سټن هو


ځینې خلک د انګلستان لرغونی قامونه وحشي او بې کلتوره ګڼي. دوه زره کاله پخوا د روم د حملې یو سبب هم دا و. خو د ۱۹۸۰م په لسیزه کې دا مفکوره غلطه ثابته شوه.
برطانیه یوه جزیره او چاپېره ترې سمندر تاو دی. د میلاد نه وړاندې د دې جنوبي برخه کې دوه قامونه “اینګلو او سیکسن” اوسیدل. په دوی د سکینډې نیویا ” وایکنګ” او د روم حملې کیدې. د انګلستان ختیځه برخه اوس هم “ایسټ اینګلیه” نومېږي چې خپله باچاهي يې لرله. په شلمې پېړۍ کې ددې د “سفوک” ساحل سره نزدې “ووډ برج” کې د یو شته من نواب کونډه “ایډت پریټي” اوسیده. هغې په یو لوی ماڼۍ کې د خپل ماشوم زوی سره ژوند کاو. دا په ټولنیزو کارونو کې فعاله او په لومړي نړۍ وال جنګ( ۱۹۱۴م) کې رضاکار نرسه وه. د ماڼۍ چاپېره پراخه زمکه چې څو غونډۍ يې لرلې، د دې ملکیت و. د ایډت کورته به ډېر میلمانه راتلل او په ۱۹۳۷م کې یوې ملګرې ورکره شپه وکړه. سهار يې ورته وویل چې ما د کړکۍ نه کتل نو لیرې په غونډۍ مې یو لرغوني جنګیالي ولیدو. په هغو ورځو کې خلکو باور لرلو چې د مړو روح زمکې ته راځي. میرمن ایډت پخپله هم ډېرو نورو ملکونو ته سفر کړی او د یونان، مصر او نورو ځایونو لرغوني توکي يې لیدلي وو. د هغې یو کروندګر “بېزل براون” تقاعد شوی پوځي و. ده به د آرکیالوجي کتابونه لوستل او د زمکې کیفیت به يې معلومولی شو. میرمن ایډت د براون سره مشوره وکړه او د یوې لوی غونډۍ د پلټلو کار يې ور وسپارلو. براون د یو بل کس په مرسته، د لوی غونډۍ په ځای، لومری د یو وړوکې غونډۍ خاوره واړوله. که څه هم دی لرغون پوهه نه و خو کنستون يې د یو نقشې له مخې پېل کړو. څه چې به يې په خاوره کې موندل، میرمن ایډت ته وړل او په یو رجسټر کې د دې توکي نومره او کیفیت ولیکل.
په دغو پلټنو کې د ۷ پېړۍ د اینګلو سیکسن زمانې څو توکي رابرسیره شول. میرمن ایډیت دا څو پوهو کسانو ته وښودل او په خپل کور کې يې سمبال ساتلي وو. څو میاشتې وروسته براون په لوی غونډۍ په کنستون لاس پورې او ۱۹۳۸م کې يې هلته د اوسپنې غټ میخونه رابرسیره کړل. هغه اندازه ولګوله چې ممکن د غونډۍ په تل کې یوه کشتۍ پرته وي. اینګلو سیکسن خلکو په سمندر کې د مهیانو د نیولو نه علاوه ناروی او سویډن ساحل ته سفر هم کاو. د غونډۍ په منځ کې د لرګینو ټوټو په موندلو، د هغه باور پوخ شو چې کشتۍ د سمندر د سفر لپاره نا بلکه په لوی لاس هلته خاورو ته سپارل شوی وه. تر ۱۹۳۹م هغه د یوې لوی کشتۍ نښې او پکې د ۶ پېړۍ سرو زرو توکي رابرسیره کړل. دا خبره ډنډوره شوه نو خلک د دې لیدو لپاره ور مات شول. میرمن ایډت په ” سټن هو” کې وسله وال پولیس راوبلل او د سرو زرو توکي يې په خپل کور کې پټ ساتل ځکه د لندن میوزیم د دې د اخیستو نه ډډه وکړه. د دویم نړۍ وال جنګ له پېل میوزیم د جرمني د بمبارۍ له ویرې خپل توکي تهه خانو ته وړل. په برطانیې کې بیړني حالت له کبله براون په نیم رابرسیره کشتۍ بیا خاورې واړولې.
له جنګ وروسته، د لندن میوزیم میرمن ایډت نه د ستن هو توکي واخیستل او د دې په پاکولو ګوتې پورې شوې. تر ټولو مهم د اوسپنې او برونزو جوړ جنګي لباس و چې د سرو زرو پتري او قیمتي کاڼي پرې خښ وو. یو فولادي او طلایی “خود” چې جنګیالو به د جنګ په وخت کاروو، توره او ډال، شاهي امسا، بربط (ساز) او ورسره د بازنطیني دوری نقریی قاب هم وو. دا ټول د کشتۍ په منځ کې پراته وو نو په ۱۹۶۰م کې لرغون پوهانو، په سټن هو یو ځلې بیا پلټنې پېل کړې. د بېړۍ چاپېره یوه پراخه سیمه کې کیندنو کې نورې هدیرې رابرسیره شوې. دا ښکاره وه چې د سرو زرو توکي د یو جنګیالي د مړي سره په کشتۍ کې ایښودل شوي وو. په برطانیې کې د سرو زرو دومره لویه او هنري خزانه پخوا نه وه موندل شوې.
په ۶ پېړۍ کې د انګلستان سړو به په ژمي کې د جامو د پاڅه وړین څادر له ځانه تاوکړی و. په اوږو د دې د بندولو لپاره به يې د اوسپنې یا برونزو ” کلپ” یا سیخ کاراو. په خزانه کې د سرو زرو دوه “اوږه بندونه” او ورباندې ډېر په ظرافت رنګین ډیزاین جوړ و. له دې ټولو جوته شوه چې د کشتۍ مړی ممکن د دغه سیمې باچا و خو نوم يې نه و څرګند. دغه خزانه له پاکولو وروسته نندارې ته کیښودل شوه نو خلک د ۶ او ۷ پېړۍ د انګلستان هنر او کلچر ته ګوته په غاښ پاتې شول. په سټن هو کې د انګلستان نه علاوه، د جرمني، سکنډی نیویا، اسکندریه او بازنطین (ترکي) هنرڅرک لیدل کېدو. دا ښایی چې هغه وخت د دې ملکونو تر منځ سمندري تجارت کیدو. د سرو زرو په ګاڼو، د ګارنیټ او مرجان خښ وو. د سپینو زرو لوښي او جامونه هم وو. د کیندنو کار تر ۱۹۸۰م روان او لرغون پوهانو پرۍ پلټنې کولې. یوه مفکوره دا وه چې د کشتۍ مړی د ختیځ اینګلیه د باچا “رایډوالډ” و چې نوم يې د سفوک په ولسي شاعرۍ کې یادېږي. د دې باچا زکر د سویډن په لرغونې تاریخ کې هم شوی دی. خو په دې اړه عالمان تر اوسه نه دي قانع شوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *