بابا صابر په لاهور کې د بادشاهي جومات شا ته په لوړه يو تنګ سړک د انګرېزانو د وخت څو ودانۍ جوړې دي. هيچا ته د سړک نوم نه دې معلوم او نه يې څوک پوښتنه کوي. د مارچ په ۲۴ نېټه ۲۰۱۴ م په سخت باران کې په تپوس او پوښتنه “کلا ګهاټي” کې د صابر […]
په افغانستان کې د ډبرې زمانه د سمنگانو د اېبک ښار نه ۱۳ کلوميټرشمال کې د حضرت سلطان ولسوالۍ په جنوب ختيځ کې د “قره کمر” نومې غار چې د نيمې کاسې په شان ښکاري، د زرگونو کاله پخواني انسانانو د ژوند نښې لري. د قره کمر په نوم يو بل ځاې د بدخشان او تخار ولایتونو تر منځ د فیض […]
په باميانو کې رنګ او روغن په ٢٠٠٦ کال کى د بامېانو د يو غار په دېوالونو د اوومى ميلادي پېړۍ جوړانځورونه وموندل شول چې د لوګي په تور والي کې پټ وو. د باميانو دا غارونه د هغو لويو بودايي مجسمو شا و خوا د راهبانو له خوا د عبادت ځايونو په توګه کاريدل او د جاپان لرغون پوهانو دلته […]
د احمد شاه دراني يو فرمان دا فرمان يو مهم تاريخي سند دی چې ورباندې د ۱۱۶۹ هجري نېټه ليکلې ده. دا د احمد شاه د واکمنۍ نهم کال و او دی ممکن هغه وخت د هند لوري ته روان و. فرمان په پېښور کې ليکل شوی دی او له هغې راهيسې هم په دې ښار کې وساتل شو. د شلمې […]
د بيبو مقبره د افغانستان د واکمن تيمورشاه میرمن (معشوقې ) مقبره د ” بي بو” قبر په نوم مشهوره ده. تيمور شاه په ۱۷۴۸ م کې په مشهد کې زيږيدلې و او د نهو کالو لا نه و چې د افغان لښکروسره د هند لوري ته وروستل شو. احمد شاه ابدالي په ۲۸ جنوري ۱۷۵۷ م کې […]
زن – زنبيل او زنداور د هند او د پارس ترمنځ په تجارتي قافلو کې د ” زون يا زن” زيارت کوونکي هم و. هره قافله چې بست کې به يې پړاو وکړو، د “زنداور” لپاره خلک به ترينه بېل شول. هلته په يوې لوړې غونډۍ د نمر د اسطورې ” زون” لوې عبادت ځاې و. ځينې لرغون پوهان باور […]
د شاه شجاع مرگ ځينې به ووايي چې شاه شجاع د لومړي افغان انگليس جنگ پر وخت په بالا حصار کې ووژل شو او ممکن مړې يې د مېکناټن غوندې په لارو کوڅو کې راښکل شو. د شاه شجاع نوم د ډېرو افغانانو په زړه کې د نفرت او د کرکې احساس راپاره کړي. هغه د انگرېزانو غلام او […]
ساکايان څوک و؟ دوه نيم زره کاله پخوا کله چې انسانانو د اوسپنې په دوره کې ژوند کوو نو د تورې بهيرې او د قفقاز د غرونو منځ پراخه سيمه په يوناني ژبې کې د “سيتيا” په نوم پېژندل کيده. دا د اوسني اوکراين خاوره وه چې پکې کوچاني قبايلو ژوند کوو ” سيتيان” نومېدل. دوي د اسونو […]
د کابل تاريخچه د دې سيمې د نورو ښارونو په څېر، کابل د لرغونې تاريخ په پاڼو کې د بلخ او هرات په شان شهرت نه لرلو. دا د ختيځ لوري ته د حمله کوونکو او کډوالو په لاره کې د دمې ځاې و او داسې اټکل دې چې د برونزو په دوره کې خلکو دلته ژوند پېل […]
د افغانستان لومړی کاغذي نوټ د ۱۹۲۵ كال د مارچ ۱۸ نېټه وه، د ماسپښين په دوو بجو د حكومت د ادارو استازي، سوداګر، صنعتګر او د بزګرانواستاځي د کابل د “ګلخانې ماڼۍ” كې سره راټول شوي او د افغانستان د امير امان الله خان خبرې يې اورېدې. پاچا ورته د وزن، کچ او د سکو د اندازو په اړه […]