Month: September 2013

د ملتونو ټولنه يا ليگ اف نيشنز- د جعفر هاند ليکنه

د ليگ اف نېشنز ( ۱۹۱۹ م نه تر ۱۹۳۹ م ) تاريخ د ملتونو د ټولنې (جامعه ملل) بنسټګر د يو شمېر اروپايي او متحدو ايالتونو هغه ډلې بلل کيږي چې د لومړي نړۍ وال جنگ نه وروسته د سولې د راوستلو په موخه يې پټې هڅې پيل کړې وې. په دغه لړ کې […]

دوه پيران او يو اخوند

د شپاړسمې ميلادي پېړۍ په نيماي کې د پښتنو په خاوره دريو شخصيتونو پخپلو عقايدو خلک راوپارول. دا هغه زمانه وه چې د شېر شاه سوري زامنو پخپل منځ کې په جگړو او وژنو اخته و او د هند تخت ترې مغلو ونيولو. د بابر نمسي محمد اکبر چې تنکې ځوان و، د خپل پتمن […]

د زابلستان سلطنت

د زابل په نوم يو ښار په ايران کی هم شته چې ” زابول” تلفظ کېږي خو دلته د هغه سلطنت خبره کوو چې دوه نيم زره کاله پخوا د هند او د پارس ( ايران) تر منځ خپلواکه سيمه وه. د ۵۵۰ ق م نه وړاندې د برونزو په دوره کې د زابل شمالي […]

بي بي مبارکه

په ۱۵۱۸ م د اوړي په وتلو د کابل واکمن ظهير الدين بابر د باجوړ له غرونو واوړېدو او د سيمې هرځواک چې ورسره جنگ کوو، په ډېر وحشت یې ووژل. بيا د مړو سرونه کابل، بدخشان کندوز او بلخ ته ورواستول چې د خپل بري ډنډوره وغږوي. د شرابو او د اپيمو په نشه […]

عبراني ژبه

د عبراني تورې د ” ايبري” نه راوتلی دی چې جمع يې ” ايبريم” او د حضرت ابراهيم عليه السلام يو صفتي تورې دی. تشريح يې ” هغه څوک چې پورې راووتل” کيدېشي. د اسماني کتابونو لکه زبور، تورات او د انجيل د لومړيو صحيفو ژبه عبراني وه. په انجيل کې عبراني ته د ” […]

ملت پالنه

انسان په فطري توگه په ډلو کې ژوند خوښوي. مونږ په خلکو کې د امن احساس کوو چې دود دستور يې زمونږ په شان وي او ژبه مو شريکه وي. د يو والي د احساس شدت په وړو او نږدې اوسېدونکو ډلو کې زيات ليدل کېږي او هم دا ملت پالنه ده. ملت پالنه چې […]

سوات

سوات خپل نوم د هندو کش د غرونو نه راوتلي هغه سيند نه اخيستې دی چې په وېدي مناجاتو کې” سواستو” بلل کېږي. داسې باوردی چې اريايي خلکو دا وېدونه د ميلاد نه ۱۴۰۰ کاله پخوا ويلي و. د سوات دره د خېبر پښتونخوا په شمال کې ده چې د چترال او د گلگت بلتتستان […]