متنجن


د ماشومتوب وختونو، یو واده د ډوډۍ په خوانچه کې مې یو قاب کې رنګین وریژې ولیدې. د پلاو غورۍ، د تنور ډوډۍ او د قورمې د کاسې سره هغه قاب راته د یو رنګین انځور په شان ښکاریدو. زړه مې کیدو چې لاس ورنزډې کړم خو مور راته سترګې برندې کړې. یاد مې نه دي چې څه مې وخوړل خو د هغو رنګینو وریژو له قاب، مور راته یوه قاشوغه ډکه راکړه. خوند يې د زردې ( خوږو وریژو) په شان او پکې هم هغسې پسته، بادام او کشمش ورګډ وو. د وریژو د پاسه اصل نقریی ورق هم و چې خله کې مې ویلي شو.
کور ته راغلم نو ورور ته مې د رنګینو وریژو کیسه کوله. هغه راته پسخیدو چې دا به څه وي چې هغه ترې محروم پاتې شو. بیا یو ځل زمونږ ګاونډیانو د عاشورې په نهمه یوه کاسه ډکه د رنګینو وریژو راوستوله. په لومړی ځل د دغو رنګینو وریژو له نوم ” متنجن” خبر شوم. ما به هر وخت د ورور نه پوښتنه کوله چې دا به يې څنګه پخ کړی وي. هغه ویل چې په رنګ او برش به چا یوه یوه دانه رنګ کړی وي.
زه حیرانه وم چې د وریژو دانې خو ډیرې وي نو چا به ټوله ورځ دا رنګول. خو د ګاونډیانو کره خلک ډېر وو او ما سوچ کاو چې هر چا ته به يې یو برش او رنګ ورکړی وي او د وریژو یوې ډېرۍ ته به ناست وي چې یوه یوه دانه رنګ کړي. نه یم خبر چې څه وخت ما دا خبره مور ته وکړه نو هغې وخندل. بیا يې یو ځل زیړې خوږې وریژې (زرده) پخول نو ما ولیدل چې هغې د ایشولو په وخت پکې لږ کورکمن ورګډ کړل. سپینې وریژې زیړې شوې او ما اندازه ولګوله چې هم دغسې به شین او نیلا رنګ د جوش په وخت اوبو کې ورګډوي. هغه وخت ماشومان به ډېر معصوم وو.
بیا د خپل کور او جارګي میرمنه شوم نو یوه ورځ مې د میلمنو لپاره مې د “متنجن” جوړولو نیت وکړو. د زردې په جوړولو خو پوهیدم نو له بازار مې څلور ډوله خوراکي رنګونه راوړل. وچې وریژې مې په څلورو برخو په بیلا بیل رنګ اوبو کې ویشول. بیا مې دا د خوږو او غوړو په شیره کې ورګډ، د بادام او پستې سره، داس ( اوون) کې دم ته کیښودل.
میلمنو ډوډۍ وخوړه نو ما د متنجن دیګچه له داس راوویسته. سر مې ترې لیرې کړو نو د لاچي او لونګو خوشبویی ټول کور کې خپور شو. خو زه هک پک پاتې وم ځکه ټولې وریژې بس په یو رنګ (سور) کې پاتې وو. ما په دیګچه کې څمڅۍ ښکته پورته کړه چې شنې او نیلا رنګ وریژې پکې پیدا کړم خو درک يې نه و. په مات زړه مې دغه خوږې وریژې په یو غورۍ کې وویستلې. میلمنو ته مې غږ ونکړو چې ما څه جوړول او څه ترې جوړ شول. خو هغوی واه واه کول چې داسې خونده ورې وریژې يې پخوا نه وې خوړلې.
زه په دې تکل کې شوم چې اخر دا متنجن سرخوړلی څنګه پخوي؟ خو د ژوند په نورو مصروفیاتو کې پخلی رانه هیر و او شا و خوا ۲۰ کاله مې متنجن و نه خوړو. دغه وخت کې د پیښور د ودونو کلچر بدل او د خوانچې په ځای د میز ډوډۍ رواج شوه. د غوښې پلاو په ځای کابلي او د قورمې ځای چکن(چرګوټي) واخیستو. یو د پالک ساګ پاتې و چې هغه هم خال خال ښکاریدو. د زردې او متنجن په ځای، د سوجي او د ګازرو حلوا پخېږي. د فیرني په ځای خلکو په آیسکریم او رس ملایی زور راوړو.
د پیښور د سفر په وخت یو ځل وریندار راته پخه ډوډۍ راواستوله. پکې متنجن هم و چې بیا ما ترینه د دې د پخولو چل زده کړو. هغې رانه وویل چې وریژې سپینې وویشوه او اوبړین رنګونه په وړوکي پیالو کې بیل وساته. کله چې وریژې په شیره کې دم د پاره ږدې نو د پاسه پرې یو رنګ په قاشوغه وڅڅوه. بل ګوټ کې بل رنګ او دغسې دریم او څلورم رنګ واچوه. دغه رنګونه به د دیګچي تر تل رسېږي او د هر رنګ وریژې ځان له ځای ونیسي ځکه د شیرې او غوړو له کبله به یو بل سره نه ورګډېږي.
دا ویل يې ضرور دي چې متنجن مې خوښ دي خو بیا هم تر اوسه مې نه دی پخ کړی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.