د سلطان روزنامچه د برطانوي میوزیم د خطي مسودو په ګیلري کې د انډونیزیا د یو جزیرې ” بون” سلطان احمد الصالح شمس الدین د لاس لیکل شوی روزنامچی ( ډایري) هم پرتې دي. دی د ۱۷۷۵ م نه تر ۱۸۱۲ ژوندی او تر ۱۷۹۵م يې حکومت کوو. د بون او د دې شا و خوا جزیرو ژبه […]
مرغ زرین په ۲۰۱۸م کې د پاکستان نوی وزیراعظم عمران خان پکول (چترالي ټوپۍ) په سرد چاپیریال په غم، د بیلیاردو ونو کرلو اعلان وکړو. دی خبر نه و چې په ټوپۍ کې يې د مرغ زرین وزر ټومبلې و چې نړۍ کې د ورکیدو په حال دی. د دښتې چرګ- سونا مرغ- سونال- نیل- او “مونال” […]
دریا خان مقبره د ډېلي په جنوبي مارکيټ “قدوايي نگر” کې يوې لوړې باندې جوړ د څلورو گومبدو يوه جوپه د ۱۵ پېړۍ د لودیانو د جوړښت یوه بیلګه ده. دلته د دريا خان لواڼي مقبره ده چې د لودي باچاهانو په وخت کې قاضي القضات و. دریا خان د بهلول لودي، سکندر لودي او تر ۱۵۲۶م ابراهیم […]
پوله پټی پوله د دوو پټیو په منځ کې هغه سرحد وي چې د خاورې او په څو تیږو جوړ شوی وي. د پښتنو په سیمو کې د دغو پولو سره د ویالې، لښتي یا سیند اوبه، د یو کس پټی خړوبوي. د کروند ګرو د اوبو وار ټاکلو لپاره د کلي خلک په یو هوجره کې […]
جوغه جوغه (جوقعه) یا جیغه د سرو زرو هغه ګاڼه ده چې د هند په لویه وچه او پارس کې شته منو سړو په پټکي یا ټوپۍ کې ټومبله. د دې نه وړاندې د شاهانو او راجه ګانو په پټکي کې د طاوس يا د مرغ زرېن بڼکه د دوی د واک او مقام ښکارندوی وه. […]
د امیر عبد الرحمن وصیت په تورخم کې د خیبر رایفلز ملیشیا مرکز په وړوکي میوزیم کې پروت د پیتل یوه دړه د لرګي په چوکاټ کې بند او د پاسه پرې عربي متن کنده شوی دی. عربي متن په پښتو کې دا مانا ورکوي. ” په دې کې شک نشته چې ډېر ژر زما روح به د خپل پروردګار […]
خوارزم او چنګیز په تاریخ کې د “کله مینار” ټکی د چنګیز ویجاړونکي ځواک سره تړلی دی. په ۱۲۰۰م کې د مرکزي ایشیا ترک قبیلې خپل منځ جنګونو کې محمد علاوالدین د اوسنی تاجکستان، ازبکستان، ترکمانستان، قرغزستان او داغستان سیمه ونیوله چې خوارزم نومیده. د دې لوړو غرونو نه وراخوا منګولیا (مغلستان) یوه لویه دشته کې د کوچیانو […]
ابادي بانو بیګم د هند د خپلواکۍ غورځنګ دوو وروڼو محمد علی جوهر او شوکت علی مور په تاریخ کې د “بي اما” په نوم شهرت لري. ابادی بانو په ۱۸۵۰ م کې په روهیله ریاست رامپور کې وزیږېده. د دې پلارشیخ مظفرعلی په نجیب اباد کې د پوځ په سپاره دسته کې شامل و. په ۱۸۵۷م کې […]
پیښوری خوانچه د لرګي او اوسپنې جوړ، دغه لوی پتنوس به ډېر دروند و. په دې کې به يې د واده ( ولیمې) ډوډۍ ورکوله. د پیښور په لارو کوڅو کې “خوانچه فروش” په دغه پتنوس کې واړه توکي او چڼې مومپلي خرڅول. د “خوانچې ډوډۍ” ښار په شته منو ودونو کې میلمنو ته ورکړې کیده. د […]
عثماني سلطنت د ترکانو ۷۰۰ کاله واک چې د شمالي افریقه نه تر هند ملکونه پکې راټول وو، په ۱۳ میلادي پېړۍ کې پېل شو. هغه وخت د ترکمانستان نه ارطغرل نومې قبیلې کوچ وکړو او اوسني اناطولیا ته ورسید. هلته دوه ډلې په جنګ وې او سلیمان ارطغرل د یوې ډلې په ملاتړ خپلو ۴۰۰ سپارو […]