سرخاب په ماشومتوب کې به مو اوريدل چې فلاني ته څه د سرخاب وزره لګيدلې ده؟ سوچ به مو کوو چې دا به هم لکه د هما يو خيالي مارغه وي. خو سرخاب د زرکې د ټبر يو ښکلې مارغه دی. هسې خو د زرکې ۳۰ نه زيات قسمونه دي خو نر سرخاب يې تر ټولو […]
يورپي کېلينډر يا جنتري ورځ او شپه په ۲۴ ساعتو کې د ويشلو کار په لومړي سر کې د بابل سوميريانو په ۴ ق م پېړۍ کې وکړو. لومړۍ جنتري يا کېلينډر په ۵۳۵ ق م کې د روم د سلطنت له خوا جوړ شو چې ۳۰۴ ورځې او ۱۰ مياشتې يې لرلې. لومړۍ مياشت يې مارچ وه. په […]
دوندی خان دا انځور په ټوکر جوړ او د هند په مراد اباد کې يو کس حيات النبي سره خوندي دی. هغه دعوا کوي چې دا د روهيله پښتنو نامتو پوځي سالار او نواب دوندې خان څېره ده. دوندې خان د حافظ رحمت خان د تره زوی، په خټه برېڅ او د پښتونخوا د صوابۍ نه روهيلکهنډ […]
د اس قرباني د اريایي عقيدې له مخې پر زمکه يو لوی طوفان راغلو او د شاربلو سمندرونو له تل نه يو سپين اسوا (اس) راوتلو چې دوه وزرې يې لرلې. د ديوانو باچا “اندرا” دا اس جنت ته يوړو، وزرې يې ترې پرېکړې چې پر زمکه پاتې شي او دا يې انسانانو ته ډالۍ کړه. په سانسکرت […]
د ټيکسلا ارواح د سرکپ په جنوب کې د “کنال سټوپا” سره د شهزاده کنال یوه دردونکې کيسه تړلې ده. د هغې میرې مور په دروغو یوه حکمنامه د ده له پلار خوا نه ور واستوله، چه د کنال سترګې دې وباسې. نو کنال ورته ووئېل چې که دغه زما د پلار امر وې نو عمل دې پرې […]
راحت زاخيلي د پښتو نثر او د ژورناليزم پلار راحت په پښتونخوا کې د انګريز د واک پر وخت را لوی شو. په ۱۸۸۴ م کې د نوښار په زاخېلو کلي کې د سيد فريح الله خپل زوی ته سيد رحمت الله نوم کېښودو. د سيدانو په دی ټبر کې ماشوم رحمت الله لومړنۍ زدکړې د پلار […]
هريرود د هرات سيند چې ولس ورته هريرود وايي، هندو کش د کوه بابا له سرچينې راووځي. دا اوبه لومړی د غور په درو کې بهېږي او د جام مينار سره روانې وي. د هرات ښار په جنوب کې د زمکو د خړوبولو نه وروسته د سيند مخه شمال لويديځ ته شي او هلته د افغانستان […]
پشکارا ساني په لرغوني ګندهارا کې ۶۴ ژبې ويل کېدې. د عيسوي پېړۍ نه سل کاله پخوا د پاکستان شمال او د افغانستان ختيځو سيمو کې د دغو ژبو نه يوه اوس لرغونپوهانو “پشکارا ساني” نومولې ده. دا ژبه تر یوولسمې عيسوي پېړۍ هم د پښتنو په سيمه کې ويل کېده چې د ګچ او د تيږو […]
کاکا صيب د شيخ رحمکارمقبرې چاپېره په بې شمېرو کوټو کې د ده د ټبرغړي خښ دي. په قبرونو يې پلاسټيکي ګلدستې ايښې وې او منجاورد مالګې شکرانه راټولوي. د ده په عرس څراغونه بلېږي، ميله کېږي او يو وخت خو پکې جوار ګرهم راټولېدل. خو د شيخ رحمکار ژوند له دې هر څه فرق و. د […]
لاجورد دا تيږه قيمتي نه ده خو د خپل نيلا رنګ لپاره شهرت لري. لرغونو انسانانو د رنګينو تيږو په ميده کولو سره، نسواري او شنه رنګونه جوړول خو په ډېرو تمدنونو کې نيلا رنګ چا نه پيژندلو. دا چې انسان دا تيږه څنګه او کله وموندله، څرګنده نه ده خو داسې نښې نښانې شته چې […]