سوریان


د سانسکرت نه راوتلي هندي ژبو کې، سوریه ( سورج) د لمرمانا ورکوي. په افغانستان کې د اسلام څخه وړاندې د سوریه عبادت ځایونه موجود وو چې یوه د کابل په خیر خانې کې هم و.
د “سور” په نوم غرونو کې یوه په ارغستان، بل د غور د آهنګران جنوب کې، دریم د کاپيسا “متولي” ته نږدې او څلورم د پشين سور غر دی چې پخوا به يې ورته ” دغلوغر” وئيل.
د پښتو”سور” ټکی د رنګ نه علاوه تاوده شي لپاره کارېږي. “سورچای- سور اور” د سخت ګرم او تود صفتي توری دی. دغه توری د یو قام یا ټبر لپاره څه وخت او ولې وکارول شو، معلومه نه ده.
ځینې څېړونکي “سوري” خلکو په اړه لیکي چې دوی له خراسان څخه د کسی ( سلیمان ) غر ته کډه کړی وه. علامه حبيبي واي چې په لوېديځ خراسان کې “س” په “ذ” بدل شو او د سوري تلفظ ” ذوري” شو. د هرات د سرخس په جنوب کې يو ښاراوس هم ” ذوراباد” نومېږي.

خراسان ته د عربانو له راتلو وروسته، هلته د سوري واکمنو نومونه په تاریخ کې ثبت شول. “مهاوي سوري” د حضرت علي (رض) هم عصر او اليعقوبې او بلاذري دواړو د ده نوم ياد کړې دی چې په شاهنامه کې يې هم ذکر شته.
د خراسان یو بل اميرسوري په ۱۰۳۳ م کې د غزني د سلطان مسعود په وخت کې د نيشاپور والي او پورا نوم يې سوري ابن المواطاز و. دی د لوستو کسانو سرپرست او د ابو محمد مولا بېهقي مشوره به يې اورېده. عبد الجبار بن حسن بېهقي چې د سلطان له خوا د خراسان د اطلاعاتو مشر و، په پارسي او عربي دواړو ژبو کې ترټلی او ملنډې پرې وهي، د یو شعر ژباړه داسې ده.
اې اميره خراسان ته وګوره
سوري مال او دولت راټولوي
که د ده لاس دې رالنډ نکړو نو تا ته به لوې زيان اړوي.
له ۱۲ تر ۱۵ میلادي پيړیو کې دغه سوري ټبر څنګه له خراسان ورک شول، معلومه نه ده. خو د غور او غزني څخه هندوستان ته تجارتي قافلې به په ګومل دره تیریدې. د سلیمان غرونو هغه څنډه چې ګومل سیند ته غځیدلی ده، هلته واړه کلیو کې به پښتانه اوسیدل. په ۱۵م پېړۍ کې دغو خلکو هندکو (سرایکي) ژبه هم زده کرې وه. هلته په یو کلی “زغره” ( روهړي) کې د سوري یو خیل میشت و چې مشر يې ابراهیم خان نومیدو. دا ځای د ډېره اسمعیل خان ” کلاچی” ته نزدې دی. ابراهیم سور به اسونه خرڅول او د خپل ټبرسره پنجاب ته يې کډه وکړه. دی او زوی حسن خان د لودیانو پوځ کې وو. د حسن خان زوی فرید خان په حصار فیروزه کې وزیږېدو چې وروسته د شیر شاه په لقب د هند باچا شو.

سرچینې
۱. شیر شاهي تاریخ- د عباس سرواني لیکنه. د ډاکټر دولت محمد ژباړه. د کابل پښتو ټولنه. ۱۳۵۴ه ش.
۲. طبقات ناصري. منهاج سراج. ترتیب و تحشیه، عبد الحی حبیبي قندهاري. اردو ژباړه غلام رسول مهر. اردو ساینس بورډ. ۲۰۰۴م
۳. بهار- د هندوستان پښتانه. صفیه حلیم. دانش خپرندویه ټولنه. ۲۰۱۰م ( ۱۳۸۹ ل)
۴. . پټه خزانه- د محمد هوتک بن داود. د پوهنې وزارت د دارالتاليف رياست- دوهم چاپ ۱۳۳۹ هجري شمسي.
5. Sher Shah Suri. 1540-1545. Dr. Hussain Khan. Feroz Sons Lahore. 1987.

Leave a Reply

Your email address will not be published.