یووې


زمکه قولبه کول او پکې یووې (یوې) ګرځول د انسان تر ټولو لومړی ساینسي کارنامه وه.
د ۲۰ پېړې یووې یو یا دوو غوایانو ته اړ وو. د غوایی په څټ پروت جغ (ژغ) او د دې “جغونډی د “ولی” له لرګي جوړیدل ځکه دا به سپک و. د یووې لپاره د ” څېړۍ” (بلوط) لرګی مناسب و ځکه دا کلک او اوبو کې نه خرابیدو. غریبو خلکو به یووې د توت له لرګي هم جوړول.
د یووي ۱۲ برخې او هر یو يې خپل نوم لرلو. “سربانډی” هغه پړی چې د جغ سره به لګیدو او په “سپرخی” به کلک شو. لړۍ هغه تاو لرګي چې د غوایی ملا نه اوچت یو بل سره پیوند او اخر کې به “تیر” سره ونښتل. د تیر پلنه برخه یو سر “ږیرۍ” او بل “پانه” نومیده. هغه پلن لرګي چې پر خاوره ګرځیدو، “کنده” او ورسره د زمکې اړولو تیره برخه ” پاله” او بله ” کېړه” وه. په کنده کې یو مضبوط ولاړ لرګی ” جالګۍ” او د نیولو لپاره “موټۍ” وه.
یووې د کروند ګر اوغوایان به اکثر د زمکه وال ملکیت وو. د یووې جوړونکی به د کلي ترکاڼ ( نجار) و او هره برخه چې به ماته یا وراسته شوه، کروندګر ته جوړول.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published.