په پينځلمې ميلادي پېړۍ کې د هرات سلطان حسين ميرزا بايقرا د خپل قبر د پاسه د اېښودلو لپاره د يوې تيږې د جوړولو ارمان ښکاره کړو.
دی په ۱۴۳۸ م کې د غياث الدين منصور په کور کې زېږېدلې و، چې د امير تيمور (ګوډ) نمسی و. بايقرا په ۴۶۹ م کې باچا شو او بل کال د مخالفتونو او جنګونو نه وروسته بيا تر ۱۵۰۶ م پورې د هرات واکمن و.
ده د هنر او د علومو سرپرستي کوله او هغه وخت په هرات کې د نقاشۍ او د جوړښتونو ماهران، ديني عالمان، شاعران او انځورګران راټول وو.
هغه تيږه چې ده غوښتله اوس د ختيځې نړۍ د کلتوري ميراث يوه بې سارې نمونه ده او د “هفت قلم” په نوم شهرت لري.
د توربخن مرمرو دا تيږه د هرات نامتو انځورګر، استاد کمال الدين بهزاد ډيزاين کړه او څو هنرمندانو ورباندې کار وکړو. استاد شمس الدين حکاک، استاد ميرک نقاش اواستاد زين الدين معمار نومونه په تاريخ کې ياد شوي دي. ممکن د بايقرا وزير اميرعلي شير نوایي او مولانا جامي هم پکې ونډه اخستې وي ځکه د هغه وخت د هرات په کلتوري پروګرامونو کې د دوی هم لوی لاس و.
د هفت قلم د نوم په اړه څو توضيحات ورکړل شوي دي چې ممکن يو هم پکې سم نه وي. يوه دا چې تيږه په اوو (۷) ډوله خطونو کې کنده (حکاکي) شوی ده. بل وايي چې په تيږې يو بل د پاسه نقشونه کنده شول. درېیم وايي چې دا تيږه په اوو مرحلو کې تياره شوه، چې لومړی د غر نه د تيږې رابېلول، دویم دا په مستطيل شکل کې پرېکول، درېیم د تيږې هوارول، څلورم د جيوميټري په اصولو تيږه په برخو ويشل، پنځم د انګورو پاڼې او ګلونه ورباندې کښل، شپږم، ورباندې قراني آيتونه کنده کول او په اوومې مرحلې کې حکاکي شوې تيږې ته جلا (پالش) ورکول وو. يو بل توضيح يې داسې دی چې پخوا به ناوې ته اوو ډوله سينګار کېدو چې “هفت قلم” به يې ورته ويل. د دوو شاعرانو، جامي او نوایي په شتون، ممکن د دوی له خوا ورته دا شاعرانه نوم ورکړل شول وي.
دا څرګنده نه ده چې په تيږې څه وخت کارپېل شو خوډېره موده پرې واوړېده. ځينې وايي چې ۷ کاله ورباندې کار کېدو او په ۹۰۲ هجري قمري ( ۱۴۹۶ م ) کې تياره شوه. سلطان بايقرا به هره اوونۍ د کارځای ته ورتلو او د هنرمندانو ستاينې لپاره به يې ورته د سرو زرو سکې په انعام کې ورکولې. بيا داسې وشول چې د باچا ځوان زوی غريب شاه ميرزا مړ شو او دا تيږه د هغه په قبر کېښودل شوه.
يو روايت دی چې سلطان حسين هم هغسې د يوې بلې تيږې د جوړولو امر وکړو نو حکاک استاد وویل چی بله تیږه به اووه کاله نور وخت غواړی. سلطان په خندا وویل “برای مردن عجله ندارم” (د مرګ لپاره بېړه نلرم)
د يويشتمې ميلادي پېړۍ په پېل کې د يونيسکو ماهرانو د هفت قلم تيږه سکن کړه او په دې جوړ نقشونه يې مطالعه کړل چې يو بل د پاسه کنده شوي وو. دا دواړه يې د يو بل سره پرتله کړل او هېڅ فرق يې پکې پيدا نکړو.
په ليدو کې د تيږې بره او ښکته برخه يو ډيزاين معلومېږي خو چې لږ ورته ځير شې نو بره برخه د نازکې جالۍ بڼه واخلي. اوس محال د کمپيوټر په مټ دا درې اړخيزه (تري ډي) ډيزاين په اسانه جوړېږي. خو ۵۰۰ کاله پخوا د هرات دې هنرمندانو پخپلې پوهې او مينې په تيږه کې دا ښکلی نقش راوپنځولو. دا کار دومره اسانه نه دی او د انګورو ځېلۍ او پاڼې چې يو بل کې تاو راتاو د دې په اوږدو خواو کې جوړ دي، انسان ورته حيرانه پاتې شي.
د افغانستان د اوږدو جګړو سره سره هم دا تيږه د غريب ميرزا د قبر نه چا ليرې نکړه. ښايي په شلمې ميلادي پېړۍ کې کله چې دا د خپل ځای نه وخوځول شوه نو يوه وړه ټوټه ترې بېله شوه او يا چا ترينه ماته کړه.
د تیموریانو قبرونه په دوو ځایونو کې پاتې دي. د ګوهرشاد په مقبره کی د هغې د قبر څنګ ته څلور نور قبرونه هم شته. بل په ګذرګاه کې د ګڼ شمېر شاهزادګانو قبرونه دي خو په تېرو دریو لسېزو کی د ځینو قبرونو ډبریني لوحې ماتې يا بې ځایه شوي دي. ځينې د دې لپاره چی وساتل شي له قبرونو ایسته کړل شوي وو او اوس څوک نه پوهیږي چې کومه لوحه د کوم قبر ده.
د غریب میرزا د قبر دا تيږه د خواجه عبد الله انصاري د مزار شمالي دالان په يوې کوټې کې ايښې دي. د هرات والي په امر ورباندې د شېشې يو پوښ پروت دی چې نور خراب نشي. خو د غريب ميرزا قبر اوس ورک دی.
د هفت قلم په تقلید درې نورې تيږې هم جوړې شوې چې ټولی د خواجه عبدالله انصاری په زیارت کی په قبرونو ايښي دي. داسی ښکاری چی يا خو د بایقرا د دربار خلک وو او يا د تیموری شاهزادګانو قبرونه دی. په دوی کوفی، ثلث او نسخ خط لیکنی شوي دي چې تر اوسه نه دي لوستل شوي. خو دا ثابته ده چی دا تیږی د هفت قلم په تقليد جوړ شول. که له ليری ورته وګورو، کټ مټ هفت قلم په شان ښکاري خو له نیږدی یی وګورو نو د زمکې او آسمان فرق پکی دی. پدی تقلیدی تیږو کی نه هغه ظرافت شته او نه هم د نقشونو پيچلیتیا او مهارت.
عکسونه او معلومات په هرات کې د محمد قاضي زاده نه په مننې
د خپريدو نيټه
۷ اپريل ۲۰۱۵ م
صفيه حليم