پتمن افغان دا عکس جان برک په ۱۸۷۹ او ۸۰ م تر منځ په افغانستان کې اخستې و. په دې کې د قبایلي سیمې یو پښتون په سپینو جامو کې ښکاري. د ده په سر پټکی او په واسکټ يې یو میډل(بادرۍ) ځوړند دی. څنګ ته يې توره ده. دا عکس د یو داسې البم برخه و […]
نهرو او قبایل دا عکس په ۱۷ اکتوبر ۱۹۴۶ م د رزمک په یوې جرګې کې واخیستل شو. یو سپین ږیری د پنډت نهرو مخې ته په قهر ولاړ دی. جواهر لال نهرو هغه وخت د هند خارجه وزیر و او صوبه سرحد ته د خپل سفر نه وړاندې يې پښتنو ملکانو او خانانو ته لیکونه وراستولې و. […]
زمبورک دا د هغې توپې تصویر دی چې زمبورک یا شترنال نومیدو او په ۱۸ میلادي پېړۍ کې د افغانستان او چاپېره سیمو جنګ وسله وه. د برونزو دغه توپې د لرګي چوکاټ لرلو چې د څرمنې په تسمو به د اوښ په شا يې تړلو. دا زمبورک ۱۸۵۰ او ۵۵ م په لاهور کې جوړه […]
جوپان د لرګي ډولۍ چې پخوا به پکې ښځې د یو ځای نه بل ته وړل کیدې. جوپان (چوپان) د لرګي یو صندوق چې یوه غاړه به يې بنده او بله پرانستې وه. په دې کې به دوه کسان یو بل ته مخامخ کیناستلې شول. دغه صندوق یا ډولۍ به د لرګي په څلورو ډنډو ټینګ […]
په پښو پریوتل په دغه عکس کې یو سپین ږیرې، د افغانستان پخواني باچا ظاهر شاه پښو ته لاس وړي. دوه کسان چې یو يې ممکن د باچا باډی ګارډ وي، هغه له دې منع کوي. باچا پخپله هم ورته لاس غځولې دی چې دا کار ونکړي. د چا پښو ته ټیټېدل د هغه کس درناوی ګڼل کېږي. […]
پښتنه جینۍ دا تصویر د ۱۹۰۰ او ۱۹۱۰ تر منځ واخیستل شو. د آر-بي هومز له خوا په تصویر کې یوه ماشومه (پیغلوټې) سپینه بورقه په سر ولاړه ښکاري. ښایی دا د پیښور په عکاس خانه کې اخیستل شوې وي. د شلمې میلادي پېړۍ په سر کې د هند خلک فلمونو او عکسونو سره دومره لیوالتیا ښودله […]
افغانان په لاهور کې دا عکس په ۱۸۸۰ م دسمبر په میاشت کې یو انګریز جان برک واخستو. هغه وخت دوېم افغان جنګ پای ته رسیدلې و، سردار محمد ایوب خان په پارس کې خپل پوځ له ترتیب ورکوو. سر لیپل ګریفن امیرعبد الرحمان ته د اپریل په میاشت کې د ملګرتیا لیک وراستولې و. امیر هم د ملایانو […]
آتما رام دا انځور په ۱۸۴۱ م کې یو انګریز جیمز رېټري په افغانستان کې کښلې دی. یو سپین ږیرې هندو آتما رام د کورپه بره برخه کې ناست بهر ننداره کوي. دی د پیښور اوسیدونکې او د کندوز حاکم مراد بیګ ( وروسته د بخارا امیر) وزیر و. په دې انځور کې آتما رام په غاړه […]
حبیبیه هال په دغه عکس کې د افغانستان امیر حبیب الله خان د لاهور د یو کالج استادانو سره ښکاري. په لاهور کۍ د اسلامیه کالج په نوم دوه کالجونه دي. د یو نوم ګورنمنټ اسلامیه کالج په ۱۸۸۸ م کې د “دیانند آیورویدیک” پوهنځي نه انګریزانو د پنجاب لومړی کالج جوړ کړو. د دې د نوم […]
سربلند خان اڅکزی دا تصویر په ۱۸۷۹ م کې یو انګریز جان برک اخستې دی چې د برطانوي پوځ سره افغانستان ته ورغلې و. په دې کې د اڅکزو یو مشر سربلند خان او ۵ نور کسان ښکاري. سربلند خان او دده شا ته ولاړ سپین ږيري د دودیزه جامو د پاسه د وړۍ چپن اغوستې ده چې […]