لنګر

دهند په لویه وچه کې په یو زیارت یا خانقاه خلکو ته وېړیا ډوډۍ ورکول “لنګر” بلل کېږي. دا دود کله نه پېل شو، معلومه نه ده خو د بودایی او برهمني دین “دهرمشاله” یا “دهرم ستره” د عبادت ځای سره نزدې هغه ځای و چې پکې مسافرو یا زیارت کوونکو ته ډوډۍ او د […]

مومن خان شیرینو

یو کلي کې دوه وروڼه اوسېدل چې د مشر اولاد نه و خو د کشر ۷ زامن وو. ډېره موده وروسته، د مشر ورور زوی او د کشر لور وزیږېدل. هلک مومن خان او جینۍ شیرین ونومول شول. وروڼو یو بل سره ژمنه وکړه چې شیرینو به مومن خان ته ودېږي. دواړه ماشومان یو ځای […]

ګردنر لوښي

ګلابي، اناري یا نیلا رنګ چیني لوښي اوس هم د افغانستان په ډېرو کورونو کې شته چې په بیخ کې يې په فارسي “ګردنر” لیکلي وي. خلکو به روسي لوښي بلل. د روس لومړۍ چیني لوښو کارخانې په ۱۷۴۴ م کې سینټ پیټرزبرګ کې کار پېل کړو چې یواځې شاهي ټبرلپاره يې کار کوو. په […]

ډاکټرعبد الغنی جلالپوري

د افغانستان د دریو امیرانو مشاور، لیکوال او ژباړن عبد الغني د “حبیبیه” ښوونځي له لومړیو استادانو نه و. امیرعبدالرحمن د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې غوښتل چې افغانان د اروپاي ډول تعلیم د لارې ساینس او ټیکنالوجي زده کړی. په ۱۸۹۵ م اپریل په میاشت کې امیرخپل زوی نصرالله خان انګلستان ته د […]

د اټک جنګ

په ۱۳ جولای ۱۸۱۳ م د سیکانو او درانیانو ترمنځ دا لومړی مهم جنګ و چې د “چچ” او “حضرو” جنګ په نوم هم شهرت لري. په ۱۸۱۱م رنجیت سنګ د کشمیر د نیولو لپاره د دې وړو ریاستونو، بهیمبر، راجوړي او “کولو” حمله وکړه. د ۱۸۱۲ م په پای کې محمود شاه درانی خپل […]

کټ

د پښتنو په کلیوال ژوند کې کټ د پېل نه تر پای یو ابدي رول لوبوو. کټ د ناستې او ملاستې نه علاوه د ژوند هرپراو کې کارېدو. دا دومره سپک وي چې ماشوم، ښځه او کمزورې بوډا هم له یوځای بل ته وړې شي. کټ کله کرسۍ، کله میزاو کله د خوب ځای شي. […]

شیرخان ترکې

په ۱۹۸۵ م کې د لرغون پوهنې د ادارې یوې ډلې په بنو کې د یو پخواني کلی دېوالونه رابرسیره کړل. بنو د اباسين سیلابي ميدانونو په لوېديځ او وزيرستان په ختيځ کې د شنو مېدانونو سیمه ده. چیناي راهب خوان ذانګ په ۷ میلادي پېړۍ بنو د “فولانه” په نوم یاد کړې دی. دلته […]

پمنکي

د کوهاټ نه واخلې تر وزیرستان په دشتو کې هر ډول “ځوزان” (کیکټس) بوټي شنه کېږي. د دې پرېړ پاڼې او څانګې د هوا نم راکاږي چې ورباندې وده کوي. د دغه بوټي یو قسم ” میزرې” دي او د لرغونو وختونو نه ورکزو ترینه پڼې، ټوکرۍ، بوڼ او رسۍ جوړولې. هم د دې بوټې […]

د کابل رادها

چـار گرد قـلا گشـتم…پــاي زيب طلا يافتم پاي زيب طلا از کيـست؟…از بي بي رادو جان است از بي بي رادو جان است مانا د کلا چارچاپیره وګرځېدم…طلايي پانزیب مې پیدا کړ طلايي پانزیب د چا دی؟…د رادو بي بي جانې دی د رادو جانې بي بي دی په افغانستان کې دا مشهوره سندره به […]

د ډيوې په غېږکې

د لنډو کیسو دا ټولګه په ۲۰۰۳ م کې کوټه کې چاپ شوه خو د دې ځینې کیسې پخوانۍ دي. د ۱۹۸۶ م راهیسې یوې کاپۍ کې مې کله نا کله یوه کیسه ولیکله. دا کاپۍ رانه په کتابونو او نورو کاغذونو کې ورکه شوه. بیا مې وموندله او مسوده راته یو همکار ټایپ کړه. […]