زما ژوند او ژوندون (۲)


عبد الصمد خان اڅکزي په تنکي عمر کې ولیدل چې د کلي په سلو کې ۱۰ ځوانان د اپیم تریاک او په چرسو روږدي وو. یو وخت يې ماما بنګې جوړې کړې او ده هم ترې خوند واخیستو. وایی چې په بله ورځ هم هوش کې نه وم او د انګریزي استاد څخه پټ شوم. بیا يې سوچ وکړو چې د نشې له کبله دومره ویریدم، که سبا له دې بد راپیښ شي نو څه به کوم. ملګرو به هڅاو چې چرسو سره چرت سم وي، خوب نه ورځي، په مزل نه سټری کېږي، ټنګ ټکورخوند ورکوي نو په لومړي ځل يې د چرسو چیلم هم وڅکول. خو وایی چې په ما يې اثر ونکړو او “د نشې په ختمیدو خوابدي او پښیماني را پیښه سوله. د نشو له کبله د سړي خویونه، زړه ورتیا، پوهه نهیر (تمیز) او درکونه ختم او سړیتوب ترې ځي.” نو له ټولو نشو يې توبه وکړه. هغه وخت کرک بازي (مړز جنګول) یوه عامه لوبه وه او کرک به يې داسې تیاروو چې د شپې به د دوو بالښتونو او د اوبو لوښي سره کیناستو. “د کرکانو پښې به مې اوبو “نوډولی” او پربالښت به مې منډې ورکولې. ورسره چای او چیلم به هم چالو وو.”
د ده مشر ورور سپي ساتلي وو او ښکار له به تلو. په ملګرو او نوکرانو کې يې بد کاره خلک هم وو. عبد الصمد خان د دیني کتابونو په مطالعه، په جنسي مسایلو خبر شو. لیکي چې زمونږ د کورنۍ یو سړی چې فاحشه خانو ته به تلو، د باد پرنګ ( آتشک) په ناروغۍ اخته او څو کاله پر کټ پروت و. په کوټه او حیدراباد کې رنډی خانې موجودې وې چې په ځینو کې به یواځې موسیقي او نڅا کیده. بچه بازي او کاسیري به خلکو د فیشن په توګه کول. یو وخت ملګرو د کوټې یوه چوبارې ته په زوره بوتلم او بره وړلو لپاره يې پورته کړم خو د چوبارې پوڼۍ دومره تنګې وې چې دوی بره نشوم خیژولی. د شرم او وېرې نه علاوه ده په خپلې پوهې له دغه ماحول ځان وژغورلو. بچه بازي په ماجتونو (جوماتونو) هم خپره وه. د دوی د خپل کلي ۴ امامان بچه باز وو خو خلکو به له ویرې د دوی نوم نشو اخستی. د یو امام خپل ورور ورپسې مونځ نه کاو ځکه د یو چڼي (هلک) په سر يې ورانه وه. دغه بداخلاقي دی مجبور کړو چې جومات ته به نه تلو. د بچه بازې په اړه لیکي چې دا د ټولنې یو زوړ رنځ دی. د دې څو قسمونه بیانوي. یوه دا چې بې کوره ماشوم یو سړي لوی کړي. نازوي او خرڅ پرې کوي او بیا د ښځې په شان ورسره “بیده” کېږي. بل، دغسې هلک لکه د ښځې ساتي خو بدعملي ورسره نه کوي. ځینې بیا هلکان د ساز او سرود سره نڅوي. د نڅاګرو هلکانو ( لختۍ) دوه ډوله وو. یو هغه چې د ډمانو خپل اولاد او بل تښتول شوي ماشومان به وو چې بیا ورته نڅا ښایی او پېسې پرې ګټي. داسې هلک د تیښتې کوشش کوي نو د مرګ ګواښ سره مخامخ شي. د اڅکزي په کلي کې د ډمانو دوه درې کوره وو چې هلکان به يې ګډول.
هغه وخت د ده په سیمه کې ۱۰ تنه پښتانه نه وو چې ۲۰۰ ایکړه ودانه زمکه یا باغونه ولري. اچوبه زمکه ډېره او د کر لپاره اوبه نه وې. ” زمونږ د دواړو وروڼو به ایله ۱۰۰ ایکړه اوبوسه زمکه وه چې ۱۰ -۳۰ تر منځ باغونه وو.”
په ۱۹۲۵م کې عبد الصمد د دوو خپلوانو سره په ګډه ۶۵۰۰ روپو څو باغونه په اجاره واخیستل. د دې میوه يې په حیدر آباد (سندهه) کې خرڅه او د سړي په سر ۱۲۰۰ روپۍ ګټه وکړه. په حیدراباد کې دی ۳ میاشتې د یو هندو دلال “بول چند” سره اوسیدو. هلته نور کسان هم وو او لیکي چې ډوډۍ به يې راته په خپل لاس راکوله چې زمونږ لوښو ته لاس مه وړه. دا يې خوښ نه و خو غږ يې ورته نا کاو. اخر یوه ورځ يې وویل چې که زه ناپاک یم نو راته ووایئ. خو که د مسلمانۍ له کبله رانه پال کوئ نو دا ښه کار نه دی ځکه زه تاسو ناپاک نه ګڼم. بولچند پوهیدو چې که اڅکزی رانه لاړو نو کاروبار به يې تاواني شي نو یو مسلمان ” پیرو” يې د پخلي لپاره نوکر وساتلو.
د میوې سیزن ختم شو نو یوه میاشت يې د هندوستان سیل او د ” آړتیانو” سره حساب وکړو. په اوړي کې به د هندوستان سوداګر کوټې او چمن ته ورتلل او خپل دکانونه به يې باغدارانو ته ورپیژندل. په ژمي کې به باغداران د آړتیانو دکانونو ته ورتلل. لیکي چې په هندوانو کې د پښتنو په اړه ډېرې ناخواله او دروغ خبرې خورې وې. یو هندو ترې تپوس وکړو چې پښتانه دومره لوړ دنګ او سور سپین ولې وې؟ ده ورته وویل چې د غرونو ژوند او خوراک يې سبب دی. خو د هندو په باور، پښتانه د هندوانو واړه ماشومان وتښتوي او د خپل ماشوم سره يې لوی کړي. کله چې د ۷ کالو شي نو هغه ماشوم وذني، غوړ ترې وباسي او خپل ماشوم ته ورکوي چې چاغ شي. اڅکزي ورته وویل چې دا دروغ دی او د سپیناوي لپاره د پښتنو یو وړوکی ماشوم ورته وښودلو چې تکړه او سپین و. خو په عمومي توګه، هندوانو به پښتانه ځنګلي، وحشي، ناپوهه او زلند ګڼل. په حیدراباد کې به د هندوانو له خوا ناټک ( تهیټر) لیدو ته ښځې به هم ورتلې. پښتانه به يې ناټک ته په دې نه پریښودل چې دوی زمونږ د ښځو سپکاوی کوي. اڅکزی لیکي چې د پښین، کوټې او افغانستان سود خواره په ټول هند کې خپاره او “سودخور پټهان” په نوم بدنامه وو. اوچتو دکانونو کې به يې پښتانه نه پریښودل او په سپکاوي به يې هلته نه شړل.
د ۱۹۲۶م په اوړي کې عبد الصمد د خپل ورور په ځای باغونه سمبال او نور يې په ټېکه واخیستل. حیدر اباد او نورو ځایونو ته به يې میوه په اورګاډي کې استوله. د یوې ټوکړۍ محصول ۶ پېسې (یوه نیمه آنه) کیده. دی لیکي چې مونږ به یوه آنه (رشوت) د ټرین ” ټېسن” سپرنټنډنټ ته ورکړه چې پکې “قلي” او نورو کسانو خپله ونډه اخیسته. که دا مو نه کولی نو بیا زمونږ مال به په لاره غلا شو. په هره بیلټۍ به سرکار ته یو، دوه او کله کله ۲۰ روپۍ تاوان کیدو.
په ژمي کې عبد الصمد، د اتم امتحان لپاره، یو ځوان نه انګریزي ژبه هم زده کوله او د میاشتې ۴۰ روپۍ او ډوډۍ به يې ورته ورکول.
د عبد الصمد اڅکزي د لیک لوست داستان به په بل مضمون کې درته وایو.

1 Comment

Add a Comment
  1. Thanks sister. I read it and found it a very good article. I found this website while I was searching for رېدي ګل. insha’Allah I will be visiting this page in future.

Leave a Reply to Aftab Khan Cancel reply

Your email address will not be published.