د اټک اورګاډی


په هند کې د اورګاډو د پاټلۍ او سټیشن جوړول هغه وخت پېل شول چې انګریز ډېلي ته ورسیدو. د ۱۹ پېړۍ په نیمایی کې پنجاب ته هم د پاټلۍ په جوړولو لاس پورې شو. د ۱۸۷۵م ترپای د لاهورنه یوه لیکه ګجرات پورې وغځیده. کال وروسته په جهلم سیند د اورګاډي پل جوړ شو. ورپسې راولپنډۍ نه دویمه لیکه د اټک غرونو ته وغځول شوه او تر ۱۸۸۰م د اکبر باچا د کلا سره نزدې د “اټک خورد” سټیشن جوړ شو. دلته نه ګاډي په اباسین د اوسپنې له پله سیند نه وراخوا په غر کې ۸ ټونلونو نه تیرېږي.
د ۳ ودانیو دا سټیشن د یو نیم سل کاله پخوانۍ تمدن یادګار او د پنجاب وروستی سټیشن دی. د اټک پل اوس د موټرو لپاره بند دی خو صرف یو اورګاډی پرې تیریدای شي. په ۲۰۱۴م کې زه دغه سټیشن ته ورغلم نو یو وړوکی ګاډی د ټونلونو نه روان و. په سټیشن کې یو کس اوس هم پخواني ټیکنالوجي د ګاډي خوندي تیرولو غم کاو. زه يې د خپل ماشومتوب وختونو ته بوتلم چې مور پلار سره په دغه سټیشن ښکته شو او بیا د سیند پرغاړه یو زیارت ته به په پښو تلو.
د اټک سټیشن د ریلوی نظام د رژیدو نه وروسته له خلکو هیر شو خو په ۲۰۰۷م کې د دې شعبې یو کس په خپل زیار دا بیرته ورغاو او اوس سیلانیان د دې د لیدو لپاره ورځي.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *