ټوله شپه د سفر نه وروسته سهار بېجنگ ته ورسېدو او مازديګر د سيلانيانو د يوې ډلې سره د تينانمېن مېدان ته ورغلو. د نومبرهوا دومره سړه وه چې په دوو جمپرونو او د څرمنې په جېکټ کې هم رېږديدم. د چين د انقلاب هغه لوی ميدان د پخواني شاهي ښار مخې ته جوړ دی […]









