تاريخي افسانه

SAMSUNG CAMERA PICTURES
د اسکندر مقدوني او د روښانې واده، داستان دی که تاريخ؟ د شاهنامې ضحاک باچا د غور سلطان و او که يوه افسانوي کرېکټر؟ د ميوند د ملالې کيسه تاريخ دی که افسانه؟
ځينې خلک باور لري چې دا ټول تاريخ دی. خو تاريخ په حقايقو ولاړ وي او شواهد غواړي. کله چې مونږ په اړه يې پلټنې کوو نو زيات يې ممکن افسانه وي. د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم دغسې کيسې او کردارونه شته چې اولس يې تاريخ ګڼي خو تاريخپوهان ورباندې شک څرګندوي.
د انګلستان آرتهرباچا، د هند مهابهارت کردارونه، د عربانو ګيلګامش، هم دغسې تاريخي افسانې جوړوي.
په پښتو ادب کې تاريخي افسانې لږې ليکل شوي او د هغې يو سبب د تاريخ نه بې غوري ده. بله دا چې تاريخ ليکونکو يا خو داسې کيسو ته هيڅ پام نه دی کړی او نورو بيا هم دغه افسانې بې له شواهدو د تاريخ په توګه بيان کړي دي. يوه بېلګه يې د ميوند د ملالې کيسه ده. ملاله د میوند جګړې، د دويم افغان جنګ ( ۱۸۷۸م نه تر ۱۸۸۰ م) يوه مبارزه وه.
په ۱۸۸۰ م د جولاۍ په ۲۷ نيټه، افغان لښکر د سردار ايوب خان په مشرۍ، د ميوند په ميدان کې په انګريز پوځ حمله وکړه. جنګ د افغانانو په بري تمام شو خو ځانې تاوان يې هم زيات و. د يوې اندازې تر مخه دوه نيم زرو نه زيات افغانان پکې ووژل شول.
شا و خوا څلويښت کاله وروسته، د اولسي ادب او تاريخي لنډيو په اړه څېړنو کې دغه لنډۍ هم مخې ته راغله.
که په ميوند کې شهيد نشوې
خدايږو لاليه بې ننګۍ له دې ساتينه
نورو څېړنو څرګنده کړه چې د ميوند په جګړه کې کوچيان د خپلو ګډو سره پکې ووژل شول. تر دې تاريخي شواهد پيدا شول خو د ملالې نوم څنګه او د چا له خوا ياد شو، څرګنده نه ده.
نورې کيسې د شلمې پېړۍ په پای کې ورزياتې شوې. دا چې د ملالې چنغول هم په جنګ کې شريک و- دا چې هغې د نورو ښځو سره غازيانو ته ډوډۍ يا اوبه ورکولې – هغې د خپلې لوپټې نه بېرغ جوړ کړو- د بيرغ رپولو په وخت په يوې غونډۍ وختله او هلته نه يې غازيانو ته د غيرت پارولو لپاره دا لنډۍ وويله. دې ټولو خبرو د افسانې نه تاريخ ته لاره وکړه او اوس په ويکيپيډيا کې لکه د تاريخ ليکل شوي دي.
د ميوند په جنګ او د ملالې په رول يو ډېر ښه فلم يا د ټي- وي ډرامه جوړېداې شي چې په تاريخي معلوماتو ولاړ وي. په ۱۸۷۸- ۷۹ د کندهارحالت، د سردار ايوب د پوځ جوړښت، د کوچيانو ښځو ژوند او د جنګ د ډګر جغرافيه به د دې مهمې برخې وي.
تاريخي ډرامه او تاريخي کيسه د نورو ژبو په ادبياتو کې اوس ډېره وړاندې ده او خلک يې په شوق ګوري. دا هغه ژانر دی چې نوی کهول خپل تاريخ لوستلو ته راهڅوي.
د ترکي تاريخي سريالونه، هندي فلمونه او ډرامې، د مصر او ايران تاريخي ډرامې هم دغه ادبي ژانر دی. په برطانیې کې هر کال د تلویزیون لپاره داسې ډرامې دومره په مهارت جوړېږي چې افسانې او تاريخ کې توپېر نشي کيدې.
د اويايمې په لسيزه کې د اردو ژبې يو ليکوال نسيم حجازي تاريخي ناولونو ډېرو ځوانانو ته اسلامي تاريخ وروپېژندلو. د ده يو ناول “معظم علي” په هندوستان د محمود غزنوي د حملې تاريخ و چې حقايق لږ او افسانې پکې ډېرې وې. وروستو د هغه ناولونه په افغانستان کې پښتو ته هم وژباړل شول او خلک يې خوښوي. د تاريخي افسانې ګټه هم په دې کې ده چې ځوانان خپل تاريخ لوستلو او څېړنو ته راهڅوي.
د خپريدو نيټه
۱۰ مې ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

5 Comments

Add a Comment
  1. Der Kha

  2. هسې ددې ليکنې په لوستو راته پوښتنه پيداسوه،هغه داسې چې که پېښليک(تاريخ) او افسانه يوتربله دومره توپيرلري نوبيا دافسانې او دروغو په منځ کې فرق څـــه دی؟؟

    1. افسانې دروغ نه وي بلکه هغه هم په واقعاتو او د پيښو زيږنده وي
      دا چې ليکوال ورته نوي نومونه ورکوي او يا يې په کومو الفاظو ليکي، د هغه هنر وي

  3. ګران لیکوال ښه قلم لري خو مطالعه یې د پښتنې لاندې ده ، دده له لیکنې ښکاري جې ده د ملالې اړوند کوم معتبر کتاب کی څه نه دي لوستي . ښاغلي پوهاند رشاد دده د مقبرې په اړه هم څیړنه کړې او کورنۍ یې هم څرګنده ده او حتی دپلارنوم یی هم معلوم دی .جناب لیکواله لږ یی ولوله او ویی پلټه

    1. مننه وروره
      که تاسو په دې اړه څه څېړنې کړي وي نو وې ليکئ چې خپاره يې کړو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *