مماڼې


اوسنو ځوانانو ته چې د “مماڼو” نوم واخلې نو حیرانه پاتې شي. دوی د رانجو د رنګ هغه توره وړه میوه نه پېژني چې په اوړي کې به له سوات راوړل کیده. ځینې يې د “ګور ګورو” سره غلط کړي. خو مماڼې او ګورګوره دوه جلا میوې دي.
مماڼی د افریقه او ایشیا بوټې او یو نیم سینټي میټر پاڼې لري. د دې تنه غوړه او ګلونه يې ښکلي نه وي. میوه يې یو سینټی میټر او د انار په شان خوږوالی لري چې ګټکی هم پکې وي. دا په انګریزي کې ” ایلډربېري” او ساینسي نوم يې سګریشیا دی.
سوونو کاله پخوا د مماڼو نه د زکام فلو او الرجي لپاره دارو جوړیدل. په حکیمي داروګانو کې د مماڼو تاثیر یخ وي نو ځکه د دې شربت به يې د ساه لنډي ( ایستهما) مریضانو ته ورکاو. په چینای طب کې دا د بندونو درد ( روماټیزم) د علاج لپاره کاریدو.
د پښتو یوه لنډۍ ده چې
د سوات بونېر مماڼې راوړه
نورې مماڼې ما له خوند نه راکوينه
په ۲۰ پېرۍ کې د سوات ځنګلي بوټي د ونو په بې دریغه وهلو ورک شول. د کالام په غرونو خلکو لوی کورونه جوړ کړي دي او د هغه ځای ډېر نایاب ژوي تري تم شول.
صفیه حلیم

1 Comment

Add a Comment
  1. Da Kohat Seni Gumbat Ghroono ke Mamanri tarwa vee, Mong pakhpala hum khwarili da.

Leave a Reply to Izhar ud-din Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *