پیښوري وروڼه


په ۱۷۹۹م کې د بارکزو سردار پاینده خان د زمان شاه له خوا بغاوت په تور ووژل شو. د ده ۱۰ میرمنو نه ۲۵ زامن و چې د الکوزي میرمنې، ۵ زامن په تاریخ کې “پیښوري وروڼه” نومېږي.
سید محمد، یار محمد، سلطان محمد، عطا محمد او پیر محمد وو.
په دوی کې مشریار محمد په ۱۷۹۰ م کې زیږېدلې، له ۱۸۱۳ تر ۱۸۲۳ م د پیښورحاکم، په کابل کې وزیر او تر ۱۸۲۸ م دویم ځل د پیښور حاکم شو. له ده کشرعطا محمد له ۱۸۲۳ م تر ۱۸۲۴ م د پیښور والي و. ” ده “۳۰۰۰ سواره او پياده عسکر او شپږ توپې لرلې”.
کله چې رنجیت سنګ پیښور ونیولو نو یار محمد به ورته هر کال اسونه او د باړې وریژې په باج کې ورکول. دی د اسونو شوقین او ” لیلی” نومې اسپه يې ځان لپاره بختوره ګڼله. رنجیت سنګ ترې دا اسپه غوښتله او ده به ورته انکار کاو. په ۱۸۲۶ م کې سیکانو پوځ ۸ میاشتې پېښور محاصره کړې او اخر دده ورور ۲۶ اسونه چې مشهوره “شيرين” اسپه هم پکې وه، سل منه (۱۴۰۰۰ کلوګرام) وريژې او د يار محمد ۱۲ کلن زوی محمد حسن د يرغمل په توګه لاهور ته واستول. راجا وويل “د يارمحمد په شان لوی دروغژن په ژوند مې نه دی ليدلی. څومره کمعقل دی چې د اس په ځای زوی يې را واستاو.”
په ۱۸۲۶م کې د سید احمد بریلوي په مشرۍ شاو خوا ۷۰۰ هندي مجاهدین، سیکانو سره جهاد لپاره پښتونخوا ته ورسیدل. یار محمد د سید احمد په لاس د جهاد یسعت وکړو خو د هندي مجاهدینو معلومات يې په پټه لاهور ته استول.
په ۱۸۲۹ م کې ده د شېدوو په میدان کې د شپې سید احمد ته زهرژنه ډوډۍ واستوله او په بل سهار د جنګ نه وړاندې له میدان ووتلو. څو میاشتې وروسته، ده په ذېده کې مجاهدینو سره جنګ لپاره په شاه منصور کې کیمپ ولګاو.
په ۴ ستمبر ۱۸۲۹ م د شپې په دراني کیمپ کې یو مجذوب قلندر ګرځیدو. یارمحمد ورته وویل چې زمونږ د بري لپاره دعا وکړه. قلندر ورته ویل چې زه د مسلمان لپاره دعا کوم، ته باغي يې. یار محمد په قهر د ده د قتل امر وکړو. ملګرو منع کړو خو د ده قهر نه سړیدو. اخر یو کس له قلندر غوږونه پریکړل. درانی پوځ د مجاهدینو په حمله وتښتیدو او یار محمد په زخمي حالت کې په اس پیښور ته يې وړلو خو د وړوکي لاهور سره مړ شو. د ده مور سلطان محمد ته د ورور د بدل اخیستو وویل.
سلطان محمد په ۱۷۹۵ م کې زيږېدلې، له ۱۸۲۴ تر ۱۸۲۷ م د کابل والي، تر ۲۸ م د پيښور او تر ۱۸۳۴م د کوهاټ حاکم و. دی د ښه لباس شوقین، “می نوش” او د “طلایی” په لقب مشهور و ځکه د جنسي توان زیاتولو لپاره يې د سرو زرو “معجون” خوړل. انګریز وایی چې د ده په دسترخوان به خلک راټول وو خو د سهار او د بیګا ډوډۍ درک به يې نه و.
په نومبر ۱۸۳۰م کې ۵۰۰ مجاهدین پیښور ته ورسیدل نو سلطان محمد، د هزارخانۍ فیض الله خان مومند سره پناه واخیسته. ده سید احمد ته د بخښنې او د ملاقات خواست وکړو. د هزار خوانۍ په جرګه کې سلطان محمد ژمنه وکړه چې دی به د مجاهدینو ملګرتیا او په ښار کې اسلامي قانون پلی کړي. سید احمد، په پیښور کې ۱۵۰ کسان د یو قاضي سره پریښودل او پخپله بونیر ته لاړو. دوه ورځې وروسته سلطان محمد نه یواځې مجاهدین بلکه فیض الله خان هم د شپې ووژل. رنجیت سنګ بیا هم په ده باور نه کاو او یو اطالوی ” پاولو ایویټبایل ” يې د پیښور ګورنر وټاکلو. سلطان محمد طلایی د کوهاټ ناظم شو. سید محمد او پیرمحمد اشنغر او سوات کې د فیوډالي سردارانو په شان ژوند کاو او خلکو د سیکانو نه زیات له دوی کرکه کوله.
په ۱۸۴۶م کې انګریز استاځی کرنل جورج لارنس د سیک پوځ سره پیښور ته لاړو. بل کال په لاهور کې د انګریز خلاف پاڅون وشو او د اټک لاره سیکانو بنده کړه. سلطان محمد لارنس ته ډاډ ورکړو چې دی د خپل کورنۍ او نورو افسرانو سره کوهاټ ته لاړ شي. بل خوا سیک جنرل چترسنګ ته يې وویل چې که انګریزيې ووژلو نود ټول پښتونخوا د پوځ مشري به ورته ورکړي. کوهاټ ته په رسیدو د سلطان محمد زوی، خواجه محمد د انګریزهرکلی وکړو خو لکه د قیدیانو يې وساتل. بیا د نومبر په پېل کې کرنل لارنس يې پیښور کې چترسنګ ته وسپارلو. اخوا په لاهور کې سیکان مات شول نو لارنس له قید خلاص شو. په ۲۹ مارچ ۱۸۴۹م انګریزانو ټول صوبه سرحد د پنجاب سره یو ځای کړو، لارنس د پیښور کمشنر او لیفتنټ پولک د کوهاټ اسستنټ کمشنروټاکل شو. د بارکزو حاکمیت ختم شو او سلطان محمد د خپل ژوند وروستي کلونه کوهاټ کې تیر کړل.
د سلطان محمد لومړۍ میرمنه بارکزۍ، دویمه پوپلزۍ، دریمه کابلۍ، څلورمه کشمیرۍ او یوه يې وینځه وه. ده ۷ زامن او څو لوڼې لرلې او خپل زامن يې د انګریز خدمت ته وسپارل. دی په ۱۸۶۱ م کې مړ شو نو دوو زامنو يحيا خان او زکريا خان د انګریز سره پوځي خدمتونه تر سره کول. د دویم افغان جنګ په وخت دوی یو خوا انګریز ته جاسوسي کوله او بل خوا د امير حبيب الله خان شخصي مشاورين شول. د آصف خان زوی نادرخان، دده وروڼو او تره زامنو د ډېره دون په برطانوي ښوونځو کې سبق ویلو. په تاریخ کې دوی ” مصاحبان” په لقب مشهور او د پنیالې په سازش کې هم ورګډ وو چې د امان الله خان حکومت پرې نسکور شو. انګریزانو، نادر خان ته د کابل تخت انعام په توګه ورکړو او د ده له قتل وروسته يې زوی محمد ظاهر د افغانستان باچا شو.
صفیه حلیم

سرچینې
۱. سید احمد شهید بریلوی- مولانا غلام رسول مهر. ۱۹۵۲. شیخ غلام علی پبلشرز، لاهور. (بیا چاپ)
۲. سرګزشت مجاهدین-مولانا غلام رسول مهر. شیخ غلام علی اینډ سنز لاهور.
۳.رنجیت نامه- ټي-ایس مارټن (اردو ژباړه) محمد مجیب. ګوهر پبلیکیشنز. لاهور . نیټه نامعلوم.
۴. مهاراجه رنجیت سنګ. پروفیسر کی-این چودهری. ترجمه- کیلاش چند چودهری. نظر ثانی مرزا صفدر بیګ. بک کارنر پبلشر. جهلم.
۵. د مهاراجه رنجيت سنګ دربار او کيمپ، لارډ ويليم ګوډولفن. اوزبورن.۱۸۴۰م – ۱۹۷۳م بیا چاپ، اکسفورډ يونيورسټي پريس کراچی.
۶. لیلی اس. د صفیه حلیم ویبپاڼې مضمون.-۱۸ جون ۲۰۱۶ م.
7. Journals and Diaries of the Assistants to the Agent, Governor General, NWFP and Resident at Lahore. 1846-1849. Sang-i Meel Publications Lahore. Pakistan. 2006.
8. Sikh Portraits by European Artists. F.S Aijazuddin.1979. Sotheby Parke Bernet. London

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *