Category: د افغانستان تاريخ

نيمګړی مضمون

په مارچ ۲۰۱۳ م کې د لاهور د سفر پر وخت د اکبر باچا شاهي کلا لېدو ته ورغلم. دا ځای ما پخوا هم څو وارې ليدلی و او د مغلو مانۍ، تالابونه، شيش محل، رنګ محل او داسې د نورو ودانيو سيل مې کړی و. د ضياالحق په دوره کې دا کلا بدنامه شوه […]

وفا بېگم

د افغانستان پنځم باچا د شاه شجاع الملک مېرمنه په تاريخ کې د وفا بېگم په نوم مشهوره ده. په ځينو تاريخونو کې د دې خپل نوم رضيه بېگم ليکل شوی دی. دا د شاه زمان مشر وزير رحمت الله خان سدوزي لور وه چې د “وفادار خان” لقب يې لرلو. د افغانستان په اړه […]

ګوهر شاد

د خراسان دا نامتو ملکه د امير تيمور انږور وه چې د اسلامي هنر او فن سرپرستي يې کوله. د ګوهرشاد د زيږېدو نېټه څرګنده نه ده خو ماشومتوب يې د ۱۳۷۰ په لسيزه کې په سمرکند کې تېر شو. د شاه رخ مرزا سره په ۱۳۸۸ م کې واده شوه چې هغه وخت دوي […]

د څمکنو بابا

احمد شاه ابدالي د ۱۷۶۰ م په سپرلي کې د پېښور د زاړه ښار ختيځ کې د څمکنو ميا محمد عمر سره وليدل. هغه د هند د مسلمانانو په بلنه د مرهټو پر ضد لښکر کړې و خو د دې شمېره لږ وه. ميا عمر هغه وخت په دې سيمه کې نه يواځې ديني شخصيت […]

بابا صابر

په لاهور کې د بادشاهي جومات شا ته په لوړه يو تنګ سړک د انګرېزانو د وخت څو ودانۍ جوړې دي. هيچا ته د سړک نوم نه دې معلوم او نه يې څوک پوښتنه کوي. د مارچ په ۲۴ نېټه ۲۰۱۴ م په سخت باران کې په تپوس او پوښتنه “کلا ګهاټي” کې د صابر […]

په افغانستان کې د ډبرې زمانه

د سمنگانو د اېبک ښار نه ۱۳ کلوميټرشمال کې د حضرت سلطان ولسوالۍ په جنوب ختيځ کې د “قره کمر” نومې غار چې د نيمې کاسې په شان ښکاري، د زرگونو کاله پخواني انسانانو د ژوند نښې لري. د قره کمر په نوم يو بل ځاې د بدخشان او تخار ولایتونو تر منځ د فیض […]

په باميانو کې رنګ او روغن

په ٢٠٠٦ کال کى د بامېانو د يو غار په دېوالونو د اوومى ميلادي پېړۍ جوړانځورونه وموندل شول چې د لوګي په تور والي کې پټ وو. د باميانو دا غارونه د هغو لويو بودايي مجسمو شا و خوا د راهبانو له خوا د عبادت ځايونو په توګه کاريدل او د جاپان لرغون پوهانو دلته […]

د احمد شاه دراني يو فرمان

دا فرمان يو مهم تاريخي سند دی چې ورباندې د ۱۱۶۹ هجري نېټه ليکلې ده. دا د احمد شاه د واکمنۍ نهم کال و او دی ممکن هغه وخت د هند لوري ته روان و. فرمان په پېښور کې ليکل شوی دی او له هغې راهيسې هم په دې ښار کې وساتل شو. د شلمې […]

د بيبو مقبره

په پېښور کې د ښاري ژبې يومتل دی ” اوکيړي گل اې، جهيړي بيبو نه کهلې” ( هغه کومه خبره ده چې بيبوپرې نه پوهيږي) دا متل د يو هوښيارې او زيرک ښځې په اړه ويل کيږي چې د هرې ستونزې د حل لپاره خلک ترې مشوره اخلي. د دې متل ” بي بو” خيالي […]

زن – زنبيل او زنداور

د هند او د پارس ترمنځ په تجارتي قافلو کې د ” زون يا زن” زيارت کوونکي هم و. هره قافله چې بست کې به يې پړاو وکړو، د “زنداور” لپاره خلک به ترينه بېل شول. هلته په يوې لوړې غونډۍ د نمر د اسطورې ” زون” لوې عبادت ځاې و. ځينې لرغون پوهان باور […]