Category: شخصیت

ابو مسلم خراساني

تاریخ وایی چې که ابو مسلم خراساني نه وای نو ممکن عباسیان واک ته نه وای رسیدلې او “امیه خلافت” به پاتې وای. په اوومې میلادي پېړۍ کې د امیه خلافت په ضد د پيغمبر(ص) يو تره حضرت عباس د کړوسي امام ابراهيم سره خلک راټول وو. بیا شا و خوا ۷۰ کاله ددوی د […]

علامه مشرقي

‎ ” که مسلمان يې! نو ریاضي زده کړه.” دا د علامه عنایت الله خان مشرقي مشهوره جمله وه. ده د هند وېش د انګریزانو یو سازش ګڼلو او د خپلو افکارو لپاره څو وارې جیل کې بند شو. عنایت الله خان په ۱۸۸۸ م کې امرتسر کې وزیږېدو. پلار يې د “وکیل” په نوم […]

ډاکټرعبد الغنی جلالپوري

د افغانستان د دریو امیرانو مشاور، لیکوال او ژباړن عبد الغني د “حبیبیه” ښوونځي له لومړیو استادانو نه و. امیرعبدالرحمن د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې غوښتل چې افغانان د اروپاي ډول تعلیم د لارې ساینس او ټیکنالوجي زده کړی. په ۱۸۹۵ م اپریل په میاشت کې امیرخپل زوی نصرالله خان انګلستان ته د […]

بهګت رام تلوار

د اباسین او کابل سیندونو په غاړه نوښارسره نږدې “غله ډېر” یو وړوکې کلې دی. د وېش نه وړاندې دلته هندوان او سیکان هم اوسېدل. یو هندو ټیکدارجمنا داس ۷ زامن لرل. یو زوی، هری کشن تلوار د پنجاب په ګورنر “جیفري-ډي- مرمورینسي” ډز وکړو چې د هغه محافظ پرې ووژل شو او کشن يې […]

د هډې ملا

د ۱۹ میلادي پېړۍ له نیمايي، په افغانستان کې د پېرنګي خلاف مبارزه کې د هډې ملا ډېر شهرت لرلو. د هډې د ملا خپل نوم عبدالقدير، په خټه کاکړاخونزاده د غزني د شلګراو اوسېدونکې و. د ده پلار محمد حسن اخونزاده نومېدو چې ځینې نمسي او کړوسي يې وروسته په مومندو کې مېشت شول. […]

چمنی خان

د خوبه پاسه چمني خانه*** دا ستا ملګري ستا د مرګ تړي بندونه *** د پیښور نه ۴۵ کلومیټر شمال ختیځ کې د “سنډاسر” کلي یو سپین ږیري راته د پوخ سرک نه نیم کلومیټرلیرې څوبوساړې په ګوته کړې. د اګست په ۲۸ نېټه ۱۹۳۵ م دلته یو جومات کې د انګریزانو یو مفرور چمنی […]

بهلول دانا

د اتمې میلادي پېړۍ په نیمايي کی د بغداد قاضي واهب بن عمرو وروسته د بهلول دانا په لقب مشهور شو. دی په کوفه کی زیږيدلې او د امام جعفر صادق نه يې ذدکړه کړې وه. د امام جعفر زوی امام موسی الکاظم، عباسي خلفاو څو وارې د خپلو افکارو له کبله زنداني کړو. یو […]

سرتور فقیر

سوات ته په لار د چکدرې یوه غونډۍ “چرچل پیکټ” نومېږي. پښتانه ډېر په ویاړمیلمنو (بهرنیانو) ته د دې معلومات ورکوي. خو دوی “سرتورفقیر” (ملا مستان) نه پېژني چې په ۱۸۹۷ م د انګریز خلاف ۲۰ زره لښکر راټول کړو او چرچل له دغه غونډۍ څارولو. د ده نوم سېد الله (سعید الله) او د […]

سرمد

په ۱۶۶۱ م د ډېلي لال کلا نه د وسله محافظانو په بدرګه يو صوفي درويش د جامع جومات لوري ته يبله پښې او بربنډ روان و. هر ځای خلک د ده ليدو ته راوتل او بيا به هجوم کې به ورګډ شول. د جومات په پوڼيو يو جلاد د توري سره ور وړاندې شو […]

عبد الرحمان بې

په ۱۹۲۵ م په استنبول ښار کې د ترکي په نامتو پوځي مشر رؤف بې نامعلومو کسانو ډزې وکړې. خو وژل شوې کس د افغانستان لپاره ټاکلې سفيرعبد الرحمن بې و. د پيښورعبد الرحمن بې د خلافت تحريک پر وخت د هند نه ترکي ته تللې و. د شلمې ميلادي پېړۍ له پېل برطانيې د […]