زال او رودابه يو وخت د کابل باچا مهراب نومېدو چې د ضحاک نمسې و. ده د سيستان والي ” سام ” ته باج ورکوو چې د منوچهر باچا له خوا هلته حاکم و. د څه مودې راهيسې ” منوچهر” ورته امر کړې و چې د کابل صوبه دې هم د ده په سلطنت کې شامل کړې شي. […]
د نای کلا د غزني ښار په سویل ختیځ کې ۳۰ میله په فاصله د کندهار په شمال او د ارزګان په ولایت کې شامله سيمه يو وخت ” وجيرستان نومېده او په لرغوني پېر کې د زابلستان برخه وه. دلته د لوړو غرونو څمڅې يا غارونه د لومړيو انسانانو د استوگڼې ځايونه و او شاو خوا دوه […]
زنداني نمبر ۱۵۵۵۷ د فروري په اتمه ۱۸۷۲ م په هند کې د انگرېزانو تر ټولو ستر استاځې ( وايسراې) لارډ ميو د شپې اته بجې ووژل شو. د ده قاتل يو اپريدې پښتون شېر علي په تورو اوبو کې بندي و. دې وژنې د بريطانيې په استعماري هند کې چار واکي ولړزول. خو دوي تر وروستيو څرگنده […]
برمکيان ميلادي کال ۷۲۵ کې عرب مسلمانانو د افغانستان په شمال کې د بلخ په ښار کې خپله لومړۍ چاوڼۍ جوړه کړی وه. هغه وخت د ” نوبهار” بودايي معبد لوې مشر ” پارموکهه” په لقب يادېدو. د کوريا يو بودايي راهب “هوي چاو” په ۷۲۶ م کې د چين نه په سمندري بېړۍ کې هند […]
د حافظې نيمگړتيا په ۲۰۰۵ کال کی زه د بي بي سي د ځينو همکارانو سره د کندوز نه سړک د لارې تخار ته ولاړم. زمونږ د سفر وسيله د هغه ځاې يوه عادي ژيړ رنگ ټېکسي وه چې چلوونکې يې د سيمې د ټولو لارو نه خبر و. ماځيگر د بېرته تگ پر وخت ډريور ووېل چې […]
د مونټې کرسټو نواب- خلاصه کاونټ اوف مونټې کرسټو د فرانسوي ژبې ناول دې چې اليگزانډرډوما په ۱۸۴۴ م کی وليکلو. کيسه د فرانسې او د اطاليې ترمنځ د مېډيټرېنيا په جزيرو کی د اوسيدونکو ژوند ښايي او د بدل، انصاف او د مهربانۍ داسی داستان دی چې تلوسه رازيږوي. اليگزانډر ډوما پخپله د نولسمې پيړۍ په سر کی يوې […]
د پېښوربنسټ د شلمې پېړۍ په وروستۍ لسيزه کې د صوبه پښتونخوا دهغه وخت والي د پيښورښارد گورگټري په سيمه کې د يو تفريحي پارک د جوړولو هوډ وکړو. د پوهنتون استادانو او د ښار مخه ورو په دی اعتراض لرلواو د پېښورځينو روڼ اندو، د والي سره وليدل چې ددې کار نه يې منع کړي. والي، […]
د هندوستان پښتانه – مالير کوټله دا کتاب د يو ټبر داستان دې چې مشر يې د سلېمان له غرونو پنجاب ته کډه شوې و. په ۲۰۰۳ م کې د دې سيمې د پښتنو سره د ليدو په وخت خبر شووم چې ددوي نيم نه زيات خپلوان پاکستان ته تللي دي او زيات يې په لاهور کې مېشت دي. په ۲۰۰۸ […]
د غزني دروازه د هند د اگرى په ښار کى د پخوانى مغليه انگورى باغ ته مخامخ په يو کوټه کى هغه دروازه اېښى ده چى په نولسمه پېړۍ کى د انگرېزانو په امر د محمود غزنوى د مزار نه جاټ سيکانو را شوکولى وه. په هند کې خلک اوس هم ورته د سومنات دروازه وايي. دا دروازه […]
لرغون پوهه سوداگر د ۱۸۳۳ ميلادي کال په پېل، د کابل د ختيځې څنډې د کوه تخت شاه په يوه کلا کې اخوند هدايت الله اوسيدو. د ده زامن چارلس مېسن نومي يوه انگريز سره اشنا شول چې لرغوني توکي ورته په زړه پورې وو. يوه ورځ دی يې د خپلې کلا يوه تاک ته بوتلو چې د […]