ګرز


په هندي کې “ګده”، انګریزي کې “مېس- کلب یا بلجن” د فارسي او پښتو ګرز (ګورز) دی. په سمڅو کې اوسیدونکو انسانانو په یو ګول تیږه به سورۍ کړه او د ونې کلک لرګی به يې پکې خښ کړو. دا یو ساده ګرز و چې د ځناورو د ښکار لپاره کاریدو. د انساني ژوند په ارتقاء کې د تبر سره سره ګرز هم لوی رول ولوباو. دا به په جنګونو کې د یوې وسلې په توګه وړل کیده.
د حریفانو د اوسپنې لباس او زغرې د ماتولو لپاره به جنګي ډلو د اوسپنې یا فولاد ګرز څخه کار اخیستو. په لرغوني مصر کې ۵۰۰۰ کاله پخوا د ګرز سر د ګول شکل په ځای د ناک ( ناشپاتۍ) بڼه واخیسته. په هند کې شا و خوا ۱۰۰۰ کاله پخوا د بانس د لرګي ” ګډه” جوړیده چې په سر به يې یوه درنه تیږه تړلی وه. دا به پوځیانو د تمرین لپاره کاروله او ورزش به يې هم ورسره کاو. خو په جنګ کې به يې ورته د اوسپنې سر لرونکی ګرز وړلو. په ایران کې اوس هم پهلواني اکهاړو کې خلک د لرګي درانه ګرزونه کاروي.
د آریایانو اسطورې “اندرا” یو ګرز ” وجره” د یو سپیڅلی رشي “دادیچي” له هډوکو جوړ و. په اویستا کې د میترا اسطورې خصوصي وسله د سرو زرو ګرز ۱۰۰ سرونه او هم هغه هومره “پری” یا نوکونه لري. میترا (مهر) هره ورځ د دوزخ په دروازه درې ځلې خپل ګرز تاوۍ چې هلته بدکارو ته د سزا په وخت ورباندې ظلم ونشي.
د پارس په افسانو کې ګرز د ظلم په ضد د بري او انصاف سمبول و. د فردوسي په شاهنامه کې د ګرز زکر ۲۵۰ ځل نه زیات راغلی دی. د ضحاک او سام ګرشاسپ، د ضحاک او فریدون او د رستم- سهراب په جنګ کې دغه وسله د دشمن په زړه کې ویره پیدا کوي.
د زردشتي دین سمبولیک “ګرز مهر” او ” ګرزفریدون” د بدو او شیطاني ځواکونو خلاف کارېږي. د دغه ګرز په سر د غوایی شکل وي او یوه کیسه ورسره تړلی ده.
کله چې د فریدون پلار ضحاک له خوا ووژل شو نو د ده مور “فره نک” خپل ماشوم زوی سره ځنګله ته وتښتیده. هلته یوې غوا “برمایه یا برمایون” په شودو به فریدون پایدو. د دریو کالو په عمر کې فریدون د البرز غرونو ته یوړل شو چې د ضحاک له پنجو خلاص وي. اخر د ۱۶ کالو په عمر کې فریدون د ” کاوه” او نورو باغیانو په ملاتړ ضحاک نه د خپل پلار بدل واخیستو او د پارس پر تخت کیناستو. هغه آهنګرانو ته امر وکړو چې د ده ګرز به د ” غویی سر” لري. له هغې وروسته د “ګرز ګاو سر” نوم عام شو او ذردشتیان يې خپل اورتون کې ساتي.
د پارس په لرغونې کورنیو کې ګرز به د پلار نه زوی او بیا نمسو میراث و. د ګرشاسپ سام خپل دشمن د ګرز په یو ګوزار وژلی و او د ده زوی ” زال” ته میراث کې پاتې و چې ” ګرز یک زخم” نومیدو. تر لسمې پېړۍ په جنګونو کې د ګرز ځای د تورو، خنجر او غشو-لیندو واخیستو. خو ګرز به بیا هم د یو باچا او یا حاکم د ځواک نښه وه او په یورپ کې دا د شاهي مراسم یو سمبول وګرځیدو. د باچا د شان او د شته مني ښودلو لپاره دا به د سرو اوسپینو زرو جوړیدل. د ځینو سره به د باز، زمري او د پړانګ و.
عجیبه خبره دا وه چې د دغه رسمي او نمایشي ګرز لاسکی (لاستی) بره او وهونکی یا سر به ښکته و. یعني ګرز وړونکي دا سرچپه نیسي چې یوه بیلګه يې د برطانوي تخت او تاج په مراسم کې لیدل کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.