د ميوند جنګ

british artilary
د نولسمې ميلادي پېړۍ وروستيو کې د برطانيې او افغانستان تر منځ د ۱۹ جګړو لړۍ د درېيم افغان جنګ په نوم يادېږي. په دې کې يوه لويه جګړه په ۱۸۸۰ م کې د ميوند جنګ و.
په ۱۸۷۹ م په کابل کې د برطانيې سفارت عمله ووژل شوه نو انګريزانو په کندهاراو جلال اباد کې خپل پوځ ځای پرځای کړو. په ۱۸۸۰ د اپریل په لومړۍ نېټه شیرعلی (د مهردل خان زوی) د کندهار او څېرمه سیمو خپلواک والي په توګه وټاکلو. د کابل پر تخت د کيناستو لپاره د تاشکند نه د امير افضل خان زوی عبد الرحمان روان شوی و چې د انګريز او روس دواړو د خوښې کس و. خو په هرات کې د تخت يو بل دعویدار د هغه ځای والي او د امير شير علي خان پينځم زوی، سردار محمد ايوب خان و.
په کندهار کې سرکاري پوځ د انګريز خلاف بغاوت وکړو او ۵۰۰ عسکر د شپږو توپو او توپ لرونکو ګاډو سره له ښاره وتښتېدل. انګريزانو يوې دستې دا خلک د کشک نخود سره راګير کړل او خپلې توپې يې ترې بيرته واخيستې. په جون کې ایوب خان د افغانستان د امیر په توګه اعلان شو او په جوماتونو کې د ده په نوم خطبه وویل شوه. بيا دی د يو لښکرسره د هرات نه ووتلو. د کندهار والي شيرعلي انګريزانو ته مشوره ورکړه چې په ګرشک کې په هلمند سيند د محمد ايوب د ځواک مخه ونيسي. انګريز جنرال پريمروز د يو بريګيډ(دوه نيم زره) يا ليوا مشري جنرال باروز او د سپاره دستې مشري جنرال نټل ته وسپارله او ګرشک ته يې واستول. د جولاۍ په څلورمه نيټه ۱۸۸۰ م کې د انګريز سپاره، پياده او توپې له کندهار روانې شوې. د سردار ايوب په لښکر اوس کې د کابل او د هرات سرکاري پوځ، د کندهار تښتيدلي ځوانان او ايله جاري قبايل وو. د دوی ټوله شمېره ۱۲۰۰۰ ته رسېده چې ۳۰۰۰ پکې سپاره، ښې توپې او نوي ټوپکې ورسره وې. د جنرال باروز سره ۱۵۰۰ پلي عسکر، ۳۵۰ سپاره او نور خدمتيان او بار وړونکي وو. په ۲۶ جولاۍ ماښام جنرال باروز خبر شو چې د سردار ايوب لښکر د ميوند درې نه تېريږي او بله ورځ ممکن غزني ته لاړ شي. که انګريز جنرال هم هغه وخت خپل پوځ خوځولې وی نو ممکن د افغانانو نه وړاندې ميوند ته رسيدلی وای. خو دی په بل سهار وخوځېدو او کله چې ميوند ته نږدې شول نو افغان لښکر يې ولیدل. د مونډ اباد کلي نه وړاندې يوه دره او څوغونډۍ وې. که انګريزان په دې کلي يا په غونډيو ايسار شوې وای نولاس به يې بر و، خو هغوی له درې بهر په ميدان کې پړاو واچوه. ميوند د کندهار نه ۸۰ کلوميټر شمال لوېديځ کې واقع ده او زمکې يې د هلمند او ارغنداو له اوبو خړوبېږي.
انګريزانو په دې ميدان کې توپې ځای پرځای کړې او له مخې سره يې د حملې بيګل يې وغږوو. د جنګ په لومړي پړاو کې د دواړو غاړو توپونو په يو بل ډزې کولې چې درې ساعته جاري وې. د دواړو مخالفانو تر منځ ۱۷۰۰ ګزه فاصله وه. د افغان پوځ سپارو د انګريز پوځ مخې ته صف جوړ کړو چې يو بشپړه حمله پرې وکړي.
جنرال باروز خپلې يوې دستې ته د حملې امر کړی و، خو زر يې دا امر بېرته واخيستو ځکه ويې ليدل چې د هغه لوی شمېر پوځيان د افغان توپو په ډزو وژل کېدل. بله دا چې د هغو دستو د وړاندې تګ سره د ميدان ګس لاس ته د هندي عسکرو مخه خلاصه شوه او افغان سپارو ورباندې يرغل وکړو. جنرال بارزو ته دا اندازه نه وه چې د دوی د لښکر ښې غاړې ته د يوې بلې غونډۍ شا ته يوې بلې افغاني ډلې ورته کمين نيولی و. انګريز پوځ چې دې نوې حملې ته مخه واړوله نو د صفونو ترتيب يې ګډوډ شو او د دوی لښکر لکه د اس د نال شکل واخيستو. ګس لاس ته يې افغان سپاره او ښې لاس ته يې قبايل او ايله جاريان ورسره جنګېدل.
محمد ايوب خپلې دوه توپې وړاندې کړې او د ۳۰۰ ميټر په فاصلې يې په انګريزانو ډزې پېل کړې. انګريز پوځيان د نمر له ګرمۍ او تندې د لاسه بې حاله او د دوو کمپنيو خلک په تيښته شول. د ميدان په منځ کې پاتې د انګريز توپچيانو د وروستيو ډزو سره سره خپلې توپې له ميدانه ويستلو هڅه وکړه.
جنرال باروز د سپارو مشر جنرال نټل ته امر وکړو چې د افغانانو مقابله وکړي چې دوی بيرته خپل ځان منظم کړي. دی پخپله هم په اس د ميدان چاپېره وګرځېدو چې خپل تيت شوي عسکر بېرته جنګ ته اړکړي. خودوی ايله ۱۵۰ سپاره راټول کړل چې مقابله يې وکړه او بېرته په شا شول. د دوی د پلي لښکر شا ته توپو يو وارې بيا ډزې پېل کړې چې عسکر د يو تنګي نه بهر ووځي. دا وخت پلي عسکر په دوو برخو وويشل شول چې يوه يې مونډ اباد ته او نور چې پکي انجينران شامل و، خيګ (خيږ) لورې ته لاړل. هغه وخت د انګريز ډېر پوځيان ووژل شول خو کوم چې پاتې وو هغوي جنګېدل. د انګريز د ۶۶ نمبر کنډک شاوخوا سلو کسانو په خيګ کلي کې وروستې سنګر ونيولو.
افغان سپاره هغو هندي عسکرو پسې ځغلېدل چې د جنګ له ميدانه، کندهار ته تلونکي لارې باندې روان وو. په دوی کې د سند سپاره، سامان وړونکي او خدمتيان شامل وو. افغانانو هرهغه کس چې ژوندې ليدو او جنګ يې بس کړی و، ان چې ټپيان يې هم ووژل. قبايل او ايله جاريان د انګريز پاتې سامان په لوټ اخته شول او پلي افغان عسکر د جنګ لپاره خيګ ته لاړل.
جنرال باروز خپل اس يو زخمي افسر ته ورکړی و، دی د يو بل افسر په اس سپور د خيګ کلي نه تېرېدو. دی خبر نه شو چې د ده د پوځ نهه عسکر او دوه افسران هېن او ميکلين، يو باغ کې، چې چاپيره ترې ديوال تاو و، تر وروستي دمه جنګېدل. په اخره کې د افغان جنګيالو منځ ته ورودانګل او نور ټول ووژل شول، يواځې ميکلېن يې ژوندی ونيولو. کله چې د سپتمبر په لومړۍ نيټه انګريزانو د سردار ايوب په لښکر بيا حمله وکړه نو د ميکلين مړی د ايوب خان په خيمه کې وموندل شو.
په بله ورځ د ميوند د جنګ راپور کندهار ته ورسېدو نو انګريز کومکي دستې ورواستولې چې د کوکران سره يې د خپل مات لښکر پاتې کسان وليدل.
د ميوند په جګړه کې د انګريز ۲۱ افسران او ۹۴۸ پوځيان ووژل شول. اته افسران او ۱۶۹ عسکر يې ټپيان وو. د افغاني مړو اندازه ۳۰۰۰ ولګول شوه چې ۱۵۰۰ پوځيان او نور غازيان وو. شا و خوا ۱۵۰۰ يې ټپيان و.
د دې جنګ په نتيجه کې د انګريز پوځ مورال ډېر ټيټ شو خو بلې خوا ته د سردارايوب خان ځواک هم مات شو. هغه د دې جوګه شو چې انګريزان يې د لنډې مودې لپاره په کندهار کې محاصره کړل. د انګريزانو توپې چې د ميوند په جګړه کې نيول شوې وې هغه هم کندهار ته يوړل شوې. خو د اګست په مياشت کې جنرل فريډريک رابرټ په مشرۍ ۳۱۴ ميله مارچ کې تازه کومک د کابل نه کندهار ته روان شو چې د سپتمبر په لومړۍ نېټې يې دا ښار بیا ونیوه.
انګريز او افغانان دواړه د دې جنګ د ګټلو دعوه کوي خو په اصل کې د دواړو غاړو ته ډېر تاوان ورسېدو. په ميوند کې د انګريز پوځي شکست د درېيم جنګ پای شو. سردار محمد ايوب او د کابل د ځواک تر منځ په هرات کې وروستی جنګ ووشو چې ورپسې محمد ايوب دی ايران ته لاړو او د کابل پر تخت اميرعبد الرحمن کيناستو.
سرچينې
۱.پښتانه د تاريخ په رڼا کې. سيد بهادر شاه ظفرکاکا خيل.۱۹۶۵ م. يونيورسټي بک ايجنسي پيښور-۲۰۰۶ چاپ، ۸۳۵ مخ.
۲.هرات، پښتانه او ستره لوبه. عبد الباري جهاني.(۱۳۷۸ ه- ۱۹۹۹ م) ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز، پېښور-۳۷۴ او ۳۷۵ مخ.
۳.افغانستان. لوي دوپری،۱۹۸۰ چاپ.پرنسټن پوهنتون خپرونې، نيو جرزي، امريکه- ۴۱۰ مخ.
۴.د کندهار يادښتونه.علامه عبد الشکور رشاد ( ترتيب او سمون محمد معصوم هوتک) د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه- جرمنی.۱۳۸۶ ل ( ۲۰۰۷ م) ۱۹۰ او ۱۹۱ مخ
۴.د برطانيې جنګونه- ويبپاڼه
د خپريدو نيټه- ۱۸ فروري ۲۰۱۶ م
صفيه حليم

2 Comments

Add a Comment
  1. سلامونه:
    د زړه پوړی معلوماتو مننه. تاسو د ملالئ موضوع هيڅ ندیه ذکر کړی، چه دا ولی؟
    Sorry , have to switch to English. Found your site. Treasure trove of information. Thanks for the effort.

    1. د ملالې کيسه تاريخي شواهد نه لري-
      مننه

Leave a Reply to ګربت Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *