د حضرت محمد (ص) نه وروسته د اسلامي ملکونو مشري پرله پسې ۳۰ کاله د څلورو خلفاو په لاس کې وه. دا موده له ۶۳۲م
څخه تر ۶۶۱م او د ” راشدون یا خلفاء راشدین په نوم یادېږي.
د لومړي خلیفه حضرت ابوبکر صدیق ( رض) خلافت دوه کاله د ۶۳۲-۶۳۴ م تر منځ و. ورپسې حضرت عمر ( رض) شا و خوا لس کاله ۶۳۴-۶۴۴م، حضرت عثمان(رض) د ۶۴۴ او ۶۵۶م تر منځ او حضرت علي ( رض) له ۶۵۶ او ۶۶۱م کې خلافت په عهده پاتې وو او درې واړه د سیاسي مخالفت له کبله شهیدان شول. له دې وروسته د حضرت علي ( رض) د زوی امام حسن (رض) نوبت و خو هغه د شخړې د ختمولو لپاره له خلافت لاس واخیستو. د ده په ځای د امیه ټبر امیر معاویه بن ابی سفیان خلیفه وټاکل شو چې کله مدینه او کله دمشق څخه يې حکومت کاو. په ۶۸۰م کې له مړینې وړاندې خپل زوی، یزید د خلافت لپاره ونومولو. هغه وخت دا په موروثي باچاهۍ بدل شو او د بنو امیه ۱۲نورو کسانو شا و خوا ۶۷ کاله، پرله پسې حکومت وکړو.
معاویہ بن یزید ( ۶۸۳-۸۴م)
مروان بن حکم( ۶۸۴-۸۵م)
عبدالملک بن مروان( ۶۸۵-۷۰۵)
ولید بن عبدالملک( ۷۰۵-۷۱۵م)
سلیمان بن عبدالملک (۷۱۵-۷۱۷م)
عمر بن عبدالعزیز(۷۱۷-۷۲۰م)
یزید بن عبدالملک( ۷۲۰-۷۲۴م)
هشام بن عبدالملک(۷۲۴-۷۴۳م)
ولید بن یزید(۷۴۳- ۷۴۴م)
یزید بن ولید (۷۴۴م)
ابراهیم بن ولید(۷۴۴م)
مروان بن محمد ( ۷۴۴-۷۵۰م)
په دغو ۶۰ کالو کې عرب مسلمانانو د ایشیا او افریقا لویه خاوره ونیوله او خلک پکې مسلمانان شول. خو دوی د حضرت محمد د ټبر سیاسي مخالفین په بندي خانو کې وساتل. د هغه د تره عباس ابن عبدالمطلب نمسو په ۲۵ جنوري ۷۵۰م کې د اوسني عراق د “زاب سیند” پر غاړه د امیه لښکر مات کړو. ابوعباس عبد الله ( السفاح) ټول امیه شهزاده ګان یوې ماڼۍ ته د میلمستیا لپاره وبلل او وې وژل. په دوی کې یو کس عبد الرحمن الداخل ژوندی وتښتیدو او وروسته په اسپانیي کې يې خلافت جوړ کړو.
په ۷۵۴م کې د السفاح له مړینې وروسته، ابو جعفرالمنصورخلیفه شو چې په ۷۶۲م کې يې نوی پلازمینه ” بغداد” په نوم جوړه کړه. دی په ۷۷۵م کې مړ شو او بیا پرله پسې، ۳۷ نورو کسانو شاو خوا ۵۰۰ کاله د عباسي خلافت بار په اوږو یوړو. د دوی نومونه داسې دي.
المهدي (تر ۷۸۵م)
الهادي ( تر ۷۸۶م)
هارون الرشید. (تر ۸۰۹م)
الامین. ( تر ۸۱۳م)
المامون. (تر ۸۳۳م)
المعتصم بالله. (تر ۸۴۲م)
الواثق بالله. (تر ۸۴۷م)
المتوکل علی الله. (تر ۸۶۱م)
المنتصربالله. (تر ۸۶۲م)
المستعین بالله ( تر ۸۶۶م)
المعتز بالله ( تر ۸۶۹م)
المهتدی بالله. ( ۸۷۰م)
المعتمد بالله.( ۸۹۲م)
المعتضد بالله. ( تر ۹۰۲م)
المقتفی بالله.( ۹۰۸م)
المقتدر بالله. ( تر ۹۳۲م)
القاهربالله. (تر ۹۳۴م)
الراضي بالله. ( تر ۹۴۰م)
المتقي بالله. (تر ۹۴۴م)
المستکفي بالله. ( تر ۹۴۶م )
المطیع بالله. ( تر۹۷۴م )
الطایع بالله. (تر ۹۹۱م)
القادر بالله. ( تر ۱۰۳۱م)
القایم بالله.( تر ۱۰۷۵م)
المقتدي بامرالله ( تر ۱۰۹۴م)
المستظهربالله (تر ۱۱۱۸م)
المسترشد بالله. ( تر ۱۱۳۵م)
الراشد بالله. ( تر ۱۱۳۶م)
المقتفی لاامرالله. ( تر ۱۱۶۰م)
المستنجد بالله. ( تر ۱۱۷۰م)
المستضی بالله ( تر ۱۱۸۰م)
الناصرالدین الله. ( تر ۱۲۲۵م)
الظاهربامر الله. ( تر ۱۲۲۶م)
المستنصر بالله. ( تر ۱۲۴۲م )
المستعصم بالله. ( تر ۱۲۵۸م )
د پارس (ایران) افغانستان او مرکزي ایشیا لویه خاوره چې د عربانو لاس ته ورغله نو هلته ځایی حاکمانو ډېره موده ورسره جنګونه کول. بیا د اسلام د خپریدو سره سره دغو حاکمانو به خلیفه ته باج ورکاو تر څو خپلواکه شول. دوی به ځان لپاره د ” امیر یا سلطان” لقب غوره کړو او خلافت یواځې عربي نړۍ کې پاتې شوه.