشتې پېل سره افغانستان، ايران او د مرکزي […]