البترا او اس

in petra
د کال ۱۹۹۳ م د اوړي په وتلو مونږ د عمان لرغونې ښار “البترا” (پېټرا) ليدلو ته لاړو. دا ښار دوه سوه کیلومېتر د يوې دشتې نه وراخوا اوس د سېل ځای دی. يوه دره د موسا پېغمبر د تيرېدو روايت لري.
خپل منزل ته ورسيدو نو د کنډوالو لاره په يوې تختې په نښه شوی وه. د ټيټ ډبرين دېوال سره، څو اسونه او يو اوښ ولاړ وو. ناببره څو واړه هلکان زمونږ په ليدو اسونو ته په منډه شول… يو په کې ناره کړه ” بې نظير بوتو” نورو ورپسې چغه کړه “بوتو بوتو.”
عدلي زما جامو ته وکتل، موسکی او بيا يو ماشوم سره په خبرو شو. ما ته يې اشاره وکړه چې اس مې په کرايه کړو. هلکان راته ځير وو او زه پوه شوم چې دوی زما کميس پرتوګ او څادر ته حېرانه وو.
د ګرمۍ او لمر له کبله ما په هغه ورځ د خپل واده د جامو نه يو نازک ورېښمين ګلابي جوړه اغوستې وه. لوپټه په سر او په اوږو مې يو سپين څادرتاو کړی و او ښايي هغو ماشومانو ته يې بې نظير بهټو په زړه کړی وه.
زه اس ته نږدې ورسېدم نوسړي په خپل اس پښې اړولې، روان شوی و. ما ورته چغه کړه چې ايسار شه نو مخ يې واړوه او راته يې وويل ” زر په اس سپره شه “. هلک ته يې هم په عربي کې څه وويل. دا ټول حالت زما لپاره يوه ناڅاپي پېښه وه.
په کلي کې به زما د ترور کره يو مرجوڼا خر ولاړ و چې کله کله به ماشومانو پرې سپرلۍ کوله. يو وارې مونږ درې څلور کسان پرې سپاره شوي وو او د کلي بره جنګۍ ته روان وو ( جنګۍ د ونو په سيوري کې د کخي ماما د کېناستو او د دمې ځای و) په لاره خر تږی شو او ويالې ته يې مخه کړه. ترورزي مې ناره کړه چې ځانونه ټينګ کړئ چې خر اوبه څښي. پخوا له دې چې مونږ ځان تينګ کړی وای، خر د اوبو څښلو لپاره څټ ويالې ته ښکته کړو او ټول په يو بل پسې ويالې کې پراته وو. بيا نو مونږ د ويالې په اوبو کې لاسونه پښې وهل او خر د اوبو څښلو نه وروستو بلې غاړې ته فاتحانه ولاړ، راته کتل.
د البترا اس ډېر لوړ او هغه هلک د يو ټيټ دېوال سره ودرولی و. ما په هغې دېوال پښه کيښوده نو خپلو څپليو ته مې پام شو. د اوچتو پوندو طلاي سينډل د اس د سپرلي لپاره مناسب نه وو خو اوس بله لاره نه وه. دا ښه وه چې د بټوې تسمه لويه وه نو هغه مې په غاړه کړه.
څادر مې کلک له ځانه تاو کړو او په بسم الله په هغه اس مې پښه واړوله. خپلو پښو ته مې کتل چې رکاب کې يې وردننه کړم خو سېنډل به هغې رکاب نه وښوېدل. ناببره اس روان شو او ما د واګو پر ځای ايال ( د څټ وېښته) ونيول. اخوا دېخوا مې لټون کوو چې واګې چرته دي. بيا خندا راغله چې واګې خو د بګۍ د اس وي.
د دې اس د څټ سره دوه وړې تسمې وې چې د ربړ، حلقې ورپورې نښتې وې. ما هغه ونيولې او يو څه مې لارې ته پام شو چې د تيږو او د خاورو نه ډکه وه او اس پرې ورو ورو روان و. ما د اس سره روان ماشوم ته وکتل چې يو څو جملې د انګرېزي يې زده وې او کله نا کله به راته موسکی شو. ورته مې وويل، اس ورو کړه. هغه په عربي کې څه وويل او اس قدمونه ورو کړل. په ځان مې افسوس وشو چې ما نه اس هم ښه دی چې په عربي پوهېږي. هغه وخت د دې مخې ته يوه تيږه راغله چې معمولي تيندک يې پرې وخوړو. ما په وار خطایۍ کې پښې د اس په خېټه کې خښې کړې، ناببره هغه په منډه شو. ما په عربي کې چغه کړه “لا لا لا “( دومره عربي مې زده وه). هلک هم منډې وهلې او په عربي کې لکه چې اس ته په ښکنځلو و. زما پښې نورې هم د اس خېټې کې خښېدې او هغه نورهم تېز روان و. راياد شو نو د هغه د کنټرول تسمې مې شا ته راښکلې او ناڅاپه لکه چې اس برېک ووهلو او زما پښې له رکاب ووتلې.
مخې ته مې کتل نو د البترا هغه ښکلی تاريخي ډبرين معبد ولاړ و او اس د يو دېوال سره جوخت ودرول شوی و. ما غوښتل چې ماشوم وترټم خو هغه زما نه وړاندې زما د سفر داستان سړي ته بيان کړی و او هغه يو څه موسکی او يو څه د تاسف سره زما اس ته را نږدې شو. راته يې وويل د اس خيټې کې د پښو د خښولو مانا دا وي چې “تېز وځغله” او د تسمو يا د واګو د راښکلو مانا “ودريږه” وي. زه ورته په قهر شوم، که دا خبره دې وړاندې راته کړې وای نو زه به دومره نه ويرېدې. هغه په خندا شو، کېمره يې راوويسته او د هغه لرغوني معبد مخې ته زما د عکس اخيستو لپاره يې د کېمرې بټن له زور ورکړو. يو کړچ وشو او نور نو کېمرې کار پرېښودو. دننه د فلم د تاوېدو غږ نه راتلو او داسې ښکارېده چې بند شوی و. مونږ سره بل فلم نه و او اخوا دېخوا مو کتل چې يوه هټۍ پېدا کړو خو هيچا سره د فلم ريل نه و.
سيل مو اوکړو او څښاک نه وروستو ېيرته تلو لپاره قدم وهلو. څو نورو ماشومانو راته په اسونو د کېناستو لپاره چغې کړې خو ما ورته سر وخوځوو. بيرته هم هغه لاره مې په بښو ووهله.
شل کاله وروسته يو ځلې بيا د البترا ليدو ته چې ورغلو نو هلته د اسونو نه علاوه اوښان او اس ګاډي هم په کرايه کيدل. خو دا ځلې مې پوره تياري کړې وه او د تګ بوټان مې ورته په پښو کړل. نور خپلوان هم راسره وو او د ډيجيټل کېمرو نه علاوه په موبايل ټيليفون کې هم د عکس اخيستو موقع وه. خو د اس هغه سپرلې به رانه هېر نشي.
د خپريدو نېټه
۲ مې ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *