سنګاو

د مردان نه ۴۰ کلومیټر جنوب ته د میاخان سنګاو (سنګهاو) کلي سره څو پخواني غارونه د انسانانو د استوګنې ځایونه وو. ځایی خلک ورته د “پرښو دره” وایی. په ۱۹۶۲ م کې د پاکستان نامتو لرغون پوهه احمد حسن داني په دغو سمڅو پلټنې وکړې. د زمکې نه ۶۰۰ میټر لوړ دا غارونه ۳۰ […]

ګنج بخش

د لاهور تر ټولو لوی ذیارت ته خلک د “داتا صیب” نوم اخلي چې د سید علي هجویریؒ په مقبره جوړ دی. شا و خوا ۵۰ زره کسان هره ورځ ددې زیارت له لنګر ډوډۍ خوري. سید علی د ۱۰۰۹ م په نومبر کې د غزنی په هجویر کې زیږېدلې او پلار شیخ عثمان الجلابی […]

زمبورک

دا د هغې توپې تصویر دی چې زمبورک یا شترنال نومیدو او په ۱۸ میلادي پېړۍ کې د افغانستان او چاپېره سیمو جنګ وسله وه. د برونزو دغه توپې د لرګي چوکاټ لرلو چې د څرمنې په تسمو به د اوښ په شا يې تړلو. دا زمبورک ۱۸۵۰ او ۵۵ م په لاهور کې جوړه […]

فتح خان رابعه

وایی چې پخوا زمانه کې د قندهار یو حاکم اسلم خان نومیدو. دی ډېر شته من او سخي مشهور و. خو اولاد يې نه پایدو نو ځکه هر وخت به غمژن و. د خدای کارونه چې یوه ورځ د کلا په دروازه يې یو پقیر خیرات وغوښتو نو د حاکم په غم خبر شو. هغه […]

کؤرمه څنګه له افغانستان جلا شوه؟

کرمه تر ۱۸۹۰ م د افغانستان خاوره وه. دا د کابل حکومت له خوا یو حاکم اداره کوو. د ۱۹ میلادي پېړي په نیمایی کې دلته ۵۴ زرو شا خلک مېشت وو چې ۴۴ زره يې پښتانه وو. د کرمې سیند چاپېره د شنو غرونو په جنوب کې وزیرستان، لوېدیځ کې خوست، ختیځ کې بنو […]

پښتون ژغورنه

په افغانستان کې کله کله سیاستوال دعوه کوي چې له آمو تر اټکه افغانستان دی خو د جغرافیې او د جغرافیې د اوسېدونکو ترمنځ د ابهام داسې کرښې ساتل کېږي چې بیا هم دعوه یو څه او د دعوې د اثبات او تحقق له پاره سیاستونه بل څه وي. ۱ – داعیې ۱.۱ – له […]

شیر شاهي سړک

دغه لوی سړک د پټنې نه تر پیښور شا و خوا ۲۶۰۰ کلومیټر اوږد او د هند ۸ لویو ښارونو نه تیرېدو. انسان کله چې د خپل تګ لپاره د اس او د غویی یا خرو په وسیله د لرګي ګاډی او تانګې جوړې کړې نو هم هغه وخت د لارې د پخولو انتظام هم […]

باڼيچغ

د دې نوم سره د کلیوالو ماشومانو جینکو خلې به له خندا ډکې شوې. هیڅوک د “باڼيچغ” ټکي په مانا نه پوهیدل خو دا د خوشالۍ او د میلې اعلان و. د وړوکي او لوی اختر نه علاوه د “جنډو په میله” کې هم باڼيچغ ودرول شو. د کلي په یو کورکې به د دې […]

عزیز ډېرۍ

د صوابۍ د “ګواټې” نه ۱۲ میله جنوب کې عزیزخان ډېرۍ په خوا په بل نوم پېژندل کېدو. د اباسین د سیلابونو له کبله د زرګونو کالو راهیسې خلکو د عزیز ډېرۍ په لوړو، ژوند کړې او د دې نښې په شا پرېښي دي. د سیند سره سره دغسې نورې ډېرۍ د یو بل نه […]

ډاکټر پينل

د ۱۹ میلادي پېړۍ په وروستي لسیزه کې د بنو ځوانان د فټ بال لوبې سره اشنا شول. هلته یو انګریز ډاکټر چې “پينل” نومیدو، د خپل ښوونځي هلکانو ته دا لوبه ورزده کړه. خو پینل مهمه دنده د پښتنو په دغه قبایلي سیمې کې د ډاکټرۍ نه علاوه د عیسایی دین تبلیغ و. په […]