Month: March 2013

خریدار

ملک صيب دا کتاب اوس اوس له چاپه راوتلی دی.” د سليم کتابفروش غږ د هغه پښې ونيوله او دې د هغه رېړې (کراچي) ته ودريدو. د ښار د دې لوی بازار په وروستي سر کې میدان د موټرو ودرولو غیر سرکاري ځای و. ملک زرغون شاه به هره ورځ څه نا څه سودا لپاره […]

د چين د مليکې نذر

په ۵۱۸ م کی د چين د “واي” سلطنت مليکې “هو” يوبوداي راهب سونگ يون ته د نذرلپاره څوسوغاتونه ورکړل او گندهارا ته يې ورواستوو. د فاهيان په څيردې هم د خپلو دووملو سره په يو اوږد سفر روان شو اودوه کاله يې په مساپرۍ کې تيرکړل. دده يو ملگرې هوي ژينگ نوميدو چې د […]

پالي ژبه

ارياي ژبه ترڅو چې د هند ختيځوسيموته رسيده نوپه څو برخو ويشل شوې او نورې ژبې پکې ورگډې شوې وې. دوه نيم زره کاله پخوا د اوسني بهار په مگهدا کې د هندې ارياي ژبو يوه څانگه پالي ونومول شوه. د پالي مانا، ” متن” يا ليکنه او دا د سانسکرت څانگه نه ده که […]

روه،روهيله،روهيلکهنډ

روه په سانسکرت ژبې کې د لوړې او د غره په مانا کاريږي. نامتو چيناي راهب فاهيان د پينځمې ميلادي پيړۍ په سر کې افغانستان او پښتونخوا ته ورسيدو نو د هغه وخت د ځايونو نومونه يې په چيناي ژبې تلفظ کول او ليکل. دې د ننگرهار نه وروسته ” لويي” ته ولاړو چې علامه […]