زما ژوند او ژوندون ( ۲۴)


یوه ورځ عبد الصمد خان په دوبي ګاټ کی و چې پیرنګي وروبللو او ورته يې وویل چې تا د جیل نه بهر څه کار کاو. ده ورته وویل چې د لیک لوست نه علاوه بل د لاس کار مې نه دی کړی. هغه ورته وویل چې په قید کې لیک لوست نه پکارېږي او ته باید څه سخت کار وکړې. ماځیګر داروغه ورته وویل چې لاټ صیب زما نه مني او عیسا خان چې له وړاندې کمزوری و، ورته څه نرم کار ورکړو او اڅکزو وروڼو ته يې د ټوکر اوبدلو لپاره کهډۍ ورکړې.
د ژمي په هغو ورځو کې دا سخت کار و ځکه دوی نه نمر ته کیناستی شول او نه يې له ځانه شړۍ تاولې شوه. یو څو ورځې خو چا ورته څه نه ویل خو بیا نمبردارانو او نوکرانو ورته سپکو سپورو نه علاوه وهل هم ورکول. څو ورځې وروسته دیوان رتن چند چې پینشني (تقاعد شوی) ای-اي- سي او بهر يې اڅکزي پیژندل، جیل ته د معاینې لپاره ورغلو. د صمد خان مشر ورور ایوب خان نه يې پوښتنه وکړه چې ته څوک يې او څه دې کړي دي؟ هغه لا جواب نه و ورکړی چی ده پخپله وویل، “خره دې غلا کړی ده؟” بیا په خندا لاړو.
ایوب خان ډېر خفه و او ورور ته يې وویل چې کار خو نور هم وران شو ځکه د سپکو سره به مخ کېږو او “دا به څه چل کوو؟” عبد الصمد ورته وویل چې “دا د غورزو پرزو وخت دۍ. سختی او زیاتی پور سړی تر هغو کېږي چی سړی یه وړی” د ظلم نه بچ کیدو لپاره به سړی په ځان نور هم ظلم کوي. که مونږ په سر کې د شومی (روژې) نیولی وای او د دې سختو د وړلو نه مو انکار کړی وای نو دا سختې او سپکې به نه وای. ” نوره خواری او سختی کیدای سوه چی لا ډېره سوی وای خو سپکه به نه وه. ” دوی د خپلو ملګرو سره هم مشوره وکړه او ټول د خواړو اعتصاب ته راضي شول. په دوی کې عبد السلام خان کمزوری و او هغه ته يې وویل چې څو ورځې وروسته دا کار وکړه خو هغه نه منل.
پلان يې دا و چې څو ورځې وروسته به د اتوار په ورځ درخواست ( عرضي) غوښتنه کوي او بیا دوه ورځې وروسته پیرنګي ته ودرېږي چې درخواست کوو. د هغه په پوښتنه به ورته وایی چې دوی سرکار ته لیکي چې نور د دوی لار او رو (رویش) نشي وړې او باید د نورو سیاسي بندیانو په شان ورسره چلن وشي. که نا دوی دوه اوونۍ وروسته به د خوراک نه لاس واخلي. انګریز ته به وایی چې هغه ته يې د دې خبرداری ورکړی دی. دا کار عبد الصمد ته وسپارل شو چې هغه به د ټولو نماینده وي.
د خدای پاک کارونه وو چې د ګل (سه شنبې) په ورځ اڅکزی د انګریز د راتلو په انتظار د “مچ” په سخت یخ کې یو دوه ګینټې ناست و چې خبر راغلو پیرنګی نن نه راځي. دی کارخانې ته ورغلو او خپل ملګري يې خبر کړل. هغوی هم د نورو بندیانو په شان یخ وهلي وو. دا کارخانه د یو څپر لاندې او چاپېره يې دیوالونو په ځای غټه اوسپنیزه جالۍ وه. هلته به ډېر یخ و او درې څلور سپین ږیري سیندیان او بلوڅان د یخ د لاسه بې هوشه شوي او اسپتال ته يې وړي وو. دوی خفه شول چې اوس به د بل اتوار پورې انتظار کوي. خو عبد الصمد ورته وویل چې مونږ به هم اوس ورشو، داروغه او پیرنګی به ووینو. جمادار يې واستاو چې زمونږ تلواری کار دی. هغه وروغوښتل او دوی ورته خبره وکړه. دی خوشاله شو خو ویل يې چی ځان څه له کړوئ. اخرانګریز ته يې بوتلل نو د هغه دا خبره خوښه نشوه او د دوی د قانع کولو هڅه يې وکړه. خو دوی د خپل هوډ نه پریښودو او ورته يې ګواښ وکړو چې یا خو درخواست راکړه او یا دوی به پینځه ورځې وروسته ډوډۍ نه لاس اخلي. هغه ورته وویل چې تاسو لاړ شئ او زه به بیا جواب درکړم.
دوی بیرته کارخانې ته روان وو چې نمبردار ورپسې راغلو چې داروغه مو غواړي. دوی بیرته وګرځیدل نو داروغه د جیل دروازې ته نزدې، د سپایانو، جمادارانو لښکر سره ولاړ و. د دراوزې سره نزدې یوه کوټه تشه او هلته به يې بندیان وهل. دوی فکر وکړو چې ممکن دوی ته هم وهل ورکوي نو په خپلو کې يې مشوره وکړه چې که وې وهلو نو دوی به سمدلاسه د ډوډۍ خوراک نه لاس اخلي تر څو د بهر نه یو کس ورته نه وي راغلی. که له یو بل يې بېل وساتلو نو دا به هم نه منو او د روغې خبرو لپاره به ټول سره یو ځای کېږو. داروغه ته ورسیدل نو هغه ترې پوښتنه وکړه چې ستاسو بسترې، لوښي او کتابونه چیرته دي. دوی ورته بارک یاد کړو نو جما دار او څو کسان يې ولیږل چې ټول څیزونه راوړي. دوی ته يې وویل چې دننه شئ. دوی هم هغسې وکړل او داروغه هم ورپسې راغلو او په خندا يې وویل، “موبارک مو سه نیم جنګ خو مو وګاټه اوس به تاسی دلته یو ځای او د نورو بندیانو نه بیل اوسئ دلی به څه کار مار کوئ. ”
هلته اته یا نهه وړو کوټو کې دوی یو ځای اوسیدل چې دروازې به يې سهار پرانستل او ماښام به يې بندول. ډوډۍ به يې ورکوله خو څو ورځو د انکار نه وروسته درخواست اجازه يې ورکړه. دوی ورته هم هغه خبره ولیکله چې که د دوی غوښتنې يې و نه منلې نو شومیا به نیسي. د سرکار جواب رانغلو نو دوی د خپل ګواښ سره سم د خواړو نه لاس واخیستو. د هره ورځ په شان دوی ته سهار او ماښام ډوډۍ راوړل کیده خو دوی به نه خوړه. درې ورځې وروسته بیا هره ورځ پیرنګی او داروغه به ورته بیل بیل راتلل. دوی سره به يې زړه سوي کوله او د ډوډۍ خوړو به يې ورته ویل.
نور بیا

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *