د شلمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې لورالایي نه بې شمېره سکې او د خاورو کودړې وموندل شوې.
په ۲۰۰۶ م کې نقريي (سپينو) د برهمني سکو په اړه لومړی رپورټ خپور شو. دا باچاهان پارت (پاراته يا پراتا) راجا ګان نومېدل چې په دويم او دريم ميلادي پېړيو کې لورالایي کې يې د سلطنت پايه وه.
په يوه سکه برهمني کې ليکلي دي ” بګه رېوا پتراسا پرتاراجا” په منځ کې يې د سواستيکه لويه نښه جوړه ده. د سکې له مخې دا باچا ” يولا ميره” نومېږي. داسې نور تاريخي شواهد شته چې ښايي د يولا ميره په نوم يو باچا د اباسين د شا و خوا سيمو واکمن و.
په باختري ژبې کې يولا ميره “جنګيالۍ ميترا” اسطوره وه. په اوولسو سکو د “هواره ميره” نوم د “ميرا هواره” د پلار په توګه ليکلی دی. په باختري ژبې کې د “هواره” توری د فارسي د خاور سره تړلی دی چې مانا يې لمر دی.
د سکو له مخې د لورالایي د دې باچاهانو د واک موده وټاکل شوه چې دلته به قوس کې ليکلی ده.
يولاميره، د بګه ويرا زوی ( ۱۲۵نه تر ۱۵۰م)
بګه ميره د يولاميره زوی( ۱۵۰ م)
ارجنا د يولاميره دويم زوی( ۱۵۰ نه ۱۶۰ م)
هواره ميره د يولاميره درېیم زوی (۱۶۰ نه تر ۱۷۵ م)
ميرا هواره، د هواره ميره زوی(۱۷۵ نه تر ۱۸۵ م)
ميراتخمه د هواره ميره بل زوی ـ۱۸۵ نه تر ۲۰۰ م)
کوزانه د بګه ورهنه زوی او ممکن د بګه ميره نمسی(۲۰۰ نه ۲۲۰ م)
بهيم ارجنا د يولا تخمه زوی او ممکن د ارجنا نمسی(۲۲۰ نه ۲۳۵م)
کوزيه د کوزانه زوی(۲۳۵ نه ۲۶۵ م)
داتر- ورهڼه د لومړي داته يولا زوی او ممکن د بهيم ارجنا نمسی(۲۶۵ نه ۲۸۰ م)
داته يولا(دوېم) د داته ورهڼه زوی(۲۸۰ نه تر ۳۰۰ م)
يولا ميره ـ د هغه زوی ارجنا- هواره ميره- د هغه زوی ميراهويرا- ميراتخمه- دا شپږ باچاهان پرله پسې واکمن و. اووم باچا د يوې سکې له مخې وپېژندل شو چې “کاغاه” نومېږي. دا باچا، ممکن د ارجنا زوی وي ځکه د سکې بل مخ د ارجنا باچا د سکې په شان دی. خو څرګنده نه ده چې دی د چا پلار و.
هغه وخت د يو او بل باچاهۍ پر وخت د سکو د جوړولو لپاره به هم هغه پخواني قالبونه يا سانچې کاريدې او کله کله به يو پخوانی نقش بيا جوړېدو نو څوک د يوې او د بلې باچاهۍ تر منځ توپير نشي کولی. د قالب جوړونکي هم دومره ښه نه و او کله کله د يو باچا د وخت په دوو سکو د هغه مخ کې توپير ښکاري. يوه بېلګه يې د يولاميره د وخت دوه سکې دي چې د ده مخ ورباندې په دوو مختلفو ډولونو جوړ دی.
د خاورو د لوښو په ځينو ماتو کودړو، په برهمني او خروشتي ژبو د يولا ميره باچا نوم ليکلی وو. يوه خروشتي ليکنه داسې وه.
” د شاهي يولا ميره له خوا چې د ويهارا مشر دی، دا د اوبو تالاو، د ده خپل يولا ميره شاهي ويهارا لپاره يو ديني نذر دی، چې چار چاپېره د قدرتونو په وياړ، سرا واستيوا دين د عالمانو له خوا منل شوی او د دې خېرات يوه برخه ثواب په راتلونکي کې د ده مور او پلار ته دې هم ورسېږي، په راتلونکي کې يوه برخه د ټولو ژوندو د ثواب لپاره، او تل دې ژوندی وي د قانون مشر.”
دا ليکنه د لمرد اسطورې په وياړ د باچا له خوا د نذر ښکارندوی ده. د پرته باچاهانو د سکو په جوړښت د پارس او د هند دواړو اغيزې ليدل کېږي. خو دوی د ايران پر ځاې هند ته زيات نږدې وو ځکه د سکې په يو اړخ د باچا مخ جوړ دی خو بلې خوا ته يې د سواستيکه نښه ده چې يوسپيڅلی سمبول و. په پېښور کې د درېيمې ميلادي پېړۍ د کوشان باچاه وسوديوا په سکو هم دا نښه جوړه وه چې وروستو کوشان ساساني واکمنو هم دا نښه خپله کړه.
پرات د يو قام يا قبيلې نوم و چې د ميلاد نه وړاندې په اوومې پېړۍ کې دلته ميشت وو. د ميلاد نه يوه پېړۍ وړاندې د يونان تاريخ ليکونکو دوی د سيستان په سيمه او د بلوچستان په ساحل ميشت ښودل. د هند مهابهارت او رامايانه کې هم د پرته خلکو استوګنځای د اباسين لوېديځه غاړه وه.
د درېيمې ميلادي پېړۍ ساساني ليکنو کې د پرته زکر شوی دی او ښايي دوی د لومړي شاهپور په واکمنۍ کې دلته اوسيدل. داسې اټکل کېږي چې ممکن بلوڅان د پرته خلکو اولادونه وي.
د پراته خلکو به اړه دا نظر دی چې دوی د اوسني کردستان نه ختيځ لوري ته کډه وکړه. بلوچي د کردي ژبې سره ډېره نږدې او ورته ده. د کردي ژبې اغيز تر اوسه په بلوچي ليدل کېږي.
د لورالایي سکو دا په ډاګه کړه چې کله کوشان په افغانستان او هند کې واکمن و نو د بلوچستان په مرکز کې پرت راجګانو حکومت کوو. دا څرګنده نه ده چې دوی کوشان باچاهانو ته باج ورکاو او که خپلواکه وو.
ويبپاڼو نه
د خپريدو نيټه
۶ مې ۲۰۱۵ م
صفيه حليم
Respected Sir/Madame, salamuna.
kindly if you post some references about the above history. Thanks
Some information is available on the Internet pages.