یوې ملګرې راته په فون کې ټیکسټ را ولېږلو، ” څو ورځې د مخه په عراق کې د کنستون په وخت د نمرود او د ده د میرمنې مړی رابرسېره شول. په مړو ۳۵ میلینو ډالرو ګاڼې پرتې وې. د عبرت نښه.” د خبر سره عکس هم و. ما ورته ولیکل چې دا مصنوعي خبر دې خو هغې نه منل.
د سوشل ميډیا د پرمختګ سره یوه ګټه دا وشوه چې هر څوک هر ځای خبر ترلاسه کولې شي. خو ورسره داسې خلک هم ډېر شوي دي چې مصنوعي خبرونه جوړوي. د “فوټو شاپ” او نورو پروګرامونو له لارې یو ماشوم هم خبر جوړولې شي. یو چا د هندي ایکټر امیتاب بچن د روغتون پخوانی عکس واخستو، د زوی او انږور د غمژنو څېرو سره يې یو ځای په فیسبوک خپاره کړل.
د مصنوعي خبرونو جوړونکي په انساني خصلت پوه دي چې نوي او هېښوونکې پیښې ته ژر پام ګرځوي. د خبر د باوري کولو لپاره ورسره د لویو سرچینو لکه بي بي سي، نیویارک ټایمز او داسې نور نومونه ولیکې. زیات خلک په دغو نومونو وغولېږی او هغه خپلو نورو ملګړو ته واستوي. داسې خبر کله کله د یو ټیلیفون نه بل ته کال یا دوه کاله سفر کوي.
ځینې خلک د انسان د مذهبي عقیدې د کمزورۍ نه ګټه اخلي. د ترور لور په پوسټ مې یو تصویر ولیدو چې “دا د حضرت عایشه (رض) قبر دې. درود شریف پرې ووایئ او د ثواب ګټلو لپاره يې ” شېئر” کرئ.” هغې ته مې کمنټ کې ولیکل چې دا پوسټ لیرې کړه… د ثواب په ځای به د دروغو عذاب وګټې. خو نه يې منل… اخر مې ورته کال وکړو چې د حضرت عایشه (رض) قبر د مدینې په جنت البقیع کې دی. هلته ټول قبرونه د خاورو دي او شناختې نه لري.
هم دغسې یو بل پوسټ کې د “ډاینوسار” هومره انساني هډوکو ته څلورکسان ناست دي لکه چې تازه يې له زمکې رایرسېره کړې دی. دا پوسټ څو لوستو کسانو، چې ما پېژندل یو بل ته استولې و.
پوښتنه دا ده چې د مصنوعي خبر جوړونکو ته پرې څه ګټه رسېږي؟ نو بې روزګاري، ډیپریشن او په نشو اخته ځوانان د ژوند نه د تیښتې لپاره دغه مشغولا ته لاس اچوي. د عکسونو نه علاوه داسې لیکنه هم جوړېږي چې ورسره د نامتو ادیبانو نوم لیکلې وي. فیسبوک اوس د مصنوعي او د دروغو یا غلط خبرونوتر ټولو لویه سرچینه ده.
نو یو ژورنالسټ به مصنوعي خبر څنګه پېژني؟
د دې څو لارې دی. لومړی د عکس مشاهده پکار ده. لکه د نمرود ښځې ګاڼې نوي ښکاري…هډوکي وراسته شول خو د غوږ والۍ ورپورې نښتې ده. ځینې فوټوشاپ عکسونو کې رنګونه توپیر لري. دوېمه دا چې که د یوې باوري سرچینې نوم لیکلې وي، نو د هغه ویب پاڼې نه معلومات ترلاسه کیدې شي. د امیتاب بچن او دغسې نور مشهور کسان خپل ټویټر او نورې پاڼې لري. په ګوګل کې هم معلومات پېدا کېږي.
ترټولوغوره خبره دا چې د عجیبه او غیرعادي عکسونو په لیدو، له ځانه پوښتنه وکړئ چې ایا دا کار څومره امکان لري.
ژورنالیسټ ته د نورو ټولو نه زیات د پوهې (کامن سینس) ضرورت وي.
صفیه حلیم
د خپرېدو نېټه- ۱۸ اپریل ۲۰۱۷ م