پارس که ايران په تاريخي توګه د پارس خليج په شمال کې زمکې نوم پارس و چې په يوناني کې به يې ورته پرسيس او لاطيني کې پرشيه شو. عربانو “پ” په “ف” واړوله او دا فارس شو. د ايران مانا د ” اريايانو خاوره” کېږي او ځينې خلک باورلري چې دا نوم په څلورمې ميلادي پېړۍ کې […]
بېجنگ ټوله شپه د سفر نه وروسته سهار بېجنگ ته ورسېدو او مازديګر د سيلانيانو د يوې ډلې سره د تينانمېن مېدان ته ورغلو. د نومبرهوا دومره سړه وه چې په دوو جمپرونو او د څرمنې په جېکټ کې هم رېږديدم. د چين د انقلاب هغه لوی ميدان د پخواني شاهي ښار مخې ته جوړ دی […]
باختري اوښ يو خو اوښ وي او بل هغه اوښ وي چې دوه کوهان (ملاوې) لري او په نړۍ کې د باختري اوښ په نوم پيژندل کېږي. د حيواناتو (زووالوجي) د علم له مخې دواړه د يو اوښ له نسله دي، خو دوو بېلا بېلو زامنو نه پېدا شوي دي. شا و خوا ۳۰ ميلينونه کاله کېږي […]
نوګزی، شلګزی او چلګزی د چلګزي بابا په خوا کې چرګي اسونه غازي خان تړلي دينه د پښتونخوا او افغانستان زیاترو کليو او بانډو ته ورڅیرمه یوه اوږده قبرباندې د خلکو ډېره عقيده وي. ښځې هم په درناوي یي منې او د خپل مراد هیله ترې کوي. داسې قبرونو ته په بیلابیلو سیموکې خلک د شل، چل یاچهل اونو(ګزي) […]
حاجيګک د افغانستان د غرونو هغه لړۍ چې کوه بابا نومېږي، د هند د سمندر نه راپورته شوي دي. ميلونونه کاله پخوا د سمندر په تل کې د سونامي يا زلزلي له کبله زمکه دومره پورته شوه چې دا غرونه ترې جوړ شول. دلته د اوسپنې له زېرمو پخواني خلک هم خبر وو او “دره فولادي” […]
د علي مسجد زيارت د پېښور په لوېديځ کې او د لنډي کوتل نه ۱۶ کلوميټر ختيځ کې د خېبردرې تر ټولو تنګه برخه د غزنويانو په تاريخ کې “سنګ سوراخ” نوميدو. د دې تنګۍ نه په يو وخت کې ايله يو اوښ تيرېدې شو. په اتلسمې ميلادي پېړۍ کې انګرېزانو د سړک جوړولو لپاره دا ځاې پراخ کړو. […]
د اټک کلا اټک ته پخوا خلکو اټک بنارس ويل ځکه دلته د دوو سيندونو (اباسين او کابل) اوبه يو ځای کېږي او هندوانو سپيڅلی ګاڼه. په ۱۵۵۵ م کې د مغل باچا همايون د مړينې نه وروسته د ده يو زوی جلال الدين محمد اکبر د هندوستان او بل ميرزا محمد حکيم د کابل او پېښور واکمن […]
کشمير څنګه وويشل شو؟ کشمير پخپلو دريو ګاونډيانو، هند، پاکستان او چين ترمنځ ويشلې خاوره ده. د دې مرکزي او جنوبي برخې د هند په لاس کې دي. پاکستان د جنوب لوېديځ نه تر شمال لوېديځ خاوره په لاس کې لري او د انتظام لپاره د ګلګت بلتستان سيمه يې هم ورسره ګډه کړې ده. د دې شمال ختيځ […]
د پلاسټکو کڅوړه کله چې د پلاسټکو کڅوړې نه وې نو انسان څنګه ژوند کوو؟ زما د نسل خلکو هغه زمانه کې ژوند کړی دی چې پلاسټک نه به يواځې د لوبو شيان جوړېدل. اوړه او وريژې به د سڼ په بوجيو کې بند وو چې وروسته به يې په کې زاړه لوښي لرګي بندول. چيني به د […]
د عربي هيوادونو ټولنه جامعه الدوله العربيه چې په نړۍ کې د عرب ليګ په نوم شهرت لري، په منځني ختيځ او عربي هيوادونو کې يو اساسي سازمان بلل کېږي. دغه سازمان د عربي هېوادونو، د عربانو د همغږۍ، د پياوړتيا او سېمې ته د هر اړخيز امنيت د برابرولو په موخه په ١٩٤٥ کال تاسيس شو. دغه سازمان […]