فردوسي او د هغه شاهنامه

Shahnama
په ۱۰۲۰ م کال د خراسان د طوس يو بې وزله شاعر فردوسي مړ شو خو د کلي ملا وويل چې د هغه مړی به د کلي په هديره کې خاورو ته نه سپاري. تر اوسه هيڅوک خبر نه دي چې د فردوسي خپل نوم څه و. دی د ابوالقاسم په نوم پيژندل کيدو.
خراسان اوس د افغانستان او د ايران تر منځ وېشلې دی خو يو وخت دا ځان له د يو لوې صوبې په شان اداره کيدو. ” طوس اوس د ايران په شمال ختيځ کې دی چې د يونان ليکونکو ورته “سوسا” وئيل. په ۸۰۹ م کې د عربانو عباسي خليفه هارون الرشيد هم دلته ناروغ او مړ شوې و. نامتو رياضي دان او ساينس پوهه جابربن الحيان، الغزالي، نظام الملک او شيعه عالم ابو جعفر طوسي د دې ښار اوسيدونکي وو.
په اوومې ميلادي پېړۍ کې د اسلام په راتلو د پارس دوديزه شاهي نظام ړنگ شو. د پارس خلکو خپل کلتور لوړ گڼلو او تر ډېرې مودې د دې زمکه والو د نوي دين رواياتو نه ډډه کوله.
په ۹ ميلادي پېړۍ کې د اسلامي خلافت د کمزوري کيدو سره د پارس سره تړلو سيمو کې نوې باچاهۍ رامنځ ته شوې چې يوه پکې ” ساماني” نوميده. فردوسي په ۹۴۰ م کې د طوس د يو زمکه وال (دهقان) په کور کې وزيړېدو چې “ابوالقاسم” نوميدو. دی د هغه کلتور تر اغېزې لاندې لوې شو چې د پارس پخوانې سيسټم يې راوستل غوښته.
ساماني بيوروکراسي د عربي پرځاي ” نوې فارسي” کاروله او په زړې (پهلوي) فارسي کې ليکل شويو کتابونو د نوي ژبې ته د اړولو لپاره يې خلکو ته پېسې ورکولې.
د طوس والي ابو منصور عبد الرزاق څو ځايي ليکوالانو ته د نثر يوکتاب د ليکلو امر وکړو چې د پخوانيو باچاهانو کيسې وې. دا ” شاهنامه” نوميده او په ۹۵۷ م کې پورا شوه خو د دې يوه نسخه هم پاتې نه ده. د طوس يو بل شاعر ابو منصور دقيقي د هغې شاهنامې داستانونه د شعر په بنه ليکل پېل کړل.
خو ايله زر بېته يې ليکلي وو چې د خپل مريي له خوا ووژل شو. فردوسي په ۹۷۷ م کې د خپل يو ملگري په لاس دا شعرونه تر لاسه کړل او ورسره نور يې ورزيات کړل. په ۹۹۰ م کې هغه د شاهنامې لومړۍ برخه پورا کړه..
هغه وخت خراسان غزنويانو ونيولو خو فردوسي پخپل شاهنامې کار جاري ووساتلو او پکې د نوي باچا محمود غزنوي صفتونه شامل کړل. سلطان محمود هغه سره ژمنه وکړه چې د هر يو بېت لپاره به ورته د سرو زرو يوه سکه ورکوي.
دا پېسې به هغه د ټول کتاب په پورا کيدو تر لاسه کولې. د فردوسي دا پلان و چې په هغو پېسو به په طوس کې د اوبو يو زوړ بند بيا جوړ کړي. په ۱۰۱۰ م کې هغه دا ” شاهنامه” بشپړ کړه چې کابو ۵۰ زره بېتونه يې لرل.
د شاه نامې پېل د زمکې د پېدايښت نه کېږي او بيا د تمدن د زيږېدو لکه اور، قانون او داسې نورو پړاونو زکر کوي. په عمومي توگه د يو وخت نه بل وخت ته سفر دی چې پکې ځينې کېريکټرونه تر سوونو کالو ژوندي دي او نور خپل طبعي عمر لري. وخت د پلار په شان يوه څېره ده چې د ” زحل” سياري بڼه لري.
دا د ژوند او د مرگ، نوې لمر او د نوې ورځې، د جنگونو، د بدل او د يو بل پر ضد د سازش، د حرص او د بې وفاي، د باچاهانو کمزوري او د دوي د احساس حال دی. باچاهان، اتلان او شيطانان پکې راځي او بيا ځي، يواځينې شې چې پکې پاتې دی هغه د لوې پارس سلطنت دی.
په دې کې د زردشتي دين د پېل نه واخلې تر هغه زمانه يې رانغښتې ده چې وروستۍ ساساني واکمن د اسلام د ځواکونو له خوا مات شو. د پارس د تاريخ نه علاوه د دې ډېره برخه د افغانستان د لرغونو ښارونو سره تړلې ده، لکه بلخ ، سمنگان، نيمروز، زابل او کابل. په دې کې د درېم او څلورم ميلادي پېړيو تاريخي پېښې نه دي بيان شوي.
شاهنامه په دريو برخو وېشل شوې ده چې يوه يې ” افسانه” دويمه ” حماسي” او درېمه يې تاريخي ده. په دې کې شفاهي داستان او ادبي شعر دواړو بېلگې شته او تر اوسه څو سرچينې په نښه شوي دي چې فردوسي ترې الهام او معلومات واخيستل. په دې کې د زردشتي دين مناجات او ډېر نور پهلوي سرچينې شاملې دي. په دوي کې تر ټولو مهم د ساساني دورې په وروستيو کې د لومړي اردشېر د واک ته د رسيدو حال و. نو ځکه دا برخه يې حقايقو ته نږدې او منظوم تاريخ گڼل کېږي.

فردوسي دغه پنځوس زره بېته سلطان محمود ته ورواستول او وايي چې هغه د خپلې ژمنې سره سم ورته د سرو زرو د سکو ورکولو امر وکړو. کوم چار واکي ته چې دا کار سپارل شوې و، د هغه فردوسي بدي شو ځکه دی يې کافراو ملحد گڼلو. هغه د سرو زرو پر ځاې د سپينو (نقريي) سکې ورته واستولې. خو نور خلک وايي چې سلطان محمود لپاره يې قصيده نه وه ليکلې نو ځکه باچا په قهر شو او لږې پېسې يې ورواستولې.
وايي چې فردوسي په يو حمام کې و چې يو مريي ورته دا پېسې راوړې. هغه ډېر ناهيلې شو خو د سکو يوه برخه د حمام خاوند ته ورکړه، نور يې سماورچي او پاتې يې هغه مريي ته ورکړل چې دا پېسې يې ورته راوړې وې. بيا د سلطان محمود په اړه يو طنزيه شعر (هجو) وليکلو. کله چې محمود غزنوي خبر شو نو د شاعر د وژلو امر يې وکړو. د مرگ له ويرې فردوسي خراسان نه وتښتيدو او لس کاله در په دره گرځيدو.
ده شعر ليکل جاري وساتل خو اوس په دې کې د غربت، د زړه چاودون او د غم مضمون زيات شو. د ده ۳۷ کلن زوې مړ شو چې ښايي د سپين ږيري فردوسي ملا يې ماته کړه او ده پرې يوه ويرنه ( مرثيه) وليکله. د ده زړه له نړۍ تور شو او هم هغه حالت کې ده له نړۍ سترگې پټې کړې.
فردوسي ممکن د دې نه وړاندې نور شعرونه هم وويل خو هغه نه دي پاتې. وايي چې سلطان محمود کله چې د اصل نه خبر شو نو هغه چار واکې ته يې سزا ورکړه او فردوسي ته يې د سرو زرو سکې ورواستولې. کله چې شاهي استاځې د پوځيانو په بدرگه د طوس “پج” کلي ته ورسيدل نو خبر شو چې فردوسي څو ساعته وړاندې مړ شوی و.
شاهي استاځي هغه پېسې د فردوسي لور ته وړاندې کړې خو هغې د پېسو اخستو نه انکار وکړو. دا هغه افسانه ده چې وروستو پرې خلکو ورزياته کړې ده. فردوسي په ۱۰۲۰ م کې مړ شو او لس کاله ډېره موده وه چې سلطان محمود ورته بخښنه کړې وې. په ايران کې د دې هڅه هم کېږي چې فردوسي د يو ” شيعه” په توگه وروپېژني. خو هغه د يوې سيمې شاعر نه و. زر کاله پخوا هغه د خپل قلم نه کار واخيستو او د يوې سيمې تاريخ او داستانونه يې نړۍ ته وروپيژندل.
د خراسان يو غزنوي حاکم په طوس کې د هغه مقبره جوړه کړه . په څو سوو کالو کې دا ورژيده او اخر په ۱۹۲۸ م کې د رضا شاه له خوا بېرته جوړه شوه چې اوس يې خلک ليدو ته ورځي.

Tus Mazar
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۴ دسمبر ۲۰۱۳ م

2 Comments

Add a Comment
  1. یادداشت بی بدیل ، کتاب «نامه ها، صورت حساب ها و قباله ها»، ۲۶۰ قطعه پاپیروس مصری را شناسانده است که تمام پاپیروس های یافت شده از قرون نخست اسلامی را شامل می شود. در میان این یادگارهای گران بها، گرچه مطالب فراوانی است که به فهم درست تر از اوضاع اجتماعی و تاریخ اسلام نیز کمک می کند، >>>>

    1. که خپل نظر مو په لنډو ليکلې واې نو ښه به وو.
      مننه

Leave a Reply to Jabar Cancel reply

Your email address will not be published.