د عراق جنوب کې د ” اوروک – اور” سیمه د “زیګورت” یا الزقوره (جمع زقورات) ودانۍ لپاره شهرت لري. د اهرام په ډول جوړ ۶۰۰۰ کاله پخواني دا آثار د میسوپوټیمیا د تمدن تر ټولو پخوانۍ نښه ده.
په ۲۰ پېړۍ کې دلته په خټینو خښتو، میخي خط د نړۍ لومړی لیکلی ژبه وموندل شوه. په دغو کې د اهرام نوم” زیقوراتم” یعني ” لوړ یا اوچت” ځای لوستل کېږي.
په میسوپوتیمیا کې مختلفو قامونو لکه، سومیریا- اکاډیا- ایلام- ایبلایټ او بابل ژوند کاو او د اوروک په زقوره کې د ددوی ټولو عقیدو څرک لیدل کېږي خو په تیره بیا د ایلامي دین نښې ډېرې دي. اوروک (عراق) د تاریخ د نامتو باچا ” ګیلګامش” د زیږېدو ښار او په میخي خط د ده داستان په تاریخ کې لومړی ادبي کیسه ګڼلی شي.
د زقوره منځ کې کچه (خام) خښتې او بیا د پاسه يې تنور کۍ پخې خښتې لګېدلي دي. دا ټول په ” قیر” یا تارکول” نښلول شوی وې. د بره ختلو لپاره پرې یو هوار لاره ( سړک) و چې اسونه او خرګاډي به پرې تلی شول.
د زقوره په جوړښت کې یو لک او ۲۵ زره خښتې وکارول شوې چې هره یوه يې ۳۵ سینټي میټر اوږده، هم هغه هومره پلنه او ۱۵ سینټي میټرغټه وه. دا اهرام په دریو طبقو جوړ او هره طبقه د یو ښار د اسطورې په نوم وه. د میسوپوتیمیا د ولس په عقیده، خدایان په اسمان کې اوسېدل نو د زقوره تر ټولو لوړه طبقه د زمکې او د اسمان تر منځ یوه رابطه ګڼلې شوه. یواځې لوی کاهن(ملا) به په لوړه مناره او هلته جوړ معبد ته ختلی شو.
شا و خوا ۳۵۰۰ق م کې د پخواني زقوره تر ټولو لوړه مناره په سپینو تیږو وپوښل شوه. دلته د سومیریا د سپوږمۍ اسطوره ( نانا) عبادت کیدو او خلکو به ورته “سپین معبد” ویل. د دې جوړښت په ۵ کالو کې پوره شو چې ۱۵۰۰ مزدورانو به هره ورځ ۱۰ ساعته کار کاو. د زقوره چاپېره پلټنو کې د نورو ودانیو اثار رابرسیره شول چې پکې د اوسیدو ځایونه هم و. دا هم هغه وخت و چې کله ژبه په میخي خط ولیکل شوه.
په میسو پوټیمیا کې د لوړو منارو جوړول یو ضرورت و ځکه د دجله او فرات په سیندونو کې هر کال سیلابونه راتلل. هغه وخت د ښار خلکو به په زقوره ډول ودانیو ته پناه وړله. داسې اندازه ده چې د مصر لومړي اهرامونه چې په طبقو کې جوړ وو، د زقور کاپي و. په انجیل کې د میسوپوټیمیا د یو بل مشهورښار” بابل” د منارې ذکر راغلی دی چې هلته د ښه او د بد اسطورو جنګ وشو. دغه مناره ” ایتي مینانکی” نومیده. ځینې خلک باور لري چې دا د د اوروک زقوره وه. خو د بابل مناره او هلته د معلق یا ځوړند باغونو سیمه بېله وه. په دغو دواړو کې د یو په اړه اټکل کېږي چې نمرود اوسیدو او د حضرت ابراهیم (ع) د اور ته د غورځولو پیښه ممکن هم هلته شوی وي.