سرکاري میډیا

??????


په ۱۹۶۵م کې د پیښور په ډېرو کورونو کې یوه ریډیو موجوده وه. هغه وخت د پاکستان حکومتي ریډیو به هره ورځ، سهار–غرمه او د شپې خبرونه خپرول. غرمه به د اردو او انګریزي نه وروسته، پښتوخبرونه هم خپریدل. په ۶ ستمبر سهار په لاهور د هند د حملې خبر واوریدو. پوځي صدر جنرل ایوب خان خطاب وکړو چې چې زمونږ په وطن دشمن ” اچانک” حمله کړی ده. مانا دا چې مونږ هیڅ نه و کړي او دوی په ناخبرۍ راباندې حمله وکړه. بیا هر یو ساعت کې له سهار ۷ بجو تر شپې ۱۱ بجو به خبرونه خپریدل. د صدر ایوب تقریر په بله ورځ اخبارونو کې هم خپورشو.
زه سکول ته لاړم نو د هره ورځ په شان د ” اسمبلۍ” لپاره په لوی میدان کې راټول شو. د تلاوت، دعا او قامي ترانې نه وروسته هم هلته د کیناستو راته وویل شو. زمونږ مشره “آپاجان” راغله او د هغې نورې خبرې راته یاد نه دي خو سکول د بندیدو زیری يې وکړو. په کور کې به مو ټوله ورځ ریډیو اوریده چې د خبرونو نه وروسته پرې ملي ترانې خپریدی. په محلت کې مو د “قومي دفاع” تنظیم جوړ شو چې غړي يې د شپې ” بلیک آوټ” په وخت به کوڅو کې ګرځیدل. د کور په ټولو کړکیو تور کاغذ سلیخ شو چې رڼا بهر لاړه نه شي. په ریډیو به يې ویل چې د هوای حملې په وخت د پخو ودانیو نه لیرې ودریږئ. د نورو خلکو په شان کورپه غولي کې مو خندق جوړکړو او د توت څانګې مو پرې واچولې. د د جنګ په دویمه ورځ خبر و چې پاکستان د هند ۲۲ جنګي طیارې وویشتلې او ۸۰۰ پوځیان يې ووژل. هیچا دا پوښتنه نه کوله چې که دشمن ” اچانک” حمله کړې وه نو دومره لوی تاوان مو ورته څنګه ورساو؟ د پاکستان جنګي طیاری د هند په ” ټهکانو” د حملې لپاره د ورځې ورتلل، د پټهانکوټ، هلواړه، جېسلمیر او نورو اډو ولاړ جازونه به يې وویشتل او بیرته به سلامت راغلل. د دشمن جازونه د شپې په ښاري خلکو بمبارۍ له پاره راتلل. مونږ به دا ټول خبرونه ریښتیا ګڼل. بیا یو خبر و چې زمونږ پوځ د سیالکوټ په چونډه میدان کې د ټینکونو یوه لویه حمله کې دشمن مات کړی و. په اخبارکې لیکلي وو چې دا د دویم نړۍ وال جنګ نه وروسته د ټینکونو لویه جګړه وه.
د جنګ په وخت نورو ملکونو کې هم د حکومتي میډیا له خوا دغسې پروپاګنډ مثالونه شته. په دویم نړۍ وال جنګ کې برطانیې او د یورپي ملکونو په ریډیو ګانو هم دغسې خپرونې کیدې. په ژورنالیزم کې وایی چې ” د جنګ لومړی قرباني د ریښتاو وي” یاني ریښیتا وېنا په سر کې قتل شي. د ۲۱ پېړۍ د عراق او سوریا په جنګونو کې د نړۍ وال پوځ سره ملو ژورنالیسټانو د راپور نه وروسته د ” ایمبېډ” ټکی کارېږي. مانا يې دا وي چې خبر د پوځ له خوا سانسور شوی او ټول تفصیل پکې نشته. په ۱۹۶۵م کې په پاکستان د هند حملې خبر ریښتیا و. خو دا حمله ” اچانک” نه وه.
د دې نه وړاندې پاکستان په کشمیر کې د ” جبل الطارق” په نوم پټ عملیات پېل کړي وو. د دې لپاره په زرګونو ځوانان چې پښتانه پکې زیات وو، د لنډ پوځي روزنې نه وروسته، کشمیر ته يې وراستولي وو. صدر ایوب دا فکر کاو چې هند به تش دفاعي جنګ کوي او ” چهمب” کې دغه غازیان وړاندې تللي وو. هند د دوی د مخ نیوي لپاره په سیالکوټ او لاهور تیری وکړو. دا ټول مو وروسته په کتابونو کې ولوستل. خو هغه وخت مونږ د ریډیو او اخبار هر خبرریښیا ګڼلو.
د ۱۷ ورځو جنګ په پای کې زمونږ سکول بیرته خلاص شو. د یوې جینې ورور په سیالکوټ کې شهید و. د یو استادې میړه ورک او د مړي ژوندي درک يې نه و. دغه ځوانان د پوځي جنرالانو د غرور او د غلطیانو په ټس کې لاړل. د جنګ نړۍ وال تحلیل دا و چې پاکستان د لږو وسایلو سره هم د هند لوی پوځ ته شکست ورکړی و. خو هند د یو ښه “ټاکټیک” د لارې بریالی او په کشمیر کې د پاکستان مخه نیولی وه. بیا د زرګونو خلکو له وژلو وروسته، د هند او پاکستان مشران په تاشکند کې مذاکراتو ته کیناستل. دواړو غاړو چې کومه زمکه د یو بل نه نیولې وه، بیرته يې پریښوده.
هند په دې بس و نکړل او په مشرقي پاکستان ( اوس بنګله دیش) کې يې د بیلتون غوښتونکو سره ملا وتړله.
د ۱۹۷۱م په پای کې د هند او پاکستان ترمنځ یو بل جنګ ونښتو. په ۳ دسمبر د هند پوځ مشرقي پاکستان کې وردننه شو. خو هغه وخت د ټیلویژن خپرونې هم خلکو لیدلې. پوځي صدر یحیا خان هم قام ته خطاب وکړو خو چا پرې باور نه کاو. خلکو اخبار زیات لوستل او په تیره د انګریزي ورځپانو به د حالاتو ښه تحلیل کاو. زه په کالج کې وم او په کتابتون کې مې اخبارونه لوستل. مونږ سره د بنګالي جینکو نه خبریدو چې پوځ هلته څومره ظلم کاو. پاکستان د شوروي اتحاد خلاف د امریکه او اروپا ملګری و او په ریډیو به هره ورځ خبر و چې د هند خلاف د پاکستان مرستې لپاره د امریکا د جنګي بېړیو ” اووم بحري ځواک” روان شوی و. خو دغه بېړۍ د بنګال ساحل ته لا نه و رسیدلی چې په ۱۵ دسمبر پاکستاني جنرال عبد الله نیازي په ډهاکه کې د هندي پوځ مشر ته تسلیم شو. د دې پیښې یو فلمي رپورټ په ټیلویژن د ۶ بجو په انګریزي خبرونو کې وښودل شو چې لږو خلکو ولیدو. د شپې ۹ بجو خبرونو ته ټول په انتظار وو چې دا فلم وګوري خو بیا يې ښکاره نه کړو. وروسته اخبار کې خبر و چې د انګریزي خبرونو ایډیټر يې د دغه راپور په ښودلو لیرې کړی و.
په ۱۶ دسمبر مشرقي پاکستان د ” بنګله دیش” په نوم خپلواکه ملک اعلان شو. خو دغه جنګ کې په میلنونو خلک بې کوره او نور ووژل شو. زما د کالج ملګری فوزیه ورور جنګي قید کې هندوستان ته یوړل شو. د نرګس اوښی چې پایلټ و، ووژل شو. بنګالي جینکۍ له پیښور څه وخت لاړې؟ مونږ خبر نشو. خو نامتو بنګالي پایلټ ” ایم ایم عالم” چې د هند ډېر جنګي طیارې يې ویشتلې او د دې جنګ اتل و، په پاکستان کې پاتې شو.
تر ۱۹۸۰م پاکستان کې خلک د هری پیښې لپاره، نړۍ وال میډیا ته مخه کړي . اوس د سوشل میدیا له کبله د سرکاري مطبوعاتو بازار هم سوړ شو.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *