په دې سيمو کې چرې هم سرشميرنه نه ده شوې خود پاکستاني حکومت د اندازې ترمخه په قبايلي سيمه کې درې اعشاريه يوميلين، ۳۱ لکه وگړي ژوند کوي. پخپله قبايل واي چې دوي اويا لکه، ۷ ميلينه دي. ددې قبايلود ۷۰ نه زيات لوې قامونه په دې سيمو کې ميشت دي اوپه پاکستان کې دا ” ياغستان او د علاقه غير ” په نومونو ياديږي.
ددې غيرعلاقې د انتظام لپاره انگريز په نولسمې پيړۍ کې دا په ايجنسيو وويشله. د هند په نوروغرنيو سيمو کې هم داسې ايجنسۍ وې او د ويش نه وروستو د هند حکومت داسې ټولې سيمې د مرکزي حکومت سره يو ځاې کړې. خو پاکستاني حکومت دا په نورو وړو انتظامي برخو وويشله او اوس دا قبايل په ديارلسو برخوکې اداره کيږي. اوو ( ۷) برخې يې د “فاټا” ( فيډرلي ايډمنسټرډ ټرايبل ايرياز) ترانتظام لاندې دي. په دې کې باجوړ، مومند، خيبر، کورمه، شمالي وزيرستان، جنوبي وزيرستان اوورکزي شامل دي.
اصل قبايلي سيمه هم دا د ” فاټا په لاس کې ده چې پکې دوه ډوله قانون چليږي. يوه قانون ايف-سي-آريا فرانټيرکرايمز ريگوليشن دي چې د انگريزله وخته دلته معرفي شول. دويم بيا قبايلي قانون دې چې د “پښتونولي” په بنسټ ولاړ دي. ايف سي آر هغه وخت عملي کيږي چې يو قبايلي وگړې د پاکستان په حکومتي سيمو کې د يو کس يا پخپله د حکومت پر ضد يو جرم وکړي. په دې قانون کې د گډ مسئوليت ماده هم شته چې که يو کس جرم وکړي نو تاوان به يې تول ټبريا قام په گډه ورکوي. قبايلو ته د پوليټيکل انتظاميه د فيصلې په ضد د پاکستان په لوړو محکمو يا عدالت کې د اپيل حق نشته. دوي کولې شي چې کمشنر يا ډپټي کمشنر ته په دې فيصلې بيا کتنې خواست وکړي. د انساني حقوقو ادارې دا د ” تور قانون” په نوم يادوي.
د قبايلو خپلې شخړې دپښتونولي د نرخونو په بنسټ هواريږي. دا نرخونه په هرې سيمې کې توپيرلري چې د جرگود لارې فيصله کيږي. حکومت ددې قبايلي مشرانو ته چې ملک سيسټم نوميږي، ځينې مراعات د پيسو په شکل کې ورکوي چې مشر يې پرخپل قام ويشي. د حکومت له خوا د هرې سيمې يو پوليټکل ايجنټ يا سياسي استاځې دمنځگړي دنده پرغاړه لري چې د انگريزله وخته پاتې دي.
د پاکستان په ملي پارليمان کې چې قومي اسمبلي نوميږي، ۳۴۲ کې د قبايلي استاځو ۱۴ چوکۍ دي. پخوا به دوي د څو زرو قامي مشرانو(ملکانو) له خواانتخابيدل چې د خپل راې لپاره به يې د هغه کانديد نه پيسې اخستې. دفاټا سيمو ته په ۱۹۹۶ م کې د پاکستان حکومت په انتخاباتو کې د ووټ ورکولوحق ورکړوچې قبايلو پخپله ترينه ښځې بې برخې کړې. ددې قبايلود ژوند لويه وسيله تجارت دې چې نورخلک ورته قاچاق واي. دوي حکومت ته ټيکس نه ورکوي. ځينو ځايونوته د بريښنا مزې غزيدلي دي خوددې لگښت نه ډډه کيږي.
پاټا
په صوبه خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې هم داسې سيمې شته چې هغه د صوبې په کنټرول کې دي. دا پراوينشل ايډمنسټرډ ټرايبل ايجنسي يا پاټا نوميږي. په خيبرپښتونخوا کې چترال، دير، سوات، مالاکنډ، مانسهره اود امب رياست دې انتظام لاندې راځي. په بلوچستان کې ژوب، لورالاي، دالبندين، کوهلواوډيره بگټي په “پاټا” کې شامل دي.
ايف. آر
شپږ (۶) نورې برخې د سرحدي سيمې (فرانټيرريجن) ترنوم لاندې اداره کيږي چې پيښور، کوهاټ، بنو، ډيره اسمعيل خان، ټانک او لکي مروت دي. دلته د پاکستان قانون چليږي.
صفيه حليم
د لومړي خپريدو نيټه
۲ مارچ ۲۰۱۳ م