مرغومې – مارخور

OLYMPUS DIGITAL CAMERA


په ۲۰۱۵م کې د وحشي ځناورو د ژغورنې ادارې مارخور اوزه (چېلۍ) په ښکار او نیولو بندیز اعلان کړو. داسې ویره ده چې د مرکزي ایشیا قراقرم او د همالیه د غرونو د دغه ښایسته ځناورنسل په ختمیدو دی.
د مارخور ښکرونه تاو راتاو وي او یو روایت دی چې دا مار په خپلو غاښونو کې ژوي او له خلې يې چې کوم ځګ راوځي، هغه پر زمکه پریوځي. خلک دا وچ شوی ځګ راټولوي او د مار چیچلو درملنه پرې کوي. مرغومی د ۳۲ نه تر ۱۱۰ کلوګرام وزن لری او ورمیږ يې ۶۵ نه تر ۱۱۵ سینټی میټر پلن وي چې د دغسې پسونو کې تر ټولو لوی وي. ددې ۱۳۲ نه تر ۱۸۶ سینټې میټر اوږد نسواري تور بخن ویښته په اوړي کې لنډ او ژمي کې اوږد شي. په لینګو يې پشم تور او سپین وي او د نر مارخور په زنې، غاړه او سینه لوی ویښته وي. د ماده مارخور ویښته لنډ او سور بخن وي. دا ځناور د غرونو په سختو لارو په اسانه تګ کولې شي. دا تر ۳۶۰۰ میتر لوړ غر هم موندلی شي او زالغوزي، څېړۍ او صنوبر پاڼې خوري. نر مارخور ماده د خپلولو لپاره یو بل ته ښکرونه اړم کړي او تر یو ساعت پخپلو کې نښتې وي. په ۴-۵ میاشتو کې ماده یو یا دوه بچي وزیږوي. مارخور زیات وخت د ۹ په شمیر نر، ماده او د دوی بچي د یو ټبر په شکل ګرځي. نر په اوړي کې ځنګله کې ځان له ګرځي خو ماده د خپلو بچو سره لوړو غرونو ته وخېژي. د دوی غږ د وزی ( چېلي) په شان وي.
مرغومی په ستور پوهنه کې د اسمان د ۱۲ برجونو ۱۰ برج (کېپریکون) نښه ده. په شمسي جنتري کې د ۱۶ جنوري نه تر ۱۶ فروري لسمه میاشت مرغومی نومېږي. مارخور د پاکستان ملي ځناور او څوک يې ښکار کولې نشي.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *