Category: شخصیت

میر زمان خان

د ۱۹ پېړۍ په سر کې د مومندو تیرا (تیرای) محمد اکرم خان، د جنګونو او دشمنۍ له کبله، کلی پریښودو. ځینې خلک دا د اپریدو ” تیراه” ګڼي چې سمه نه ده. دا د مومندو او اپریدو ترمنځ د شلمان غرختیځه ډډه ده. اکرم خان لومړی اتمانخیلو “انبار” ته لاړو او هلته نه بیا […]

سیده قانته بیګم

د ۱۹۷۰م په لسیزه کې ما د پیښور ریډیو” د خویندو پروګرام” لپاره مضامین لیکل. ذیتون بانو يې پروډیوسره وه او هره اوونۍ به يې یوه میلمنه د ژوندي پروګرام لپاره رابلله. سیده قانته بیګم به مې اکثر لیدله چې په سپینه بورقه کې پټه دننه سټوډیو ته ورتله. په هغو ورځو کې د ستوډیو […]

نثارمحمد خان

هغه افغان ستوری چې نوروته وځلید اوځانته تورتم شو نثارمحمدخان په ۱۸۹۷ م کې د صوابۍ په ” ذېده” کلي کې پیدا شوی دی. د اول خان زوی او د محمدعلي لمسی دی. همداسې دده د نورونیکونو نومونه کریم خان اوکرم خان وو. د نثارکورنۍ اوقامي سلسله په یوسفزوکې ایوب خیلو او په هغو کې […]

ملکه سرور سلطان

د ۲۰ پېړۍ په سر کې د افغانستان ملکه سرور سلطان د ټولنې په بدلون کې لویه ونډه لرله. دا د امیر حبیب الله خان دریمه میرمن وه. سرور سلطان په ۱۸۷۵م کې کابل کې وزیږېده. د دې پلار د بارکزي ټبر، لویناب شیردل خان او نیکه يې میرداد خان د کندهار شاغاسي ټبر څخه […]

بانو

په ۱۹۹۲م کی د پیښور په “کانټی نینټل” هوټل کې د پښتو افسانو کتاب “خوبونه” د مخ کتنې غونډې ته ورغلم. لیکوالې او استادې، ذیتون بانو سره مې ډېره موده وروسته ولیدل نو کتاب يې راکړو. بانو مې د سکول د زمانې نه پیژندله او ما سره يې لکه د مشرې خور چلند کاو. د […]

کابل او باوري

یاد مې نه دي چې استاد محمد رسول باوري سره مې کله په بي بي سی کې مرکې پېل کړې. دی کابل پوهنتون د لرغونپوهنې استاد، څه موده یورپ او بیا بیرته وطن ته لاړو. ما په ۲۰۰۴م کې مخامخ په کابل کې ولیدو او خبر شوم چې ده هم د نورو استادانو په شان […]

بهرام خان مومند

په نومبر ۱۸۲۶م کې د خیبر درې نه د ۱۵۰۰ کسانو یوه قافله ” تاکال” ته ورسیده. په دوی کې نیم د هند او نور د افغانستان د بیلا بیلو سیمو خلک د سیکانو سره جهاد لپاره روان وو. د قافلې مشر سید احمد بریلوي شا و خوا ۱۰ میاشتې وړاندې د راجستان د ټونک […]

زري سرفراز

زما یادېږي چې مور به مې په اخبار کې د زري سرفراز تصویر ولیدو نو ویل به يې ، دا زمونږ کور ته راغلی وه. بیا به يې د هغه وخت کیسې شروع کړې چې څنګه هغې به بورقه (چادري) په سرښځې جلسو ته بوتلې. د مردان د سرفراز خان مشره لور زري په جولای […]

دلاسه خان

په ۱۵ مارچ ۱۸۴۷ م په بنو کې میجر ایډورډ هربرټ د سیمې یو نامتو جنګیالي، دلاسه خان د راتلو په انتظار و. دی هغه وخت د سیکانو د استاځي په توګه بنو ته رسیدلی او دلاسه خان ته يې د روغې لاس غځولې و چې هغه وخت سپین ږیری و. په ټاکلي وخت ۶۰ […]

ایدهي

د ۲۰۱۶م جولای میاشت، د کراچي په سرکاري روغتون کې د ۸۸ کالو یو مرګی حال سپین ږيری وصیت کوي. که غړي مې روغ او د بل انسان پکاریدل نو له خښولو وړاندې رانه وباسئ. په ۸ جولای دغه بوډا عبدالستار مړشو نو سترګې يې یو نابینا ته ولګول شوې. عبد الستار په ۱۹۲۸م کې […]