قیر(تارکول)


په موټړ، بس، ټرین یا طیاره کې سواره خلک د یوې شیبې لپاره هم سوچ نه کوي چې د دوی په سفر کې د تارکول یا د ” قیر” څومره ونډه ده.
په عربي کې” القار” د انګریزي ” ټار یا “بیټومن” او هندي تارکول، د میلاد څخه ۴۰۰۰ کاله پخوا د فارس خلیج په ساحلونو ویستل کیدو. دا سلیخ لرونکی، مایع پیټرول وو چې خلکو به د لرګي او تیږو د نښلولو لپاره کاروو. د دې رنګ به تور نه و خو وروسته په نورو ځایونو کې هم پیدا شول چې د کاربن زیاتوالي له کبله تور وو.
په ۴۰۰۰ ق م کې د میسو پوټیمیا خلکو دا د کشتیو تختې په خپلو کې نښلولو لپاره کاروو. یو روایت دی چې د حضرت نوح علیه السلام په کشتۍ کې هم قیر لګول شوی و چې اوبه پکې وردننه نه شي.
په لرغوني مصر کې د مړو مومیایی کولو مواد کې به قیر د نورو موادو سره یو ځای کول. اهرامونود تیږو ټینګولو لپاره به يې په اسفالټ کې تارکول ورګډ کړل. په سرو یا سپینو زرو کې د زمرد او لعلونو د خښولو لپاره به قیر ضرور وو. په شوش ( سوسا) کې د پارس د باچا داریوش د محل په تیږو کۍ هم د قیر نښې وموندل شوې. د روم سلطنت په لر وبر کې د سړکونو د جوړولو لپاره به يې تارکول استعمالول.
ټار” او قیر په خپل خاصیت او جوړښت کې توپیر لري. په تارکول کې کاربن او د نښلولو توان زیات وي چې حرارت سره ژر مایع کېږي. دا د اصل قیر څخه ګران وي نو ځکه په تعمیراتو کې يې لږ کاروي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *